نړۍ
ارمنستان: آذربایجان سره د سولې خبرو پیل ته چمتوالی لرو
ارمنستان وايي، چمتو دی چې د اروپا د امنیت او همکارۍ د سازمان له لارې له آذربایجان سره د سولې خبرو ته کېني.
دا په داسې حال کې ده چې د نړۍ مشرانو د نګورنو قره باغ د لانجمنې سیمې پر سر د ارمنانو او آذربایجان د پوځ د جګړې د سمدستي بندیدو غوښتنه کړې.
په نګورنو قره باغ کې اوسنۍ جګړه د سپټمبر په ۲۷ مه پیل شوه.
په دې جګړه کې د راپورونو له مخې له دوو سوو زیات کسان چې ملکي وګړي هم په کې دي، وژل شوي دي.
تردې دمه ارمنستان او آذربایجان د جګړې بندولو ته هېڅ لېوالتیا نه وه ښودلې.
د نګورنو قره باغ اکثریت وګړي ارمني ټبري دي خو دا سیمه د آذربایجان په قلمرو کې دننه پرته ده.
د ارمنستان د بهرنیو چارو وزارت پرون جمعه وویل چې د دې بحران د حل لپاره د فرانسې، روسیې او امریکا د منځګړتوب د طرحې هرکلی کوي.
دا درې هېوادونه د مینسک د ډلې په نوم یادېږي چې په ۱۹۹۰ لسیزه کې یې په نګورنو قره باغ کې د ماتېدونکي اوربند نوښت کړی و.
هغه مهال د ارمنستان او آذربایجان په جګړه کې له دېرش زرو زیات کسان وژل شوي وو.
ارمنستان پرون پر آذري ځواکونو تور ولګاوه چې د نګورنو قره باغ پر مرکز یې حمله کړې ده.
د آزادۍ راډیو د ارمني څانګې د راپور له مخې په دې برید کې څلور کسان ټپیان شول.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د انرژۍ نړیواله اداره: د تېلو بازار ښايي ۲۰۲۷ کال کې هم عادي حالت ته رانهشي
د انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر فاتح بیرول خبرداری ورکړی چې د منځني ختیځ د کړکېچ او د هرمز تنګي د بیا تړل کېدو د احتمال له امله، د تېلو او انرژۍ نړیوال بازار ښايي په ۲۰۲۷ کال کې هم عادي حالت ته راونهګرځي.
دا خبرداری په داسې حال کې ورکړل شوی چې د سېشنبې په ورځ د برنټ تېلو بیه په هر بېرل کې نږدې ۱۱۲ ډالرو ته ورسېده.
د روېټرز د راپور له مخې، دا په تېرو پنځو میاشتو کې تر ټولو لوړه بیه وه.
د ورځې په پای کې د برنټ تېلو بیه ۱۰۸.۷۹ ډالرو او د امریکا د لوېدیځ ټکزاس د تېلو بیه ۱۰۱.۷۹ ډالرو ته راکمه شوه.
بیرول په لندن کې د تېلو د صنعت یوې غونډې ته وویل، د دې لپاره هېڅ باوري نښه نهویني چې په ۲۰۲۷ کال کې به د انرژۍ بازار عادي حالت ته راوګرځي.
هغه خبرداری ورکړ چې د هرمز تنګي یو ځل تړل شوی او بیا هم تړل کېدای شي.
نوموړي زیاته کړه چې په منځني ختیځ کې د څو کړکېچونو یوځای کېدل د انرژۍ پر بازار جدي اغېزې لرلی شي.
د راپورونو له مخې، د ایران او امریکا ترمنځ د کړکېچ د زیاتېدو اندېښنې د تېلو د بیو د لوړېدو له مهمو عواملو څخه دي.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي چې له ایران سره جګړه به ډېر ژر پای ته ورسېږي، خو د ایران چارواکي ټینګار کوي چې له واشنګټن سره هوکړه د تهران د شرطونو په پوره کېدو پورې تړلې ده.
د کښتیو د تګ راتګ د څار شرکت «کپلر» د معلوماتو له مخې، د منځني ختیځ د تېلو صادرات د اکټوبر تر ۱۸مې په پای ته رسېدونکې اوونۍ کې هره ورځ له ۲۴ میلیونو بېرلو واوښتل، خو د هرمز تنګي له لارې د تېلو لېږد لا هم تر هغه وخت ټیټ دی چې جګړه نهوه پیل شوې او هره ورځ شاوخوا ۱۴ میلیون بېرلو ته رسېږي چې د پخوانۍ کچې ۸۲ سلنه جوړوي.
ترکیې، قطر، پاکستان او اندونیزیا د دفاعي همکاریو تړون لاسلیک کړ
ترکیې، قطر، پاکستان او اندونیزیا د چهارشنبې په ورځ په دوحه کې د «بدر تفاهملیک» په نوم د دفاعي همکاریو تړون لاسلیک کړ.
