د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۸

پاکستان کې د ګلبدین حکمتیار وروستیو څرګندونو غبرګونونه راوپارول


د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په پاکستان کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په پاکستان کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال

په پاکستان کې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وروستیو څرګندونو غبرګونونه راپورته کړي.

حکمتیار په پاکستان کې رسنیو سره خبرو کې ویلي، د افغانستان اوسنی حکومت د سولې مخالف دی او پر ځای یې باید یو بل حکومت راشي چې خپلواک وي او د هغه په خبره د چا له‌خوا تپل شوی او لاس‌پوڅی نه‌وي.

ښاغلي حکمتیار زیاته کړې: "د مذاکراتو اصلي مسله باید همدا وي چې د دې حکومت پر ځای یو بل حکومت چې افغانانو ته د منلو وي، مستقل وي، لاس‌پوڅي نه وي او بهرنیانو تپلی نه وي، داسې حکومت رامنځ‌ته شي. "

د حزب اسلامي مخکښ غړي او ویاندویان د حکمتیار د خبرو په اړه چپ دي، خو پلویان‌یې په یوه ډول ننګه کوي.

د افغانستان حکومت چې ګلبدین حکمتیار یې پر ځای د یوه بل نظام د راتلو غوښتنه کړې، رسماً په دې اړه څه نه‌دي ویلي، خو یو شمېر لوړ پوړوچارواکو او ان د جمهوري ریاست ویاندویانو په خپلو ټویټرپاڼو د حکمتیار دا نظر غندلی.

په ستراتېژیکو او عامه اړیکو کې د جمهور رئیس غني سلاکار وحید عمر ګلبدین حکمتیار ته په ځواب کې لیکلي "له اسلام‌اباد څخه د حکمتیار غږ د تاریخ د تکرار او د نظام پرځولو یو بې‌پایلې غږ دی. د دې تکراري خیانت په ځواب کې په یو صف کې راټول او پر ضد یې غږ پورته کوو."

په ورته وخت کې یو شمېر شنونکي پر حکمتیار د نیوکې په توګه وايي، که اوسنی نظام خپلواک نه‌وي، ولې ورسره حزب اسلامي د سولې هوکړه لاسلیک کړه.

له دوی یو شېرالله جبارخېل ازادي راډیو ته وویل، په یوه داسې هېواد کې چې افغانان‌یې پر ځان د جګړې تحمیلوونکی بولي، د دا ډول خبرو کول د پوښتنې وړ دي.

ښاغلی جبارخېل زیاتوي: "دی رښتیا هم د نورو له‌خوا تحریک کېږي، د نورو له‌خوا تمویلېږي، د نورو له‌خوا ورته ویل کېږي. دا د ده خبرې نه، بلکې د «ای‌اېس‌ای» (د پاکستان د استخباراتو اداره) خبرې دي. اصلاً پاکستان ته د ده سفر د افغانانو لپاره د پوښتنې وړ دی."

د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره د ګلبدین حکمتیار لیدنه
د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره د ګلبدین حکمتیار لیدنه

خو پر ټولنیزو رسنیو د ګلبدین حکمتیار یو شمېر پلویان بیا د هغه څرګندونې د بیان ازادي او په یوه ولسواکه ټولنه کې د یوه فرد نظر بولي.

ازادي راډیو هڅه وکړه چې د حزب اسلامي له ویاندویانو او همدا ډول مخکښو غړو سره اړیکه ونیسي، خو یو شمېر خبرو ته حاضر نه‌شول او ځینو یې بیا اړیکې ځواب نه‌کړې.

ګلبدین حکمتیار داسې مهال د اوسني حکومت پر ځای د یوه بل نظام د راتلو خبره کوي چې له دې وړاندې یې هم د موقت حکومت د راتلو په اړه دریځ نیولی و، خو د جمهوري ریاست ځواب ورته دا و چې افغانانو په نورو بڼو حکومتونو ته د رد ځواب ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG