د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۱

'بلخ کې موټر بم چاودنې درې تنه وژلي او ۴۲ نور ټپیان دي'


د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د چاودنې په سیمه کې افغان ځواکونه
د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د چاودنې په سیمه کې افغان ځواکونه

بلخ ولایت کې د یوه موټر بم انفجار له امله درې تنه وژل شوي او ۴۲ تنه نور ټپیان شوي دي.

د افغانستان په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکي وايي چې نن د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې پر یوه حیواني کلینیک باندې د طالب وسله‌والو له‌خوا موټر بم چاودنه شوې ده.

د شاهین قول اردو ویاند حنیف رضايي ازادي راډیو ته وویل چې د دغه انفجار په پایله کې ملکي وګړو او پوځیانو ته په ګډه تلفات اوښتي دي.

رضايي وايي چې تر دې دمه دوه ملکي کسان وژل شوي او ۳۶ تنه نور ټپیان دي. ده همداراز وویل چې په دغه انفجار کې یو کمانډو سرتېری هم وژل شوي او د ملي اردو ۶ سرتېري نور ټپیان دي.

هغه زیاته کړه: "انفجار د مازدا موټر په وسیله ترسره شوی دی چې د ملي اردو ترڅنګ‌یې ملکي وګړو ته چې په‌کې ښځې او ماشومان هم شامل ول تلفات اړولي دي."

هغه استوګنیز کور چې بلخ ولسوالۍ کې د چاودنې له امله نړېدلی دی.
هغه استوګنیز کور چې بلخ ولسوالۍ کې د چاودنې له امله نړېدلی دی.

د بلخ ولسوالۍ اوسېدونکی قاري رؤف چې په دغه انفجار کې ټپي شوی، وايي چې د کور د نړېدو له کبله‌یې د کورنۍ درې نور غړي ټپيان شوي.

ده وویل: "دوه لورانې او یو زوی مې هم ټپیان شوي دي. انفجار دومره قوي وو چې زموږ کور ونړېده."

د بلخ ولسوالۍ په سیمه‌ییز روغتون کې یوې سرچینې چې د نوم له خپرېدو یې ډډه وکړه، ازادي راډیو ته وویل چې د دغه انفجار له امله ۱۱ تنه ملکي کسان وژل شوي او ۶۰ تنه نور ټپیان دي.

د بلخ عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي چې د پېښې په ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي چې د ډېرو کسانو وضعیت د اندېښنې وړ دی.

په دغه انفجار کې ډېر کورونه نړېدلي دي، یو ښوونځی او یو کلینیک هم ویجاړ شوي او د ملي اردو د کمانډو ځواکونو یو قرارګاه هم نسبتاً ویجاړه شوې ده.

وسله‌والو طالبانو د دغې حملې مسؤلیت منلی او ادعا یې کړې چې د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې یې د صفر شش قطعې په مرکز حمله کې لسګونه کمانډو سرتېري وژلي دي.

XS
SM
MD
LG