د ترکیې د دفاع وزارت په وینا، د دې تړون هدف د پوځي تولیداتو، دفاعي وړتیاوو، تخنیکي روزنې، څېړنې او ټکنالوژۍ په برخو کې د همکاریو پراخول او د څلورو هېوادونو د دفاعي صنعتونو ترمنځ همغږي پیاوړې کول دي.
د ترکیې د دفاعي صنایعو د ادارې مشر هلوک ګورګون ویلي، دغه تړون به د ګډو تولیدي پروژو او ټکنالوژۍ د پراختیا لپاره د ستراتېژیکو همکاریو بنسټ برابر کړي.
روسیې او ازبکستان افغانستان پولې ته نږدې ګډ پوځي تمرینونه پیل کړي دي
د ازبکستان دفاع وزارت له روسیې سره د ګډو پوځي تمریناتو د پیلیدو خبر ورکوي.
په هغه خبرپاڼه کې چې د سې شنبې په ورځ د تلې په ۲۸ د دغه هېواد د حکومت پر رسمي وېبپاڼه خپره شوې ویل شوي چې د " ۲۰۲۶ همکارۍ" په نوم دغه ګډ پوځي تمرینونه د سې شنبې په ورځ د ازبکستان د ترمذ په پوځي تمریناتي ډګر کې پیل شوي او یوه اونۍ به دوام وکړي.
د روسیې دفاع وزارت هم په خپل رسمي ټلېګرام چینل کې ویلي چې روسي ځواکونه په دغو ګډو پوځي تمرینونو کې د ګډون لپاره ازبیکستان ته استول شوي دي.
خو دواړو هېوادونو په دغو تمرینونو کې د ګډون کوونکو روسي او ازبیک ځواکونو د شمېر او څرنګوالي په اړه معلومات نه دي ورکړي.
ازبکستان له افغانستان سره ګډه پوله لري او د ازبیکستان او روسیې چارواکو وخت ناوخت د دغې پولې په اوږدو کې د وسله والو ډلو د فعالیتونو او د نشه يي توکو د قاچاق په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي.
ټرمپ: له ایران سره جګړه به ډیر ژرپای ته ورسیږي
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، له ایران سره جګړه به " ډېر ژر" پای ته ورسېږي او یوازې "وروستۍ پرېکړه" پاتې ده.
ولسمشر ټرمپ د سې شنبې په ورځ د تلې په ۲۸ په سپینه ماڼۍ کې د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې ټینګار وکړ چې یوازې دا پرېکړه پاتې ده چې "څنګه بریا ترلاسه کړو، له ښې لارې او که له هغې لارې چې ښایي ښه نه وي."
هغه دغه راز وویل چې ایران په نړۍ کې "د ترهګرۍ تر ټولو لوی ملاتړی" دی او له همدې امله یې د ایران پر خاوره له برید کولو پرته بله چاره نه درلوده.
د امریکا ولسمشر په تېره یوه میاشت کې څو ځله ویلي چې له ایران سره جګړه به په یوه نه یوه بڼه "ډېر ژر" پای ته ورسېږي.
کریملین: پوتین به نن له ویټکاف سره وګوري
د کریملین یو سلاکاریوري اوشاکوف وایي چې د روسیې ولسمشرولادمیرپوتین به نن چهارشنبې له غرمې مخکې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ځانګړی استازي سټیف ویټکاف سره وګوري.
نوموړی د چهارشنبې په سهار د روسیې سنټ پیټرزبورګ ښار ته رسېدلی، څو د اوکراین د جګړې په اړه د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره خبرې وکړي.
دا سفر وروسته له هغه کېږي چې ویټکاف د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي سره خبرې وکړې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو دغه خبرې مثبتې بللي او ویلي یې دي چې ویټکاف به د اوکراین له لوري وړاندیزونه له روسي چارواکو سره شریک کړي.
د فرانسپرس خبري آژانس د راپورله مخې د ټرمپ زوم جېرډ کوشنر به هم په مجازي ډول د ویټکاف او پوتین په خبرو ګډون وکړي.
سعودي عربستان: پنځه بې پیلوټه الوتکې یې راغورځولې دي
د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف وايي، د چهارشنبې په ورځ یې هغه پنځه بې پیلوټه الوتکې راوغورځولې چې پردې هیواد د بریدونو لپاره کارول شوې وې.
د ائتلاف ویاند ترکي المالکي ویلي چې دغه الوتکې د سعودي عربستان په ختیځه سیمه او مدینه منوره کې شنډې شوې دي. نوموړي نه دي ویلي چې دا الوتکې چا توغولې وې.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو اوونیو کې د ایران له ملاتړه برخمنو حوثیانو پر سعودي عربستان بریدونه زیات کړي دي. په دغو بریدونو کې د ریاض پر نړیوال هوايي ډګر برید هم شامل دی چې ګڼو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
حوثیانو تر دې مخکې ژمنه کړې وه چې پر مکې مکرمې او مدینې منورې به بریدونه نه کوي.
تهران: ترهغو چې غوښتنې مو نه وي منل شوي له واشنګټن سره به خبرې ونکړو
د ایران د پارلمان ریس وایي، ترڅو چې د تهران غوښتنې نه وي منل شوي، له واشنګټن سره به خبرې ونکړي.
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې محمد باقر قالیباف په تهران کې د پاکستان د پوځ له لوی درستیزعاصم منیرسره په کتنه کې ویلي چې امریکا باید د هرمزتنګي د بیا پرانستلو لپاره د ایران اوه شرطونه پوره کړي که نه د تهران باورنشي ترلاسه کولای.
د ایران په غوښتنو کې چې واشنګټن ته یې وړاندې کړي، د دغه هېواد پر بندرونو د امریکا د سمندري محاصرې پای ته رسول، د تېلو پر صادراتو د بندیزونو لرې کول او په ټوله سیمه کې د جګړو درول شامل دي.
د راپورونو له مخې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان هم د سې شنبې په ورځ په تهران کې له عاصم منیر سره د پاکستان د منځګړیتوب د هڅو او د سیمې د وروستیو تحولاتو په اړه خبرې وکړې.
پاکستان د امریکا او ایران ترمنځ د منځګړي رول لوبوي. د پاکستان په منځګړیتوب د جون په میاشت کې یوه لنډمهاله هوکړه هم شوې وه خو څو اوونۍ وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ شخړې بیا پیل شوې. دا د جون له میاشتې راهیسې ایران ته د پاکستان د پوځ د لوی درستیز پنځم سفردی چې ترسره کوي یې.
فارس خلیج کې پر انټرنټي کېبلونو د ایران احتمالي برید ته د قطر غبرګون
د قطر بهرنیو چارو وزارت له ایران وغوښتل چې د انټرنټ کېبلونو د پرې کولو په شمول له هغو بریدونو او ګواښونو چې د سیمې امنیت ګواښي، لاس واخلي.
د قطر بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ وویل چې فارس خلیج او هرمز تنګي کې د انټرنټ کېبلونو په نښه کول به د سیمې هېوادونه زیانمن کړي.
قطر دغه غبرګون وروسته له دې څرګند کړ چې د ایران سپاه پاسداران ځواکونو ویاند په فارس خلیج او هرمز تنګي کې د انټرنټ په اوه لویو کېبلونو د احتمالي برید خبره وکړه.
قطر غوښتنه وکړه چې نړیوالو قوانینو ته دې پاملرنه وشي، د بېړیو ازاد تګ راتګ دې ډاډمن او هرمز تنګی دې پرانیستی پرېښودل شي.
د قطر بهرنیو چارو وزارت ټینګار کوي چې د امریکا او ایران ترمنځ اوسنۍ شخړه دې د خبرو له لارې حل شي.
قطر وايي د تهران او واشنګټن ترمنځ تماسونه او د پیغامونو تبادله دوام لري.
ټرمپ وایي د اټومي وسلو په اړه د روسیې او چین له ولسمشرانو سره خبرې کوي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې چمتو دی د چین له ولسمشر شي جین پینګ او د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د اټومي وسلو په اړه درې اړخیزه ناسته وکړي.
ټرمپ د سپینې ماڼۍ بهر خبریالانو ته وویل چې د داسې یوې ناستې هدف به د اټومي وسلو او اټومي بې وسلې کولو په اړه بحث وي.
هغه زیاته کړه، که شي جین پینګ وغواړي داسې یوه ناسته جوړه کړي، نو دی به هم پکې ګډون وکړي.
روسیې تر دې مخکې اعلان کړی و چې ښايي د ټرمپ، پوتین او شي ترمنځ یوه درې اړخیزه ناسته په چین کې راتلونکې میاشتې د "اسیا-پسیفیک اقتصادي همکارۍ" (APEC) د سرمشریزې په څنډه کې ترسره شي.
خو د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر اندري سیبیها د دې وړاندیز مخالفت کړی او ویلي یې دي چې د روسیې، چین او متحده ایالاتو د مشرانو ترمنځ ناسته به یوازې پوتین وهڅوي چې جګړې ته دوام ورکړي.
د فرانسې په ځینو ښارونو کې د شپې ګرځبندیز لګېدلی
د فرانسې د پلازمینې پاریس په شمول په څو ښارونو کې د شپې ګرځبندیز لګېدلی دی.
دا وروسته تر هغه چې د اوونۍ په سر کې تاوتریخجنې مظاهرې د مغازو او دوکانونو په چور او تالان واوښتې.
د فرانسې صدراعظم سباستین لوکارنو ویلي ګرځبندیز به د اړتیا سره سم لګول کېږي او تر دې دمه یې ښه نتیجه ورکړې ده.
پولیسو له شنبې راهیسې لږ تر لږه ۲۵۰۰ کسان نیولي دي.
په مظاهرو کې د یوې نجلۍ سترګه ړنده شوې او د یوه هلک لاس پرې شوی.
خلک په اول کې د ګرانۍ په غبرګون راوتلي و او حکومت یې تورناوه چې د قیمتونو د ټيټولو لپاره ډېر څه نه کوي.
اخوا په ایټالیې په تېره میلان ښار کې هم مظاهرې روانې دي او حکومت به لږ تر لږه ۵۰۰ اضافي پوځیان هلته ځای پر ځای کړي.