د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ تله ۱۳۹۹ کابل ۰۱:۰۷

نړۍ

ارمنستان: د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان له لارې خبرو ته حاضر یو

ارشیف، د ارمنستان بیرغ

ارمنستان وایي، دې ته لېواله دی چې د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان له لارې د سولې خبرو ته حاضر شي.

دا په داسې حال کې ده چې د نړۍ مشرانو د نګورنو قره‌باغ لانجمنې سیمې پر سر د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ د پیل شوې جګړې د ژر تر ژره درېدو غوښتنه کړې ده.

د ارمنستان د بهرنیو چارو وزارت نن ویلي، دوی د فرانسې، روسیې او متحده ایالاتو له هغې غوښتنې هرکلی کوي چې د شخړې د درېدو غوښتنه په‌کې شوې.

د اذربایجان د ولسمشر یوه سلاکار حکمت حسییف خبریالانو ته ویلي، که ارمنستان د وضعیت ښه کول غواړي، باید د دوی په ټکو د نګورنو قره‌باغ (اشغال) پای ته ورسوي.

دغلته له تېرې یکشنبې راهیسې جګړې دواړو لورو ته د ملکیانو په ګډون له ۱۰۰ زیات کسان وژلي دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

بلجیم، هالنډ او جرمني غواړي د ښځو د فوټبال نړیوال جام کوربه‌توب وکړي

۲۰۱۹ کال کې د امریکا د ښځینه‌وو فوټبال ملي لوبډله د نړیوال جام ګټونکې شوه.

بلجیم، هالنډ او جرمني په ۲۰۲۷ کال کې د ښځو د فوټبال د نړیوال جام لوبو لپاره د کوربه‌توب ګډې هڅې پیل کړې دي.

دغو هېوادونو نن وویل چې دا پروګرام د (درې ملته یو ګول) په نوم مخته وړي.

د فوټبال نړیوال فدراسیون تر اوسه په دې اړه د وړاندیزونو د منلو لپاره یو ضرب‌الاجل نه‌دی اعلان کړی.

استرالیا او نیوزیلنډ په ۲۰۲۳ کال کې په ګډه د ښځو د فوټبال نړیوال جام لوبو کوربه‌توب کوي.

اروپایي هېوادونو د کرونا ویروس نویو پېښو کې ۴۴ سلنه زیاتوالى راغلى

ارشيف

په اروپا کې د کرونا ویروس له کبله د مړو شویو شمېره تر ۲۵۰ زرو واوښت.

دا خبر نن داسې مهال خپور شوی چې اروپایي هېوادونه د کرونا ویروس د تازه پېښو د خورېدو د مخنیوي لپاره مبارزې ته دوام ورکوي.

اروپایي هېوادونو په تېرو اوو ورځو کې د کرونا ویروس د نویو پېښو د ۴۴ سلنې ډېروالی ثبت کړی دی.

همدا د دې سبب شوی چې یو شمېر هېوادونه نوي محدودیتونه ولګوي.

شمالي او جنوبي امریکا هم د کرونا ویروس د مخنیوي مبارزې ته دوام ورکوي.

په امریکا متحده ایالاتو کې د اکتوبر پر ۱۷ څه باندې ۵۲ زره کسان تازه په دې ناروغۍ اخته شوي دي.

په ټوله نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېره تر څلویښت میلیونه اوښتې ده.

الکسي ناوالني: کريملين مې روسیې ته د بېرته ستنېدو مخنیوی کوي

الکسي ناوالني

روسیې د رژیم سیاسي مخالف الکسي ناوالني وایي، کریملین تر خپله وسه هڅه کوي چې روسیې ته د هغه د بېرته ستنېدو مخه ونیسي.

ناوالني له سي.بي.ایس امریکایي رسنۍ سره مرکه کې چې پرون خپره شوه ویلي، دی لا هم پلان لري چې راتلونکو څو میاشتو کې بېرته روسیې ته ولاړ شي او خپل کار پیل کړي.

نوموړي دا مرکه د جرمني په پلازمېنه برلین کې کړې ده، چېرته چې نوموړی له اګست میاشتې راهیسې د مسمومېدو له کبله تر درملنې لاندې دی.

ناوالني چې له دوه دېرش ورځو بسترېدو وروسته د سپټمبر په ۲۲مه له روغتونه رخصت شوی ویلي، د هرې ورځې په تېریدو د پیاوړتیا احساس کوي.

نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته خلکو شمېر له ۴۰ میلیونو واوښت

ارشیف

په نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته خلکو شمېر له څلوېښتو میلیونو واوښت.

له دې ډلې نږدې یو میلیون او یو سل او دولس زره کسان مړه شوي دي.

یو شمېر اروپايي هېوادونو یو وار بیا د کویډ۱۹ په مثبتو پېښو کې له جدي زیاتوالي اندېښنه ښودلې.

بریټانیا ویلي چې ۱۷ زره نوې پېښې یې ثبت کړې دي.

اخوا سلواکیا چې تر نورو اروپايي هېوادونو په کې کم خلک په کرونا اخته شوي و داسې پلان لري چې خپل ټول وګړي د کرونا په وړاندې معاینه کړي.

د سلواکیا صدراعظم ایګور ماتوویچ په دې اړه وویل: "دا معاینه داسې یوه طریقه ده چې له لارې یې کولای شو د عفونت لارې یا بندې کړو یا یې منحرفې کړو، که دا کار وکړای شو نه یواځې د اروپا بلکې د ټولې نړۍ لپاره به یوه الګو و اوسو."

په چک جمهوریت کې هم چې اوس تر نورو اروپايي هېوادونو په ورځنۍ کچه زیاتې مثبتې پېښې پکې ثبتېږي دوه اوونۍ نور هم لګېدلي محدودیتونه جاري ساتي.

په دغه هېواد کې تېر دوه اوونۍ د مثبتو پېښو شمېر د نورو اروپايي هېوادونو لس چنده زیات بلل شوی.

فرانسه کې د وژل شوي ښوونکي په یاد غونډې شوي

دوژل شوي ښوونکي خواخوږو د پاریس په جمهوریت میدان کې د ګلو ګېډۍ کېښودې او په بنرونو یې د فکري افراطیت پر ضد لیکلي و.

فرانسې په پلازمېنه پاریس کې پرون زرګونه کسان د هغه ښوونکي د درنښت لپاره ټول شوي و چې دری ورځې مخکې د یوه چیچن ځوان له خوا د چړو په ضربه ووژل شو او سر یې غوڅ شو.

۴۷ کلن سامویل پاتي د بیان د ازادۍ په اړه په یوه درسي بحث کې د اسلام د پیغمر حضرت محمد یو کاریکاتور خپلو زده کوونکو ته ورښودلی و.

دوژل شوي ښوونکي خواخوږو د پاریس په جمهوریت میدان کې د ګلو ګېډۍ کېښودې او په بنرونو یې د فکري افراطیت پر ضد لیکلي و.

په ځينو نورو ښارونو له هغې ډلې لیون، تولوس، ستراسبورګ او مارسي کې هم د وژل شوي ښوونکي د درنښت په پار غونډې وشوې.

سامویل پاتي د اکتوبر په شپاړسمه د عبدالله په نوم د یوه چیچنايي ځوان په لاس چې مخکې په مسکو کې اوسېده او پاریس ته کډوال شوی و د چړو په ضربه ووژل شو او سر یې غوڅ شو.

عبدالله د معلم تر وژلو لنډه موده وروسته د پولیسو له لوري ووژل شول.

ایران سره د وسلو کاروبار په اړه بنسټونو او اشخاصو ته د امریکا خبرداری

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو

امریکا متحده ایالتونو ګواښ کړی په هر هغه کس یا بنسټ به بندیز ولګوي چې له ایران سره د وسلو کاروبار کوي.

