د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۹

حکمتیار: قطر کې باید نوي حکومت ته د واک پر لېږد او اوربند خبرې شوې وای


د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وايي، د قطر په مذاکراتو کې یوازې باید نوي حکومت ته د واک پر لېږد او اوربند خبرې شوې وای.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وايي، چې په دوحه کې روان مذاکرات یوازې د ارګ او طالبانو ترمنځ دي.

ښاغلي حکمتیار د پاکستان له سفر وروسته د یکشنبې په ورځ کابل کې خبریالانو ته وویل، دوی او نور سیاسي ګوندونه چمتو دي چې قطر ته د مذاکراتو جلا پلاوی ولېږي.

هغه زیاته کړه: "موږ او ډېر نور ګوندونه چې د حکومت په پالیسو او سیاستونو اعتراض لري، سوله غواړي او د جګړې مخالف دي، هغوی هم دېته مجبور شوي، چې په خپلواکه توګه له طالبانو سره مذاکرات کړي، موږ دا کار کوو، تمه ده چې دا مذاکرات ګټور ثابت شي او سوله راشي."

ښاغلي حکمتیار زیاته کړه، چې په قطر کې د کابل د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکراتو کې باید دوه موضوعات اوربند او د اوسني حکومت واک لېږد یوه نوي حکومت ته، په اجنډا کې شامل وای، ځکه د ده په وینا طالبان اوسنی حکومت او دا لوری بیا اسلامي امارت نه مني.

ښاغلي حکمتیار ټینګار وکړ، چې امریکا باید له طالبانو او د کابل له حکومت سره په کړیو ژمنو عمل وکړي او له ژمنې سره سم ځواکونه له افغانستان وباسي.

ګلبدین حکمتیار وویل، چې پاکستان ته سفر پرمهال د دغه هېواد لومړی درجه مسوولینو ډاډ ورکړی، چې د سولې له بهیر سره به صادقانه مرسته کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار تېره اونۍ په درې ورځني سفر پاکستان ته تللی و، چې د خپل سفر پرمهال یې د پاکستان له ولسمشر، د دغه هېواد له صدراعظم، بهرنیو چارو وزیر، پارلمان رئیس او یوشمېر نور پاکستاني چارواکو سره وکتل.

حکمتیار د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره د لیدنې پرمهال
حکمتیار د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره د لیدنې پرمهال

ښاغلي حکمتیار په پاکستان کې رسنیو سره خبرو کې ویلي، د افغانستان اوسنی حکومت د سولې مخالف دی او پر ځای یې باید یو بل حکومت راشي چې خپلواک وي او د هغه په خبره د چا له‌خوا تپل شوی او لاسپوڅی نه ‌وي.

د ګلبدین حکمتیار دغو څرګندونو په افغانستان کې د بېلابېلو اقشارو پراخ غبرګونونه را وپارول او هغه یې وغندلې.

خو د جمهورئیس محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي تازه په خپل ټوېتر لیکلي، حکومت سیاسي ازادیو ته ژمن دی، دغه ښاغلی ( حکمتیار) په تېرو څلورو لسیزو کې د قدرت پر سره نظامونو سره د مخالفت او یادو څرګندونو پرته افغانانو ته پیغام نه درلود او خلک د دا ډول څرګندونو په وړاندې بې تفاوت دي.

افغان حکومت له دې وړاندې هم د لنډمهاله حکومت د رامنځته کېدو په اړه هر ډول څرګندونې رد کړې وې.

په همدې حال کې د افغانستان دسولې او نجات شورا رئیس قاضي ګلرحمن وايي، چې افغانان باید په مذاکرات کې له حاشیوی خبرو تېر او په سوله تمرکز وکړي.

هغه زیاتوي: "افغانانو ډېر فرصتونه له لاس ورکړي، باید دا فرصت له لاسه ورنه کړي، ټول په یوه خوله او یو غږ د سولې د بریالیتوب لپاره کار وکړي، له بهانو تېر شي."

په دوحه کې د افغان دولت او طالبانو د مذاکره کوونکو پلاویو د تماس ډله له تېرو شاه خوا۴۰ ورځو راهیسې بین الافغاني مذاکراتو ته د چمتوالي لپاره په خبرو بوخته ده، خو لا هم په خبرو کې پرمختګ نه تر سترګو کېږي.

XS
SM
MD
LG