د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۹

د نړیوالو هڅو سربېره اذربایجان او ارمنستان اوربند ته غاړه نه‌ده ایښې


نګورنو قره‌باغ کې د جګړې پاتې شونې
نګورنو قره‌باغ کې د جګړې پاتې شونې

د نړیوالو هڅو سربېره د اذربایجان او ارمنستان ځواکونو اوربند ته غاړه نه‌ده ایښې او نهمه ورځ ده چې په نګورنو قره‌باغ خونړۍ نښتې روانې دي.

دواړه خواوې یو بل پر ښارونو او د استوګنې پر سیمو د راکټي بریدونو د پیل لپاره ګرم بولي.

د نګورنو قره‌باغ سیمې چارواکو ویلي چې د دوی په پلازمېنه ستپانکرت/خان کندي باندې اذربایجاني ځواکونو د سهار وختي راهیسې د راکټونو بریدونه پیل کړي.

د ستپانکرت ځينو عامو خلکو د فرانسې خبري اژانس ته ویلي همدا چې د خطر زنګ واوري د خپلو کورونو ځمکتلو ته کوزېږي هغه څه چې د دوی په خبره بې‌مخینې نه‌ده.

۵۵ کلنه هنرمنده سوسانا اسراییلیان هم له نورو خلکو سره یوې تهکاوۍ ته کوزه شوې ده.

نګورنو قره‌باغ کې په تهکاویو کې مېشت کسان
نګورنو قره‌باغ کې په تهکاویو کې مېشت کسان

هغه وايي: "موږ همدلته نږدې اوسو. د خطر زنګ چې واورو کور ته نږدې همدې تهکاوۍ ته کوزېږو. موږ چې کله وتلی نه‌شو، نو خوراک او نور لازم مواد رارسېږي، خو له کلونو په وېره او ترهه کې اوسو. دا مسئله په دې رقم نه‌هوارېږي."

له سوزانا سره شاوخوا ګڼ ماشومان، ښځې او زاړه خلک هم ټول له رواني جګړې او مرګ‌ژوبلې په وېره کې دي.
ځوانان د جګړې لومړۍ کرښې ته تللي او کورنۍ یې وایي چې له مرګ او ژوند یې نه‌دي خبر.

د نګورنو قره‌باغ په لانجمنه سیمه باندې تېره یکشنبه اذربایجان او ارمنستان توده جګړه پیل کړې او تر دې دمه‌یې د اوربند په خاطر د نړیوالې ټولنې او د سیمې د هېوادونو ټینګار او غوښتنو ته پام نه‌دی کړی.

په راپورونو کې تر دې دمه دواړو خواو ته د نږدې ۲۵۰ کسانو د وژل کېدو خبره شوې ده.

اوس ویل شوي چې لانجه له سرحدي سیمو د دواړو خواو نږدې ښارونو ته په دې غځېدلې چې ښارونه او استوګنې سیمې په راکټونو لګېدلي دي.

اذربایجان ویلي چې د دوی دوهم لوی ښار ګنجه د ارمنستان له‌خوا په راکټونو لګېدلی هغه ادعا چې د ارمنستان دفاع وزارت رد کړې ده.

د اذربایجان ولسمشر الهام علییف بیا پرون ارمنستان ته ګواښونه کړي او ویلي یې دي جنګ به تر هغو دوام لري چې ارمنستان د ده په خبره اشغال شوې سیمې نه‌وي پرېښي.

د اذربایجان ولسمشر الهام علییف
د اذربایجان ولسمشر الهام علییف

دی وايي: "د ارمنستان مشرتابه باید مخکې له دې چې ډېر ناوخته شي غور وکړي. هغه (د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشینیان) اووه شرطونه مخته کړي. ته څوک‌یې چې موږ ته شرطونه ږدې؟ وبه ګورو چې اوس دې شرطونه څه دي. ته به د اوربند لپاره په زاریو شې."

اروپايي ټولنه او د سیمې هېوادونه د ارمنستان او اذربایجان په خونړیو بریدونو کې په مرګ‌ژوبلې په خاصه توګه د ملکیانو په زیانمنېدو اندېښمن دي.

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست او امنیتي پالېسیو مشر جوزف بورېل په خپل ټویټر لیکلي چې د ارمنستان او اذربایجان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره ټیلیفوني غږېدلی. هغه ویلي چې جګړه باید سمدستي ودرېږي او د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان په مشرۍ دواړه خواوې ژر تر ژره خبرې پیل کړي.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې هم په ښارونو باندې قصدي توغندیز بریدونه چې په‌کې ملکیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې غندلي دي.

XS
SM
MD
LG