د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۴

نږدې ۲۵۰۰ افغان علماوو د قدرت ترلاسه کولو لپاره روانه جګړه حرامه وبلله


غزني کې د وسله والو طالبانو یو انځور- ارشیف
غزني کې د وسله والو طالبانو یو انځور- ارشیف

د افغانستان یو شمېر علما وايي، هېواد کې د قدرت ترلاسه کولو لپاره روانه جګړه حرامه ده.

کابل کې د لویې جرګې تالار کې نږدې دوه نیم زرو راټول شویو علماوو، پر افغان حکومت او طالبانو غږ وکړ چې دواړه لورې باید په اسلامي حکومت او بهرني ځواکونو پر وتلو هوکړه وکړي او له نورو بې ځایه مواردو تېر شي.

نږدې دونیم زره افغان علما راټول شوي ترڅو د افغان سولې بهېر څخه ملاتړ وکړي او جګړې ښکېلو لوریو ته خپل وړاندیزونه وکړي.

دا دیني علما وايي، په افغانستان کې روانه جګړه چې د قدرت ترلاسه کولو په موخه ده، حرامه ده نو باید طالبان او افغان حکومت دې جګړې ته د پای ټکی کېږدي.

د دغه عالمانو له ډلې عبدالقهار عابد وايي، د افغان حکومت او طالبانو مرکچي پلاوي باید پر اسلامي حکومت او له هېواد څخه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو هوکړه او له بې ځایه غوښتنو تېر شي.

هغه زیاته کړه: "ښکاره ده چې جګړې له موږ نه قرباني اخیستي او اخلي یې، نو د چوکي لپاره، د صلیقوي برخورد او یا اجتهادي مسایلو لپاره د افغان وینه تویول حرامه ده، مذاکرې ته چې کله کېناستئ بیا به جګړه نه بلکې خبره او هوکړه کوو."

دې ناسته کې دیني علماوو ټینګار وکړ چې دواړه لوري باید د بین الافغاني خبرو لپاره له چمتو شوي فرصته ګټه واخلي.

د علماوو دا غونډه په داسې حال کې جوړېږي چې دوحه کې د افغانانو خپلمنځي خبرو د پیل لپاره پر لومړنیو خبرو له اونیو بحثونو وروسته لا هم هوکړه نه ده شوي.

د طالبانو او افغان حکومت مرکچي پلاوي ترمنځ د اختلافي موارد څخه یو هم، د طالبانو لخوا د بین الافغاني خبرو اساس د دې ډلې او امریکا ترمنځ لاسلیک شوې هوکړه ده هغه څه چې د افغان حکومت پلاوی یې نه مني.

خو د افغانستان علماوو سرتاسري ناسته کې یو شمېر دیني علماو دا هم وویل چې د افغانانو خپلمنځي خبرو د مخ ته وړو لپاره دې طالبانو او افغان حکومت یو هم باید له امریکا سره پر شویو هوکړه ټینګار ونه کړي.

دیني عالم حبیب الله حسن وايي، افغان علما چمتو دې چې د دواړو لورو ترمنځ د قران او سنت د اصولو پر اساس پریکړه وکړې.

حسن وویل: "نن موږ د خدای د کتاب او د رسول د سنت له ادرسه، د مدارسو له ادرسه،د منبر او جومات له ادرسه دلته غږ پورته کوو چې، دواړو لورې د افغان ملت په وینه تویولو اخته دي، راشئ قران او سنت ته تسلیم شئ، دا جګړه په هېڅ کو تابوت نه تمامېږي."

په همدې حال کې افغان حکومت وايي، روانه جګړه د طالبانو له خوا پیل شوې ده.

د افغانستان د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دوا خان مینه پال ازادي راډیو سره ته وویل افغان حکومت او متحدینو یې په وار وار په طالبانو غږ کړی چې یاده جګړه ودروي.

دواخان مینه پال
دواخان مینه پال

هغه زیاته کړه: "دا ناروا او نامشروع جګړه طالبانو پیل کړې ده، د افغانستان دفاعي امنیتي ځواکونه د خپلو خلکو څخه د دفاع مسوولیت لري،د افغانستان حکومت، نړیوالو شریکانو او اسلامي نړۍ په وار وار پر طالب غږ کړی چې دا ناروا جګړه ودروي."

و مو غوښتل افغانستان کې روانې جګړې مشروعیت په اړه له طالبانو هم نظر واخلو خو بریالي نشوو.

له دې وړاندې د اسلامي نړۍ د علماوو د اتحادیې مشر شیخ احمد الریسوني هم له رسنیو سره مرکې کې ویلي و چې افغانستان کې روانه جګړه حرامه ده.

ښاغلي الریسوني په افغانستان کې له ټولو اړخونو غوښتي و چې یو لاس شي او روانې جګړې ته د پای ټکۍ کیږدي.

XS
SM
MD
LG