د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۰

د بشر حقونو کمېسیون: افغانستان کې د چاودنو له امله ملکي تلفات زیات شوي


پر دولتي موټر مقناطیسي بمي چاودنې وروسته افغان امنیتي ځواکونه ارزونې کوي. June 3 2019
پر دولتي موټر مقناطیسي بمي چاودنې وروسته افغان امنیتي ځواکونه ارزونې کوي. June 3 2019

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د تازه راپور له مخې په زمري میاشت کې د تېرې چنګاښ میاشتې په پرتله د ماینونو په چاودنو کې ۱۱ سلنه د ملکیانو تلفات زیات شوي دي.

په دې وروستیو کې په افغانستان کې چاودنې او بریدونه په ځانګړي ډول په کابل کې د مقناطسي ماینونو پېښې زیاتې شوې دي چې کابل ښاریان او د بشر حقونو بنسټونه‌یې اندېښمن کړي دي.

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د یو تازه راپور په خپرېدو سره ویلي چې د زمري په میاشت کې د ماینونو او چاودنو په پېښو کې د ملکیانو تلفات ۱۱ سلنه زیات شوي دي.

په دغه راپور کې راغلي چې په همدې میاشت کې د ۱۱ ښځو او ۱۳ ماشومانو په ګډون ۹۷ ملکیان وژل شوي او د ۶ ښځو او ۳۰ ماشومانو په ګډون ۱۱۵ ملکیان ټپیان شوي دي.

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د اطلاعاتو او نشراتو مسؤل ذبیح‌الله فرهنګ د ملیکانو د تلفاتو په زیاتوالي اندېښنه ښيي او "جنګي جنایت" یې بولي.

ذبیح الله فرهنګ
ذبیح الله فرهنګ

هغه زیاته کړه: "په حقیقت کې په ملیکانو بریدونه، د سړک غاړې له ماینونو استفاده چې ملکیانو ته زیان ورسوي، جنګي جنایت بلل کېږي، دوی (د دې ډول پېښو عاملان) به هر وخت چې وي، له دا ډول تاکتیکونو نه د استفادې په اړه ځواب ورکړي."

ښاغلی فرهنګ له دولت غواړي چې د دا ډول پېښو عاملین دې په ګوته او تر پلټنو لاندې دې ونیسي او همداراز د دولت له وسله‌والو مخالفانو غواړي چې د بشردوستانه قوانین نفض نه‌کړي.

آرشیف، کابل د پولیسو یو موټر چې چاودنه پرې شوې
آرشیف، کابل د پولیسو یو موټر چې چاودنه پرې شوې

په ورته وخت کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې په تېرو دوو اوونیو کې د وسله‌والو طالبانو په ۷۸۱ حملو کې ۸۸ ملیکان وژل شوي او ۱۳۳ نور ټپيان شوي دي.

طارق ارین
طارق ارین

د دغه وزارت ویاند طارق ارین رسنیو ته په استولي پیغام کې ویلي: "د تېرو دوو اوونیو په جریان کې زموږ ۸۸ ملکي هېوادوال شهیدان او ۱۳۳ نور ټپیان شوي، په ۲۷ ولایتونو کې د دغې ډلې د تحرکاتو او جنایاتو په لړ کې تر ټولو ډېر په کندهار او غزني ولایتونو کې تلفات اوښتي، د ملکیانو په نښه کول د ټولو انساني، دیني، اخلاقي او جنګي موازینو په خلاف عمل بلل کېږي."

په ورته وخت کې د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د افغانستان د کورنیو چارو وزارت دغه ادعا ردوي او وايي چې یو په ځینو مواردو کې ځای پر ځای شوي بمونه ملکیانو ته تلفات اړوي.

ذبیح‌الله مجاهد د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو عملیاتو ته په اشارې سره ادعا کوي چې په ډېری مواردو کې افغان حکومت ملکیان په نښه کوي.

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د راپور پر بنسټ، د روان لمریز کال د چنګاښ په میاشت کې د ماینونو په چاودنو کې ۷۶ ملکیان وژل شوي او ۱،۱۵ نور ټپیان شوي و.

XS
SM
MD
LG