د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۶

'هره میاشت لسګونه افغانان د چاودېدونکو توکو د چاودېدو له امله قرباني کېږي'


آرشیف، کابل کې د چاودنې ورسته د سیمې صحنه
آرشیف، کابل کې د چاودنې ورسته د سیمې صحنه

طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي، هره میاشت په اوسط ډول ۱۲۰ کسان د ماینونو او چاودېدونکو توکو د چاودېدو له امله ټپیان او وژل کېږي.

د دغه وزارت د ماین پاکۍ د برخې رییس محمد شفیق یوسفي ازادي راډیو ته وویل، په وروستیو دوو کلونو کې د دغوچاودونو تلفات لږ شوي خو د سولې خبرو ته پام سره دا کچه اوس لوړه ده.

د سړک د غاړې د ماینونو او ناچاودو توکو چاودنې، اوس هم دافغانستان خلک وژني.

د دایکندي د والي ویاند نصراله غوري وايي، تېره ورځ د دې ولایت د کجران په ولسوالۍ کې د سړک د غاړې د ماین چاودنې پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۴ملکي کسان وژل شوي او دغه راز په کې درې ماشومان ټپیان شوي هم دي.

غوري زیاته کړه: "یو مساپر وړونکی موټر د سړک د غاړې پر ماین چې مخکې له مخکې ځای پرځای شوي و، برابرېږي چې په نتیجه کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۴ ملکي کسان وژل کېږي."

یوازې دایکندي ولایت نه دی چې اوسېدونکي یې د سړک د غاړې د ماینونو په چاودېدو کې وژل کېږي، بلکې غور ولایت هم په ورته پېښو کې د ملکي کسانو د وژل کېدو شاهد دی.

د غور ولایت یو سیمه ییز چارواکی محمدموسی کلیم وايي، تازه نن پرون د سړک د غاړې د ماین په چاودنو کې دوه نارینه او یوه ښځه وژل شوي دي.

په افغانستان کې د ملګروملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما د ماینونو خښول چې په نتیجه کې یې تر ډېره ملکیان وژل کېږي غندي او غیرقانوني عمل یې ګڼي.

د ملګروملتو د سازمان د راپور له مخې، په افغانستان کې یوازې په اګسټ میاشت کې د سړک د غاړې د ماینونو په چاودنو کې له سلو ډېر ملکیان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

د افغانستان د بشر حقونو کمېسیون، د سړک په غاړو کې د ماینونو ځای پر ځای کول چې، د ملکي کسانو د تلفاتو لامل کېږي، د بشري حقونو خلاف عمل ګڼي.

ذبیح اله فرهنګ
ذبیح اله فرهنګ

د دغه کمېسیون د خپرونو او اړیکو رییس وايي: "دا د بشر له حقونو څرګنده سرغړونه ګڼل کېدای شي او له بلې خوا د مذاکراتو د پیل په شرایطو کې د افغانستان د خلکو د ژوند سلبول دي، په خواشینۍ سره ښکاري چې د افغانستان د خلکو د ژوند ارزښت اوس هم نه درک کېږي."

د افغانستان د بشر حقونو کمېسیون مخکې له دې په خپل یوه راپور کې لیکلي وو چې د زمري یا اسد په میاشت کې د سړک د غاړې د ماینونو په چاودنو کې د ملکي کسانو تلفات، د تېرې میاشتې په پرتله ۱۱ سلنه ډېر شوي دي.

کابل کې د ماین چاودنه کې کاسټر موټر ویجاړ شوی؛ ارشیف 3 June 2019.
کابل کې د ماین چاودنه کې کاسټر موټر ویجاړ شوی؛ ارشیف 3 June 2019.

طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت د وزارت د ماین پاکۍ رییس محمد شفیق یوسفي ازادي راډیو ته وویل، په افغانستان کې هره میاشت په اوسط ډول، د سړک د غاړو د ماینونو او ناچاودو توکو چاودېدو په پیښو کې۱۲۰کسان ټپیان او وژل کېږي، حال دا چې دوه کاله مخکې دا شمېرې په هره میاشت کې ۱۶۰ وې.

د ښاغلي یوسفي په خبره که څه هم شمېرې په تېرو دوو کلونو کې کمې شوي خو د سولې خبرو ته په کتو اوس لوړې دي.

هغه زیاته کړه: "سره له دې چې دغې ادارې لاسته راوړنې لرلې، خو اوس هم په ډېریو سیمو کې ماینونه او ناچاودي توکي شته، هغه شمېرې چې له موږ سره دي، د دې هېواد په ۱۵۵۰ کیلومتره مربعه ځمکه کې ماینونو خښ دي."

طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت د وزارت د چارواکو په خبره، له ۱۹۸۹ میلادي کال نه تراوسه ۳۰۰۰ کیلومتره مربع ځمکه له ماینونو پاکه شوې او ۲۰ میلیونه ماینونه اوناچاودي توکي ناکاره شوي دي.

په ۱۹۸۹ کال کې له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد د پوځونو له وتلو وروسته، په دې هېوادکې د ملګرو ملتونو د سازمان په مالي مرسته د ماین پاکولو ۵۰ موسسو خپل فعالیتونه پیل کړل خو اوس ډېرو دغه موسسو خپل فعالیتونه درولي دي.

XS
SM
MD
LG