د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۱

د خورشید ټلوېزیون د کارکوونکو پر موټر چاودنه کې ۲ تنه وژل شوي


تازه خبر
تازه خبر

د افغانستان کورنیو چارو وزارت وایي، د خورشید ټلوېزیون د کارکوونکو پر موټر چاودنې دوه تنه وژلي او څلور نور یې ټپیان کړي دي.

د دغه وزارت د ویاند مرستیاله مروه امیني وایي، قربانیان ټول د همدې ټلوېزیون کارکوونکي دي چې په هایس ډوله موټر کې کورونو ته روان وو.

چاونه مازدیګر مهال د کابل ښار د کلوله پشتې څلور لارې ته نږدې د مقناطیسي ماین له کبله شوې ده.

طالبانو په دغې پېښه کې لاس لرل رد کړي او تر اوسه د دغې چاودنې مسؤلیت چا یا کومې ډلې په غاړه نه‌دی اخیستی.

تېر کال هم د کابل ښار تایمني سیمه کې د دغه ټلوېزیون د کارکوونکو پر یوه موټر د چسپکي ماین چاودنه کې د یوه لاروي په شمول دوه تنه وژل شوي او ۳ تنه ټپيان شوي وو.

د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د دغې پېښې په غندلو سره ویلي چې په دغې چاودنه کې د خورشید خصوصي ټلوېزیون ۲ تنه خبریالان وژل شوي او ۵ تنه نور ټپيان شوي دي.

XS
SM
MD
LG