د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۴ لړم ۱۳۹۹ کابل ۰۳:۰۹

حکمتیار: په ۱۹۹۴ کې مې نګورنو قره باغ سیمې ته افغان جنګیالي لېږلي وو


ګلبدین حکمتیار

د نګورنو قره باغ پر سر د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ کړکېچ یو ځل بیا د نړیوالو رسنیو په سرټکیو بدل شوی.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار کلونه وړاندې دغلته د خپلو وسله والو د استولو په اړه تازه څرګندونې کړي دي.

ښاغلي حکمیتار د کابل په یو جومات کې د وینا پر مهال وویل په ۱۹۹۴ میلادي کال کې یې هغه مهال چې د ده په وینا اذري چارواکو ترې مرسته وغوښته چې په ایران کې یې یو شمېر افغان کډوال د اذربایجان په پلوۍ او د ارمنیانو پر ضد جګړې ته واستول.

نوموړې وویل د دې ځواکونو په استولو اذربایجان د ارمنستان پر وړاندې يو ښه وضیعت خپل کړ.

هغه زیاته کړه: "یو شمېر مجاهدین ولاړل او الحمدالله ښه ډېره بریا یې په برخه شوله، په لومړیو ورځو کې یې هغوی ډېر په شا وتنبول او د نګورنو قره باغ ډېرې سیمې یې له ارمنیانو څخه ونیولې، دا مخکې تګ تر هغې دوام وکړ څو چې خپله د ازربایجان مسئولین راغلل او ویې ویل چې اوس نو موږ له دوی سره مذاکراتو ته ځو، بیا مذاکرات وشول او په یو اوربند توافق وشو. "

خو دې جګړې ته کلونه وړاندې استول شوي افغان جنګیالي بیا د دې جګړې څخه خپل روایتونه لري.

۴۸ کلن محمد یونس چې اوس کابل کې اوسي او اذربایجان د تلو په اړه وايي: " اذربایجان ته زما د تګ اصلي هدف جهاد و او ورسره د پېسو ترلاسه کول، که اوس هم زمینه راته مساعده شي ځم او په اذربایجان کې د غیر مسلمانو پر وړاندې جنګېږم او د اذربایجان له مسلمانو دفاع کوم."

محمد یونس په ۱۹۹۴ کې د حزب اسلامي له خوا له نورو جنګیالیو سره اذربایجان ته واستول شو او هلته یې پوره شپږ میاشتې له ارمنیانو سره جګړه وکړه.

ارمني سرتېری د جګړې پرمهال
ارمني سرتېری د جګړې پرمهال

هغه وايي، هغه مهال له پاکستان څخه ایران ته ولاړ او له هغه ځای په یوې ځانګړې الوتکه کې د ۳۰۰ کسانو سره له زهدان څخه باکو ته واستول شو.

نوموړي وايي، له ارمنیانو سره په جګړه کې یو شمېر افغانان ووژل شول او یو شمېر ارمنیان د دوی لخوا اسیر شول.

هغه زیاتوي: "یو هلک د بشیر په نوم چې د نجراب و، کله چې ارمنيان له ټانګونو سره راغلل او په موږ یې فیرونه پیل کړه، زموږ راکټچیانو هڅه کوله چې هدف وولي، په همدې وخت کې د هغو راکټچیانو زموږ کس بشیر په نښه کړ، خو موږ شاته تګ ونه کړ او پر وړاندې مو جګړې ته دوام ورکړ، اته کسان مو ورته ونیول تر څو له خپلو افغانانو سره یې پرې تبادله کړو."

یونس په دې جګړه کې د حزب اسلامي د یوې وړې ډلګۍ مشري په غاړه درلوده.

هغه وايي، کله چې اذربایجان ته تلل ۲۵۰ ډالره ورسره و خو له شپږ میاشتې جګړې وروسته چې کله افغانستان ته راغی ۱۷۰۰ ډالره یې درلودل..

د اسلامي حزب یو غړی همایون جریر له ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي هغه مهال ګلبدین حکمتیار د افغانستان صدراعظم و، او د حزب د جنګیالیو د لېږلو اغېز و چې ارمنستان اوربند ته غاړه کېښوده.

د نوموړې په خبره، په هغه جګړه کې د حزب له ۵۰ څخه تر ۷۰ کسان ووژل شول او نور ټول بېرته افغانستان ته راستانه شول.

ښاغلی جریر همداشان زیاتوي چې له تللي جنګیالیو ځیني هلته پاتې شوی او ان تر دې چې په همغه ځای کې یې ودونه هم وکړل.

هغه وايي، حزب شاوخوا ۵۰۰۰ جنګیالي د اذربایجان په ننګه دغه هېواد ته د ارمنستان سره د جګړې لپاره واستول اواذربایجان د دې لپاره د حزب څخه د مرستې غوښتنه کوله چې د روسانو په وخت د اذربایجان دفاع وزیر په افغانستان کې و او د حزب د جنګیالیو جګړه یې له نږدې لیدلی و.

له دې ټولو سره سره په تازه اقدام کې د ارمنستان د پارلمان رئيس ارارات میرزویان پرون د ډله ییز امنیت د تړون له سازمانه د افغانستان د ایستلو غوښتنه کړې.

په دې سازمان کې تاجیکستان، روسیه، قزاقستان، قرقیزستان، بیلاروس، ازبکستان او ارمنستان غړیتوب لري او افغانستان په کې د ناظر رول لري.

دا غوښتنه وروسته له دې وشوه چې د افغانستان دولت د نګورنو- قره‌باغ په لانجه کې د اذربایجان ملاتړ وکړ.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د میزان په اوومه په نګورنو- قره‌باغ کې پر جګړې اندېښنه څرګنده کړه او د دې سیمې د غصب د پای ته رسېدا غوښتنه‌یې وکړه.

د ارمنستان د پارلمان ملي جرګې د ډله‌ییز امنیتي تړون له سازمانه رسماً غوښتنه کړې چې د اذربایجان د ملاتړ د څرګندولو په خاطر دې افغانستان له دې تړونه وایستل شي.

اونۍ وړاندې یو ځل بیا د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ په ننګورنو قره باغ کې نښتې پیل شوې چې تر اوسه دوام لري.

یو شمېر هېوادونو او د اروپايي ټولنې په شمول ځینو نړیوالو سازمانونو سمدستي د دې جګړې د پای ته رسیدو غوښتنه کړې.

XS
SM
MD
LG