د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۰

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ټینګار؛ طالبان دې بشردوستانه اوربند وکړي


قطر کې له طالبانو سره د سولې خبرو پروسه لا وروستۍ شوې نه‌ده.
قطر کې له طالبانو سره د سولې خبرو پروسه لا وروستۍ شوې نه‌ده.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ټینګار کوي چې په قطر کې روانې مذاکرې هغه وخت ښه نتیجه ورکوي چې لومړی وسله‌وال طالبان له جګړو لاس واخلي او بشردوستانه اوربند ته غاړه کېږدي.

د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري پرون په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو د سفارت له شارژدافیر راس وېلسن سره په کتنه هم په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي پر لوړه سطحه بحث وکړ.

دغه وزارت وايي د ښاغلي نادري او وېلسن په کتنه کې وویل شول چې په هېواد کې د تاوتریخوالي لوړه کچه د منلو وړ نه‌ده او د افغانستان د سولې پر مذاکرو اغېز کولای شي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویاندې ناجیې انوري برايي ازادۍ راډیو ته وویل، روان تاوتریخوالي عام افغانان ډېر زیانمن کړي دي.

اغلې انوري زیاته کړه: "د تاوتریخوالي دوام تر ټولو زیات د افغانستان خلک خواشیني کوي او دوی له مشکل سره مخامخ کوي. اوربند او د تاوتریخوالي درېدل د افغانستان د خلکو غوښتنه ده چې تل د اسلامي جمهوریت له‌خوا مطرح شوې او پر انساني اوربند ډېر ټینګار شوی دی. تمه ده چې طالبان د خلکو دغې غوښتنې ته احترام وکړي او دا اوسنۍ جګړه ودرول شي، د دواړو خواوو تمرکز پر مذاکرو او یوې ښې پایلې ته د رسېدو پر خوا وي."

ناجیه انورِي
ناجیه انورِي

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم ازادي راډیو ته ویلي، د دوی حملې د عکس‌العمل بڼه لري او په خبره‌یې په اصل کې د دولتي ځواکونو بمبارۍ، چاپې او تهاجمي بریدونه زیات شوي دي.

بل‌خوا د سولې ولسي حرکت مشر اقبال خیبر ازادي راډیو ته وویل، د سولې پروسه، هغه وخت واقعي بڼه خپلولای شي چې لومړی د جګړې ښکېل لوري جګړه ودروي.

هغه زیاته کړه: "د سولې لومړی ګام دا وي چې جګړه درول کېږي، اوربند کېږي بیا د سولې خبرې کېږي چې له بده مرغه اوس دا دی جګړه نه‌دروي چې تش په نامه د سولې خبرو ته سره ناست دي چې دې ته هېڅ د سولې پروسه نه‌شو ویلی. دا بیا هم یوه توطئه ده او تر سیوري لاندې یې قدرت طلبي ده."

تر دې مخکې ځینو نورو سازمانونو او هېوادونو هم په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر لوړې سطحې انتقاد کړی او له طالبانو یې غوښتنه کړې چې خپلې حملې بندې کړي.

د افغان دولت مرکچي پلاوی
د افغان دولت مرکچي پلاوی

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د سپټمبر له ۱۲مې د طالبانو او د دولت مذاکره کوونکي په خبرو بوخت دي، خو نه‌یوازې ورسره په افغانستان کې روانه جګړه دردېدلې نه‌ده، بلکې د اصلي مذاکرو پر اجنډا او کړنلار لا هم کومه موافقه نه‌ده شوې.

XS
SM
MD
LG