امریکا دا ګواښ څو ساعته وروسته له هغه وکړ چې تهران ادعا وکړه د ملګرو ملتونو له خوا ورباندې لګېدلی د وسلو بندیز پای ته ورسېد.

له ایران سره د نړۍ د اټومي قدرتونو د ۲۰۱۵ کال د تړون په اساس د ۲۰۲۰ کال د اکتوبر اتلسمه په ایران د وسلو د بندیزونو د پای ته رسولو نېټه ټاکل شوې وه په دې شرط چې ایران په خپلو ژمنو ولاړ وي.

امریکا په ۲۰۱۸ کال کې له ایران سره له اټومي تړون ووتله او سخت بندیزونه یې پرې ولګول.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو پرون په یوه اعلامیه کې ویلي چې امریکا چمتو ده د خپلو ادارو په مټ په هر هغه کس یا بنسټ چې په ایران باندې د متعارفه وسلو په پلور، پېر، انتقال او اکمال کې ښکېل وي بندیز ولګوي.

ملګرو ملتونو سازمان په ایران باندې د ټانکونو، جنګي الوتکو او درنو توغندیو په څېر د متعارفو وسلو بندیز لګولی و.

د هندوستان د کرکټ غوره لیګ سیالي؛ نن دوه لوبې ترسره کېږي 

د سنرایزر حیدر اباد لوبډله

تمه ده چې نن د هندوستان د کرکټ غوره لیګ یا ای پي ایل سیالیو په لړ کې نن دوه سیالۍ ترسره شي.

سنرایزر حیدر اباد له کلکته نایټ رایډرز او ممبۍ انډینز له ګنکز ایلیون پنجاب لوبډلې سره مخامخ دي.

د دې سیالیو د تېرې ورځې په لوبو کې بیا ډیلي او بنګلور لوبډلو بریاوې خپلې کړې.

ډیلې چنای سوپر کینګز او رایل چلنجرز بنګلور راجستان رایلز لوبډلې ته ماتې ورکړه.

اوسمهال ممبي لوبدله د دې سیالیو د نومرو د جدول په سر کې ځای لري.

پاکستان کې د ځمکې ښویېدنې په پېښه کې ۱۰ کسان مړه شوي دي

ارشیف

د پاکستان په شمالي سیمه ګلګت بلتستان کې د ځمکې ښویېدنې په پېښه کې یو موټر تر خټو او خاورو لاندې شوی او لږ تر لږه ۱۰ کسان مړه شوي دي.

په دغه میني بس موټر کې ۱۵ کسان نن له راولپنډۍ څخه سکادو سیمې ته روان و، چې د اسلام اباد د شمال په ۲۴۰ کیلومترۍ کې پرته ده.

د پولیسو یوه چارواکي وکیل خان وویل، د ژغورونکو کارکوونکي او محلي رضاکاران د ژوندي پاتې شویو کسانو د موندلو لپاره د خاورو او خټو په لیرې کولو بوخت دي.

په ملبورن کې د کرونا ویروس خپرېدو له امله لګول شوي محدویتونه راکمېږي

په ملبورن کې د کرونا ویروس د مهارولو لپاره ۱۰۰ ورځنی محدودیت لګول شوی و.

د اسټرالیا په دویم لوی ښار ملبورن کې چارواکو نن د محدودیتونو د کمولو اعلان وروسته تر دې وکړ، چې د کرونا ویروس مثبتې پېښې په کې په کمېدو شوې.

په ملبورن کې د کرونا ویروس د مهارولو لپاره ۱۰۰ ورځنی محدودیت لګول شوی و، خو اوس خلک کولای شي د مجازو فعالیتونو لپاره دوه ساعته دباندې تېر کړي.

چارواکو هغو کسانو ته له نورو د جسمي فاصلې سپارښتنه کړې، چې له خپلو کورونو ۲۵ کیلومتره لیرې فعالیتونه کوي.

په ټوله نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر شپږدېرش میلیونو ته نږدې شوی او په دې ویروس تر یو ملیون او یو لکو ډېر کسان مړه شوي دي.

