د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۹

مسیر: د افغانانو وینه باید د نورو هېوادونو د ګټو لپاره تویه نه‎شي


په کابل کې خپرېدونکو ورځپاڼو د نن ورځې تاوده بحثونه په سوریه کې د ایران په استازیتوب د جنګېدونکو افغانانو پر مرګ ژوبلې څرخي.

  • سرخط

سرخط ورځپاڼه لیکي، د سوریې په جګړه کې د افغان شیعه ځوانانو د پراخې مرګ ژوبلې خبره داسې مهال کېږي چې تهران بیا په یمن کې د جګړې لپاره د فاطمیون لښکر بیا سمبالوي.

ورځپاڼه لیکي چې د فاطمیون لښکر د ۱۲ زره کسیزه ځواک لویه برخه بیا هم هغه افغان هزاره ځوانان دي چې د ۵۰۰ ډالرو او د ایران د تابعیت د ترلاسه کولو لپاره، قربانۍ ته تیار شوي دي.

ورځپاڼې وړاندې لیکلي دي چې افغان حکومت د دې مسئلې په اړه ځان تېر باسي، حال دا چې محمد محقق او نور چارواکي ښه خبر دي چې د فاطمیون لښکر لپاره د کابل په لوېدیځ او په ځینو نورو سیمو کې په څرګند ډول جلب او جذب روان دی.

ورځپاڼې حکومت ته سپارښتنه کړې ده چې د دغو افغانانو په اړه دې له سوریې، عراق، لبنان او نورو هېوادونو معلومات راټول کړي او افغانستان ته‌یې په راتلو بندیز ولګوي.

ورځپاڼې دا خبرداری هم ورکړی، که افغان حکومت د فاطمیون لښکر کرایه شویو افغان جګړه‎مارانو ته سینه خلاصه کړه، نو دا تمه دې هم ولري چې یوه ورځ به د ایران د ستراتېژیکو اهدافو لپاره د خپل افغان پر ضد هم وسله پورته کړي.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې په سوریه کې د ایران له‎خوا جګړې ته د استول شویو افغانانو د مرګ ژوبلې په اړه د راپور په غبرګون کې د ملي شورا د مشرانو جرګې غبرګون راخیستی چې پر حکومت‌یې غږ کړی چې سوریې ته د افغان کډوالو د استولو مخه دې ونیسي.

ورځپاڼه لیکي:

د مشرانو جرګې اکثره غړو له افغان حکومته غوښتنه وکړه چې له ټولو ممکنه لارو دې کار واخلي او پرې نه‎ږدي چې افغان ځوانان د نورو د اهدافو لپاره قرباني شي.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې بیا په سوریه کې د جنګېدونکو افغانانو د مرګ ژوبلې په اړه د خپور شوي راپور په غبرګون کې د افغان حکومت په حواله لیکلي دي چې د افغانانو وینه باید د نورو هېوادونو د ګټو لپاره تویه نه‎شي.

ورځپاڼې وړاندې لیکلي دي چې افغان حکومت وایي، لکه څرنګه چې تل‌یې په افغانستان کې دننه له نیابتي جګړې سره خپل مخالفت څرګند کړی، همدا شان په بهر کې هم د نیابتي جګړې مخالف دی.

ورځپاڼې وړاندې د جمهوري ریاست او اجرائیه رئیس د ویاندویانو نظرونه هم راخیستي دي او لیکلي یې دي چې افغان حکومت له افغان کډوالو سیاسي او پوځي اهدافو لپاره کار اخیستل مردود شمېري او د دې لړۍ د بندولو لپاره‌یې له اړوندو نړیوالو ادارو سره تماسونه هم نیولي دي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې هم د دې مسئلې په اړه د افغان حکومت غبرګون راخیستی دی او لیکلي یې دي چې په ګاونډیو هېوادونو کې له موجودو افغان کډوالو سره باید د نړیوالو قوانینو په رڼا کې چلند وشي.

ورځپاڼې وړاندې په سوریه کې د جنګېدونکو افغانانو د مرګ ژوبلې په اړه د خپور شوي راپور په حواله لیکلي دي چې تر اوسه پورې په دې جګړه کې دوه زره افغانان چې د فاطمیون لښکر په چوکاټ کې یې جګړه کوله وژل شوي دي او اته زره نور ټپیان دي.

ورځپاڼه لیکي:

د فاطمیون لښکر له افغانانو جوړ دی چې په سوریه کې د بشارالاسد د حکومت په پلوۍ جنګېږي.

ورځپاڼه لیکي چې افغان حکومت دا مسئله له نږدې څاري او په دې اړه‌یې د بهرنیو چارو وزارت له لارې له ځینو نړیوالو ادارو سره تماسونه نیولي دي، څو دا مسئله حل کړي.

  • هېرټ اف اېشیا

د هېرټ اف اېشیا ورځپاڼې هم د سوریې په جګړه کې د افغانانو د مرګ ژوبلې مسئله راخیستې او لیکلي یې دي چې هغو افغانانو ته چې د سوریې په جنګ کې برخه اخلي د ایران تابعیت ورکول کېږي.

ورځپاڼې لیکلي دي چې د فاطمیون د لښکر له‎خوا د مرګ ژوبلې دا شمېره په تېر مارچ میاشت کې ورکړل شوې وه، خو هغه مهال د وژل شویو کسانو هویت څرګند نه‌وو.

XS
SM
MD
LG