د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۷

حکمتیار: د سولې خبرې باید د ټولو ښکېلو جنګي ډلو ترمنځ وي


د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار
د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار

د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار وايي، د سولې په خبرو کې له بن بست څخه د وتو لپاره باید هغه ډلې دې خبرو کې ونډه واخلي چې په وروستیو څلور لسیزو کې یې په جګړه کې ونډه درلوده.

ګلبدین حکمتیار د یکشنبې په ورځ په کابل کې د سولې اړوند یوې غونډې ته وویل، که د طالبانو ډله حاضره نه وي چې له افغان حکومت سره خبرې وکړي، کېدای شي دا ډله پر حق وي.

د حکمتیار له قوله، طالبان فکر کوي چې جګړه پر دوی تپل شوې ده.

حکمتیار د سولې خبرو د بیا ژر پیلېدو لپاره وړاندیز کوي چې دا مذکرات باید د ټولو هغو ډلو ترمنځ وي چې د افغانستان په وروستیو څلور لسیزو کې جګړو کې سره ښکېل وو.

د هغه په باور، اوسنی او پخوانی حکومت، وسله‌وال طالبان، د حزب اسلامي په څېر نور ګوندونه او ډلې چې په وروستیو لسیزو کې جګړو ښکېل و، په دې لوریو کې راځي.

هغه زیاتوي: "د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره یوه معقوله لار کېدای شي دا وي چې لومړی باید مذاکرات د هغو ترمنځ پیل شي چې له یوه او بل سره یې جګړه کړې، دا یو واقعیت دی، هغه کسان چې په دې څلور لسیزو کې په جګړه کې ښکېل وو، کولای شي چې دې خبرو ته پراختیا ورکړي. "

حکمتیار زیاتوي، د طالبانو لپاره لومړی همدا بسنه کوي چې لومړی پلا له امریکا سره خبرې وکړي.

هڅه مو وکړه چې د حکمتیار د څرګندونو په اړه د افغان حکومت نظر واخلوو، خو بریالي نه شوو، مګر له دې وړاندې په سټراټیژیکو اړیکو کې د ولسمشر سلاکار وحید عمر ویلي و، که د سولې خبرې د افغان حکومت په مشرۍ نه وي، بریالۍ به نه شي.

وحید عمر
وحید عمر

هغه زیاته کړې وه، حکومت د سولې خبرو په اړه په تدبیر ګامونه اخلي، خو له دې بهیر سره د سولې پرته معامله وشي، افغانستان به بحران ته ولاړ شي.

افغان حکومت د بین الافغاني خبرو د تعریف په اړه وايي، له دې موخه دا ده چې طالبان باید د افغانستان له خلکو او حکومت سره خبرې وکړي.

ولسمشرۍ ماڼۍ له دې وړاندې ویلي چې د انس حقاني په ګډون د حقاني شبکې د درې غړیو خوشې کول د دې خبرو د پیل لپاره د افغان حکومت له هڅو دي.

د افغانستان حکومت له دې وړاندې ویلي، سولې ته د رسېدو یوازینۍ لار د افغان حکومت او وسله‌والو طالبانو ترمنځ مخامخ مذاکرات دي.

په وروستیو کې د افغانستان او د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشرانو ترمنځ په ټیلیفوني خبرو کې اوربند د بین الافغاني خبرو لپاره د شرط په توګه یاد شوی دی.

خو طالبانو لا دې ته چمتو شوي نه دي چې د افغانستان له حکومت سره د سولې خبرې پیل کړي.

د دې ډلې له قوله، له افغان حکومت سره تر خبرو وړاندې باید دوی له امریکا سره هوکړې ته ورسېږي.

بل لورته بیا د سولې اړوند دې غونډه کې چې د افغانستان د سولې او ژغورنې شورا له‌خوا جوړه شوې وه، ولسمشرۍ ته نوماند احمد ولي مسعود وویل، سولې ته د رسېدو لپاره باید سیاسي مشران سره یوه خوله شي.

هغه وړاندې وویل: "سوله باید لومړی له ځان پیل کړو، خپل ذهنیت د سولې جوړ کړو، هغه نقشه چې تېرو شل کلونو کې مو پرې کار وکړ، پایله یې ور نه کړه، جګړه یې زیاته کړه، اوس باید پر یوې نوې نقشې کار وکړو."

ولسمشرۍ ته نوماند احمد ولي مسعود
ولسمشرۍ ته نوماند احمد ولي مسعود

ښاغلی مسعود زیاتوي، سولې ته د رسېدو لپاره باید د ملي یووالي حکومت جوړ شي، څو وکولای شي چې په دې اړه کورنۍ اجماع راولي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر افغانستان ته د خپل سفر پر مهال په بګرام هوايي ډګر کې خپلو سرتېرو ته په وینا کې وویل، د دوی او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې بیا پیل شوي دي.

XS
SM
MD
LG