د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۷

قریشي: دوحه کې د سولې خبرو کې پرمختګ افغانستان کې اوربند ته لار هوارولی شي


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر وايي، د سولې بین‌الافغاني خبرو کې پرمختګ افغانستان کې تاوتریخوالی کمولی او اوربند ته لار هوارولی شي.

دوحه کې د سولې خبرو له پيله نږدې یوه نیمه میاشت ووته، نه‌یوازې دا چې په خبرو کې د پام وړ پرمختګ نه‌دی شوی، بلکې جګړه هم ورسره توده شوې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اوس د دغې جګړې د سړېدو او درېدو لپاره د دوحې په خبرو کې پرمختګ مهم بللی دی.

شاه محمود قریشي دغه څرګندونې د افغانستان د ملي شورا له یوه پلاوي سره د لیدو پر مهال په اسلام‌اباد کې کړې دي.

د ولسي جرګې د مشر میر رحمان رحماني په مشرۍ دغه پلاوی په درې ورځني سفر پاکستان ته تللی دی.

شاه محمود قریشي پرون شنبه دغې کتنه کې د امریکا او طالبانو تړون تاریخي فرصت یاد کړی دی.

له طالبانو سره د هوکړې لاسلیک
له طالبانو سره د هوکړې لاسلیک

د پاکستاني رسنیو په حواله ښاغلي قریشي خبرداری ورکړی چې یو شمېر مخربې کړۍ افغانستان کې د سولې او ثبات مخه نیسي، خو دا یې په ډاګه کړې نه‌ده چې دا کړۍ کومې دي.

ښاغلي قریشي که څه هم د جګړې د تودېدو عواملو ته اشاره نه‌ده کړې، خو د حکومت او د نظر خاوندانو انګېرنه دا ده چې طالبانو سوله کې د امتیاز اخیستو لپاره جګړه توده کړې.

خلیلزاد: د امتیاز ګټلو لپاره د تاوتریخوالي زیاتوالی خطرناک دی

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم دې موضوع ته وروستیو کې اشاره کړې وه او ویلي یې و، دا باور ډېر خطرناک دی چې د سولې خبرو کې د امتیاز لپاره دې جګړه توده شي.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند محمد نعیم بیا وایي، د دوی جګړې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو عملیاتو ته غبرګون دی او بل کوم هدف نه‌لري.

د طالبانو ویاند محمد نعیم
د طالبانو ویاند محمد نعیم

هغه زیاته کړه: "زموږ عملیات عکس‌العملي حالت لري، اصلآ بمبارونه، چاپې او تهاجمي بریدونه پر موږ زیات شوي دي، موږ یې څو عملي نښې ښودلی شو، په فراه کې چاپې وې، په بغلان کې چاپې وې، هلمند کې موږ څو ورځې جګړه درولې، خو مقابل لوری عملیات کوي، تخار کې چې کومه پېښه وشوه، دوی تهاجمي عملیات کول او بدخشان کې هم دوی د مجاهدینو ساحو باندې بمبار شروع کړی و، موږ دفاعي او عکس‌العملي حالت کې یو."

برعکس بیا د افغانستان دفاع وزارت وایي چې د دوی ځواکونه دفاعي حالت کې دي او طالبان تورنوي چې جګړو ته‌یې زور ورکړی دی.

په افغانستان کې جګړه پر دواړو خواو سربېره ملکیانو ته هم دروند زیان اړوي.

د بشري حقونو ملاتړو بنسټونو په ځلونو له دواړو خواوو غوښتي چې د ملکیانو خوندیتوب ته پام وکړي، خو ولسي وګړي لا هم د جګړې قرباني کېږي او ډېر زیان ورته له خښ شویو ماینونو او هوایي بریدونو اوړي.

XS
SM
MD
LG