د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۸

حزب اسلامي: د نګورنو قره‌باغ جګړه کې له اذربایجان سره هر ډول مرستې ته چمتو یو


د نګورنو قره‌باغ په لانجمنه سیمه د سپټمبر له ۲۷مې جګړه پیل شوې چې تر دې دمه په‌کې لږترلږه د ۳۰۰ کسانو د وژلو خبر ورکړل شوی.
د نګورنو قره‌باغ په لانجمنه سیمه د سپټمبر له ۲۷مې جګړه پیل شوې چې تر دې دمه په‌کې لږترلږه د ۳۰۰ کسانو د وژلو خبر ورکړل شوی.

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي وايي چې د نګورنو قره‌باغ په جګړه له اذربایجان سره هر ډول انساني او مالي مرستې ته چمتو دي.

دغه ګوند د نګورنو قره‌باغ په جګړه کې یو ځل بیا د اذربایجان ننګه وکړه، خو هغه راپورونه‌یې رد کړل چې ګواکې د اذربایجان روانې جګړې ته‌یې جنګیالي استولي.

د ارمنستان عامه راډیو تېره ورځ راپور ورکړی چې ګلبدین حکمتیار د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره خبرې کړي چې د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ جګړې ته د اذربایجان په پلویتوب جنګیالي واستوي.

د حزب اسلامي د اجرائیه شورا غړي امین کریم د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د تلې ۱۷» ازادي راډيو ته وویل، که ورنه وغوښتل شي چمتو دي چې له اذربایجان سره مالي او انساني مرستې وکړي.

امین کریم
امین کریم

هغه زیاته کړه: "د افغانستان ملت او دولت همدا شان حزب اسلامي د نړیوالو قوانینو د ملاتړ په چوکاټ کې له اذربایجان ملاتړ کوي، خو لږترلږه تر اوسه اذربایجان ته د انساني قوې د لېږد خبره نه‌ده مطرح شوې، که رانه وغوښتل شي، نه‌یوازې موږ بلکې ټول ملت د اذربایجان له برحق او مشروع غوښتې نه هر ډول فداکارۍ او مرستې ته چمتو یو."

د ګلبدین حکمتیار وسله‌وال په ۹۰مه لسیزه کې هم د اذربایجان په پلوۍ په نګورنو قره‌باغ سیمه کې جنګېدلي او ښاغلي حکمتیار په خپله تېره اوونۍ دغه خاطره په ویاړ یاده کړه.

ویل کېږي چې په هغه جګړه کې شااوخوا پنځه زره افغانان ښکېل وو چې نږدې ۷۰ یې وژل شوي دي.

د نګورنو قره‌باغ د جلا غوښتونکې وسله‌والې ډلې ویاند وهرام پوګاسیون د ارمنستان عامه راډیو ته ویلي و چې د دوی استخباراتي معلومات ښیي چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار سره توافق ته رسېدلی، څو د نګورنو قره‌باغ جګړې ته یو ځل بیا جنګیالي واستوي.

وهرام پوګاسیون دا هم ویلي، د دوی استخباراتي معلومات په ډاګه کوي چې په څو ورځو کې به دغه جنګیالي اذربایجان ته ورسېږي.

د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ د نګورنو قره‌باغ په لانجمنه سیمه کې د سپټمبر له ۲۷مې جګړه پیل شوې چې تر دې دمه په‌کې لږترلږه د ۳۰۰ کسانو د وژلو خبر ورکړل شوی دی، باور دا دی چې ښايي اصلي تلفات له رسمي شمېر زیات وي.

د جکرې له امله بې‌ځایه شوې مېرمن
د جکرې له امله بې‌ځایه شوې مېرمن

د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ د نګورنو قره‌باغ پر لانجمه سیمه په ۱۹۹۴ میلادي کال کې هم جګړه شوې وه چې شااوخوا ۳۰ زره کسان په‌کې ووژل شول.

کابل هم په رسمي ډول په اوسنۍ لانجه کې د باکو ملاتړ کړی چې له امله‌یې ارمنستان د اعتراض په ډول په سیمه کې د نړیوالې څارونکې ډلې له غړیتوبه د افغانستان د ایستلو غوښتنه وکړه.

خو ارګ او د بهرنیو چارو وزارت د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي د تازه څرګندونو په اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ورنه‌کړ.

د نورو هېوادونو جګړو ته د افغانانو استول یا ګډون‌یې نوې موضوع نه‌ده، له دې مخکې د ایران په ملاتړ د سوریې په جګړه کې له افغان ځوانانو جوړې شوې د فاطمیون په نوم ډلې د ګډون په اړه هم ګڼ راپورونه خپاره شوي دي.

ان ایراني چارواکو د دغو افغانانو حضور په دغه جګړه کې تأیید کړی، ستایلی او دفاع‌یې ورڅخه کړې وه.

د راپورونو له مخې ایران په وروستیو څو کلونو کې د فاطمیون ځواک په لیکو کې زرګونه افغان کډوال د سوریې جګړې ته استولي وو.

هغه مهال افغان حکومت په هېواد او له هېواده بهر د نیابتي جګړې په تړاو په څرګند ډول خپل مخالفت اعلان کړی و.

ارګ ویلي و د افغانستان د بچیو وینه باید د پردیو د ګټو لپاره تویه نه‎شي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ، ارګ
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ، ارګ

نګورنو قره‌باغ چې وګړي یې ارمنیان دي، د پخواني شوروي پر مهال د اذربایجان برخه وه او د شوروي تر ماتېدو وروسته‌یې دواړو نویو خپلواکو شویو هېوادونو پر ملکیت جګړې پیل کړې.

XS
SM
MD
LG