ارمنستان او اذربایجان یو او بل د تازه اوربنده په سرغړونه تورن کړل

د اذرباییجان دفاع وزارت د ارمنستان ځواکونه تورن کړي، د تماس پر هغه کرښه چې دواړه سیال لوري سره جلا کوي، د هاوان ډزې کړې دي. 

ارمنستان او اذربایجان یو او بل په لانجمنه سیمه نګورنو قره باغ کې د جګړو د درېدو په هدف له لګول شوي تازه اوربنده په سرغړونه تورن کړ.

د بشري چارو په خاطر دغه اوربند له تېرې شپې راهیسې نافذ شوی و.

د ارمنستان دفاع وزارت یوې ویاندې وویل، چې نن سهار وختي د دوی «د دښمن له اړخه» د توغندیو او توپونو ډزې شوې دي.

بلخوا د اذربایجان دفاع وزارت د ارمنستان ځواکونه تورن کړي، د تماس پر هغه کرښه چې دواړه سیال لوري سره جلا کوي، د هاوان ډزې کړې دي.

دا تورونه په داسې حال کې پورې کېږي، چې تر دې څو ساعته مخکې ارمنستان او اذربایجان ویلي وو، چې دوی پر یوه نوي اوربند موافقه کړې ده.

د اوربند په مخکینۍ موافقه کې، چې تطبیق نه شوه، د اوربند موده ۷۲ ساعته ټاکل شوې وه.

د نوګورنو قره باغ جګړه نږدې درې اوونۍ مخکې د سپټمبر پر ۲۷ مه پیل شوه او تر اوسه په کې سلګونه تنه پوځیان او لسګونه ملکیان وژل شوي دي.

'ملګرو ملتونو پر ایران د متعارفو وسلو د پلورلو بندیز پای ته ورساوه'

د ایران بیرغ

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي، ملګرو ملتونو نن د اکټوبر په ۱۸مه د ایران او نړیوالو قدرتونو ترمنځ د ۲۰۱۵ کال د اټمي موافقې پر اساس پر دغه هېواد د متعارفو وسلو د پلورلو بندیز پای ته ورساوه.

دا وزارت وايي چې پر ایران د بندیز پای ته رسېدا په یوه اعلامیه کې اعلان شوې او ورسره اسلامي جمهوریت ته او یا ورڅخه د وسلو پر انتقال، ورسره تړلو فعالیتونو او مالي خدماتو باندې بندیزونه پای ته رسېدلي دي.

په تیوري کې ایران کولای شي چې د ټانکونو، جنګي الوتکو او لویو توپونو په شان متعارفې وسلې رانیسي یا وپلوري.

امریکا پر ایران د وسله‌وال بندیز د پای ته رسېدو مخالفت کړی او ویلي یې دي چې ایران نړیوال امنیت ته ګواښ پېښوي.

ارمنستان او اذربایجان د بشري چارو په خاطر موقت اوربند کړی

اذربایجان او ارمنستان د اوربند مودې په اړه څه نه‌دي ویلي.

د ارمنستان او اذربایجان د بهرنیو چارو وزارتونو هم‌مهاله اعلان وکړ چې د تېرې شپې له ۱۲ بجو څخه‌یې د بشري چارو په خاطر موقت اوربند کړی دی.

د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو په ورته اعلامیو کې د مېنسک ډلې د مشرانو د اکټوبر د لومړۍ او ۱۵مې نېټو ګډو اعلامیو او د اکټوبر په ۱۰مه د اوربند لپاره د دوو هېوادونو مخکېنۍ موافقې ته اشاره کړې، ویلي یې دي چې دا اوربند به د بشري مرستو لپاره وي.

نه اذربایجان او نه ارمنستان د اوربند د مودې په اړه څه ویلي، خو په مخکېنۍ موافقه کې چې تطبیق نه‌شوه، د اوربند موده ۷۲ ساعته ټاکل شوې وه.

