د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۶

د کابل امنیه قوماندان د وروستیو ناامنیو په تړاو له دندې ګوښه شو


کابل کې د زمري په ۲۸مه د راکتي بریدونو سیمه
کابل کې د زمري په ۲۸مه د راکتي بریدونو سیمه

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کابل د امنیه قومندان په پلازمېنه کې د ناامنیو په تړاو له دندې ګوښه کړای شو.

وروسته له هغه چې د افغانستان په پلازمېنه کې د ناامنیو په اړه اندېښنې زیاتې شوې، د کابل امنیه قوماندان جنرال امان‌الله واحدي له دندې ګوښه شو.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین پرون ماخوستن له ازادي راډيو سره په دې اړه په خبرو کې وویل چې دا اقدام د ۱۶مې او ۱۷مې حوزې د مسؤلینو د ګوښه کېدو تر پرېکړې وروسته وشو.

ښاغلي ارین وویل چې د کابل د امنیتي وضعیت د ښه کولو لپاره هڅې روانې دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین

هغه زیاته کړه: "طالبان او ترورېستان جنایتکاره عمل کوي او یوه رواني څپه‌یې روانه کړې ده. پخوا به‌یې موټر بم چاودنې کولې او اوس خبره نښلېدونکو بمونو ته لاړه او دوی په دې جنایتکاره کړنو غواړي روحي او رواني فشار جوړ کړي. موږ د تهدیدونو پر وړاندې منظم پلانونه لرو، نوي پروګرامونه او اقدامات په پام کې لرو."

د کورنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ ویلي وو چې د کابل د پولیسو د ۱۶مې او ۱۷مې حوزې کارکوونکي د زمري په ۲۸مه نېټه په دنده کې د غفلت په خاطر له دندو ګوښه شول.

تېره اوونۍ د سې شنبې په ورځ د زمري په ۲۸مه نېټه د افغانستان د خپلواکۍ بېرته اخیستلو ۱۰۱مه کلیزه وه او په همدې ورځ پر کابل یو شمېر راکټونه ولګېدل.

د خپلواکۍ د لمانځلو مراسم
د خپلواکۍ د لمانځلو مراسم

په کابل کې د شنبې په ورځ څلور د مقناطیسي ماین چاودنې وشوې.

د کورنیو چارو وزارت ویاند وویل چې له دغو چاودنو په یوه کې چې د باغ بالا په سیمه کې وشوه، دوه ملکیان ټپيان شول.

د چارواکو په وینا په درېیو نورو حملو کې یو پولیس ووژل شو او درې نور پولیس ټپیان شول.

د دغو پېښو مسؤلیت هېڅ‌چا نه‌دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده چې د کورنیو چارو پخوانی وزیر ویس برمک وايي چې د کابل د امنیتي ادارو کشفي او اطلاعاتي برخې باید پیاوړې شي.

ویس برمک
ویس برمک

ده پرون ماخوستن ازادي راډيو ته وویل: "اطلاعاتي شبکو، ظرفیتونو او امکاناتو ته باید بیا کتنه وشي. د کابل امنیه قوماندانۍ لرو. ایا د کورنیو چارو وزارت کشفي برخې مالي او اوپراتیفي امکاناتو ته لاسرسی لري که نه؟ چې باید ویې لري. دا هر څه ډېر مهم دي. د کورنیو چارو وزارت او ملي امنیت عمومي ریاست له اوپراتیفي امکاناتو په استفاده کولای شي په کابل ښار کې خپله کشفي او اطلاعاتي شبکه پراخه کړي."

د کابل د ناامنۍ په اړه په داسې حال کې اندېښنې زیاتې شوي چې د ګډو ځواکونو قوماندانۍ له درېیو میاشتو راهیسې د پلازمېنې د امنیت ټينګولو په برخه کې فعالیت پیل کړی دی.

د کورنیو چارو وزارت، دفاع او ملي امنیت عمومي ریاست یو شمېر چارواکي او کارکوونکي په دې قوماندانۍ کې یوځای کار کوي.

په چاودنه کې ټپي شوی کس
په چاودنه کې ټپي شوی کس

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې امنیتي ځواکونو په وروستیو میاشتو کې په کابل کې شااوخوا ۲۰۴ ماینونه کشف کړي او خنثی کړي دي او له دغو ماینونو سره اړوند یو شمېر کسان نیول شوي دي.

  • 16x9 Image

    ملالۍ بشیر

    ملالۍ بشير په پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو په مرکزي دفتر کې د افغان څانګې خبریاله او ادیتوره ده.

XS
SM
MD
LG