د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۳

حکمتیار: تر اوسه د سولې په اړه د تصمیم نیونې ځواکمنه مرجع نشته


ګلبدین حکمتیار
ګلبدین حکمتیار

د افغانستان د اسلامي حزب مشر وايي، د سولې په تړاو تر اوسه یوه تصمیم نیونکې مرجع هم نه شته.

د افغانستان د حزب اسلامی مشر ګلبدین حکمتیار وایي، حکومت باید د شخصیتونو، قومونو او بېلابېلو سیاسي ډلو په ګډون یوه سیاسي اجماع جوړه او د سولې په اړه دې وروستی تصمیم ونیسي.

ښاغلي حکمتیار له افغانستانه د پخواني شوروي د ځواکونو د وتلو د ورځې په مناسبت په جوړې ناسته کې، د سولې په تړاو د تصمیم نیونې د یوې ځواکمنې مرجع په جوړولو ټینګار وکړ.

هغه زیاته کړه: "نن اصلاً یوه مرجع نه ده موجوده چې وکړای شي، د سولې په اړه وروستی تصمیم ونیسي، اساسي مسئله داده چې، د سولې په تړاو یوه صلاحیت لرونکې وروستۍ مرجع دې رامنځته شي چې د ټولو اړخونو استازیتوب وکړي."

ده ټینګار وکړ چې دولت باید د دولت جوړوونکي، ثبات اوهمپالنې او د سولې او اسلامی عدالت د ټاکنیزو ټیمونو او د مخکیني ولسمشر حامد کرزي د ملاتړو افرادو په ګډون یوه سیاسي اجماع رامنځته کړي.

حکمتیار په دې باور دی چې دغه څلور اړخونه کولی شي، په ګډه یوه سیاسي اجماع تمثیل کړي او د سولې اړوند وروستی تصمیم ونیسي.

د حزب اسلامي مشر د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو د بهیر ملاتړ هم وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې وروستیو کې ویلي چې، دروانې میاشتې تر پایه پورې له طالبانو سره سولې ته د لاسرسي هیله بخښونکې نښې لیدل کېږي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

په ورته وخت کې د افغانستان د نوې متحدې ملي جبهې رئیس د مذاکره کوونکو اړخونو په تېره له افغان حکومت او طالبانو وغوښتل چې د سولې په خبرو کې نرمښت وښيي.

انورالحق احدي هم د سولې په خبرو کې د سیاسیونو نقش وغوښت.

د افغانستان د نوې متحدې ملي جبهې رئیس انوارالحق احدي
د افغانستان د نوې متحدې ملي جبهې رئیس انوارالحق احدي

هغه زیاته کړه: "په افغانستان کې مطرح سیاستوال نه له حکومت سره دي او نه له طالبانو سره، دلته یوازې د سولې موضوع نه ده بلکه د نظام موضوع هم مطرح ده، د نظام په اړه خبرو کې هم خلک حق لري چې برخه په کې ولري، ډاکترمحمد اشرف غني ته مې وړاندیز دادی چې د حکومتې افرادو ترڅنګ سیاسیونو ته هم حق ورکړل شي چې په دغو خبرو کې ګډون وکړي."

د ګلبدین حکمتیار او انورالحق احدي د څرګندونو په اړه ونه توانېدو چې پر وړاندې یې د ولسمشرۍ ماڼۍ نظر ولروو.

بلخوا په عامه اړیکو او سټراټیژیکو برخو کې د ولسمشر سلاکار وحید عمر په دې وروستیو کې هیله ښودلې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې ژر یوې نتیجې ته ورسېږي چې وروسته یې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مستقیم مذاکرات وشي.

XS
SM
MD
LG