د نګورنو قره‌باغ جګړه نږدې درې اوونۍ (د سپټمبر ۲۷مه) مخکې پیل شوه او تر اوسه په‌کې سلګونه تنه پوځیان او لسګونه ملکیان وژل شوي دي.

چک کې پولیسو ۲۰ تنه په فوټبال کې د لاسوهنې او فساد په تور نیولي

د چک پولیس

د چک جمهوریت پولیسو ۲۰ تنه په فوټبال کې د لاسوهنې او فساد په تور نیولي دي.

پولیسو پرون پلازمېنه پراګ کې د فوټبال ملي فدراسیون په مرکز کې دغه کسان ونیول.

دې حرکت ته د پلان شویو جرمونو په وړاندې د مبارزې نوم ورکړل شوی دی.

دغه تورونه د چک د فوټبال غوره لیګ په اړه نه، بلکې نورو ټیټ پوړو لیګونو په اړه دي.

په تورنو کسانو کې د فوټبال فدراسیون مرستیال رومان ببر هم شامل دی، نوموړی دغه هېواد کې د کمونېستي رژیم پر مهال د مخفي پولیسو غړی و.

څارنوالانو تر اوسه د تورنو کسانو هویت نه‌دی تأیید کړی.

بلاروس کې لسګونه ښځو پر لوکاشینکا د فشار راوړلو په هدف مظاهره وکړه

بلاروس کې د ښځو له‌خوا مظاهره

د بلاروس پلازمېنه مېنسک کې لسګونه ښځو پر الکساندر لوکاشینکا د فشار راوړلو په هدف مظاهره وکړه.

پرونۍ مظاهره له پخوانیو هغو وړه وه.

پر تلګرام او نورو ټولنیزو رسنیو خپرې شوې وېډیوګانې ښيي چې پولیسو یو شمېر مظاهره‌چیانې نیولې دي.

بلاروس کې د ویاسنا په نوم د بشري حقونو یوه بنسټ ویلي، پولیسو د شنبې په ورځ لږترلږه ۱۵ ښځې نیولې دي.

بلاروس کې د اګسټ د نهمې نېټې له انتخاباتو وروسته اعتراضونه پيل شوي دي.

دغلته د حکومت مخالفه کاندیده سویتلانا تیخانوفسکایا وایي چې دا ټاکنې دې ګټلې دي.

د جاسندا اردرن د بیا صدراعظم کېدو بریا نیوزیلند کې تاریخ جوړوونکې شوه

جاسندا اردرن

د نیوزیلند په پارلماني ټاکنو کې جاسندا اردرن د دوهم ځل لپاره صدراعظمه شوه او د دې دا بریا د ډېرو څوکیو د ګټلو له کبله تاریخ جوړونکې شوه.

د پرونیو ټاکنو لومړنۍ پایلې ښيي چې د اردرن کارګر ګوند د پارلمان اکثره څوکۍ ګټلې دي.

جاسندا اردرن پرون په اوکلنډ کې خپلو پلویانو ته وویل: "موږ په قطبي کېدونکې نړۍ کې ژوند کوو، هغه ځای چې هره ورځ زیات شمېر کسان د نورو د وړتیاوو د لیدلو توانایي له لاسه ورکوي، زه هیله‌منه یم چې د نیوزیلند ټاکنو به ښودلې وي چې موږ هغسې نه‌یو، د یوه ملت په توګه کولای شو غوږ ونیسو او کولای شو بحث وکړو، ټاکنې تل د خلکو د راټولولو لپاره ښې وي، خو داسې باید نه‌وي چې خلک سره لیرې کړي."

مېرمن اردرن ۴۰ کلنه ده. د دې ګوند د ۲۰۱۷ کال ټاکنو کې هم هغه مهال بریالی شو چې له دوو نورو ګوندونو سره‌یې اتحاد وکړ.

دا د نړۍ دوهمه مشره وه چې د دندې پر مهال‌یې ماشوم وزېږاوه.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG