د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۶

د ۱۳۷۵ د عقرب ۴مه، افغانستان کې د اسلامي امارت د رژیم اعلان


ارشیف
ارشیف

طالبانو د کابل د نیولو په لومړۍ میاشت کې د ۱۳۷۵ د عقرب ۴مه، افغانستان دولت په رسمي ډول «اسلامي امارت» ونوماوه.

له دې بدلون پوره ۲۴ کاله اوړي، خو طالبان لا هم د قطر په مذاکراتو کې اسلامي امارت کلمه د بحث وړ بولي.

افغان دولت د امارت اصطلاح د یوې وړې ډلې مفکوره ګڼي او ټینګار کوي چې امارت کلمه هېڅکله هم د سولې په خبرو کې د بحث وړ ټکی نه‌دی.

  • خو هغه مهال کیسه څه وه؟

د کندهار دوه اوسېدونکي وايي، طالبانو په ۱۹۹۴ میلادي کال کې هغه وخت چې افغانستان کې کورنیو جګړو زور اخیستی و، په سوېل لودیځ ولایت کندهار کې سر راپورته کړ او د همدې کال د اکټوبر په ۱۰مه‌يې د سپین بولدک ولسوالي ونیوله.

د همدې کال د نومبر په ۲مه‌يې کندهار ونیو او د ملا عمر په مشرۍ یې د طالبانو د اسلامي تحریک په نوم اته کسېزه شورا جوړه کړه.

طالبانو یو په بل پسې په کمه موده کې له لږ مقاومت وروسته هلمند، زابل، غزني، میدان وردک، لوګر، پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونه تر خپل واک لاندې راوستل او د کابل تر دروازو راورسېدل چې د برهان‌الدین رباني په مشرۍ د حکومت له مقاومت سره مخ شول.

دوه کاله وروسته طالبانو ننګرهار، کونړ او د لغمان له نیولو وروسته د ۱۹۹۶ کال د سپټمبر په ۲۶مه کابل ونیوه، یوه میاشت وروسته د طالبانو مشر ملا محمد عمر په افغانستان کې اسلامي امارت اعلان کړ.

  • د کومې اړتیا له مخې او ولې طالبانو دولت په امارت بدل کړ؟

د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د امر باالعروف وزیر او د حرکت انقلاب اسلامي اوسنی مشر مولوي قلم‌الدین وايي، په دولت کې شرعي حدود نه‌شي جاري کېدای، نو ځکه طالبانو دولت په امارت واړاوه.

مولوي قلم‌الدین
مولوي قلم‌الدین

هغه زیاته کړه: "اسلامي نظامونه چې په نړۍ کې راغلي بنسټ‌یې امارت و، ټول شرعي حدود په امارت کې جاري شوي، له امارت پرته حکومتونو کې حدود نه‌دي پلي شوي."

طالبانو د خپل واک پر مهال سخت اسلامي قوانین وضع کړل، د نجونو په زده‌کړو، ساز او سندرو، سینما، مطبوعاتو او په ځانګړي ډول په ټلوېزیون‌یې بندیز ولګاوه، په نارینه‌وو یې په زور ږیرې پرېښودې، له محرم او چادري ښځې له کوره نه‌شو راوتلی، د شرعي حدودو په جاري کولو یې ځینې قاتلین اعدام او د یو شمېر غلو لاسونه پرې کړل.

افغانستان د خپل تاریخ په اوږدو کې د ډېرو نظامونو د نومونو او جوړښتونو د بدلون شاهد و.

په ۱۳۴۲ لمریز کال کې د افغانستان پاچا محمد ظاهر شاه مطلق شاهي نظام په مشروطه شاهي نظام بدل کړ چې شااوخوا ۱۰ کاله وروسته سردار محمد داوود د یوې سپینې کودتا له لارې شاهي مشروطه نظام په جمهوري دولت واړوه او بیا وروسته هر ډله چې واک ته رسېدلې په خپله خوښه‌يې نظام بدل کړی.

  • اوس پوښتنه دا ده چې د نظام بدلون او یا د نوم اړولو واک او صلاحیت څوک لري؟

د حقوقي چارو پوه کبیر رنجبر وايي، هره هغه ډله چې د خلکو له ارادې پرته د ټوپک په زور نظام او د نظام نوم ته بدلون ورکوي، غیر قانوني عمل دی.

ده وویل: "هره جنګي ډله چې په زور واک ته ورسېږي او د دولت نومونو ته بدلون ورکړي، دا غیر قانوني او غیر مشروع عمل دی، په خپله خوښه د نظام نوم ته بدلون ورکول (دولت په امارت) اړول حتی بغاوت دی."

د هرات پخوانی والي او د طالبانو مخالف قوماندان محمد اسماعیل وايي، طالبانو د افغانستان اسلامي دولت چې نړیوالو په رسمیت پېژندلی و، بغاوت کړی و، نو ځکه دوی ورسره جنګېدل.

د هرات پخوانی والي محمد اسماعیل
د هرات پخوانی والي محمد اسماعیل

هغه وویل: "په افغانستان کې د استاد برهان‌الدین رباني په مشرۍ برحال اسلامي مشروع نظام موجود و، دوی د دولت خلاف جنګېدل، نو ځکه د دوی جنګ مشروع نه‌و."

طالبانو د خپلې څلور کلنې واکمنۍ پر مهال القاعده شبکې، پاکستاني، ځینو عربي، د منځنۍ اسیا او یو شمېر نورو هېوادونو جنګیالیو ته په افغانستان کې روزنځایونه ورکړل.

په ۲۰۰۱ کال د سپټمبر په ۱۱مه د امریکا پر متحده ایالاتو د القاعده له لوري له مرګوني حملو وروسته امریکا او متحدینو د القاعده په ملاتړ په اسلامي امارت برید وکړ او دغه نظام‌یې رانسکور کړ چې په افغانستان کې د لویې جرګې له لارې جمهوري اسلامی دولت نظام ومنل شو.

په دې وروستیو څو کلونو یو ځل بیا سره منظم او منسجم شول چې په افغان دولت او نړیوالو ملاتړو یې پراخ بریدونه پیل کړل.

له ۱۹ کلونو جګړې وروسته د امریکا متحده ایالاتو د روان میلادي کال په فبرورۍ کې له اوږدو مذاکراتو وروسته له طالبانو سره د سولې هوکړه وکړه چې له مخې به‌یې امریکايي ځواکونه له افغانستان وځي.

په لاسلیک شوې هوکړه کې د اسلامي امارت اصطلاح ذکر شوې، خو دا هم په‌کې لیکل شوي چې د امریکا متحده ایالات د طالبانو اسلامي امارت په رسیمت نه‌پېژني.

په دوحه کې د افغان دولت او طالبانو د مذاکره کوونکو پلاویو د تماس ډله له تېرو شااوخوا ۴۰ ورځو راهیسې بین‌الافغاني مذاکراتو ته د چمتوالي لپاره په خبرو بوخته ده، خو لا هم په خبرو کې پرمختګ نه تر سترګو کېږي.

که څه هم تر اوسه په اصلي اجنډا خبرې نه‌دي پيل شوي، خو ښايي جمهوریت او امارت د دواړو لورو ترمنځ د اختلاف یو عمده ټکی وي.

هغه څه چې د افغانستان د جمهور رئیس ویاند صدیق صدیقي د منلو وړ نه‌بولي.

صدیق صدیقي
صدیق صدیقي

ښاغلي صدیقي زیاته کړه: "د افغانستان مذاکراتي ټیم ته هغه صلاحیتونه چې جرګې ورکړي، په هغه کې په بشپړ ډول امارت کلمه نفیې ده، هېڅ به ورباندې بحث نه‌کوو، د افغانانو دریځ او غوښتنه اسلامي نظام دی چې همدا اوسنی نظام اسلامي دی."

خو په ورته وخت کې طالبان د راتلونکي نظام جوړښت د دواړو خواوو د مذاکراتي ټیمونو په بحثونو پورې تړلی بولي.

د دغې ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد په اسلامي نظام کې د شریعت په پلي کېدو ټینګار کوي.

نوموړي زیاته کړه: "ډېر مهمه په ټولنه کې د اسلامي نظام حاکمیت او د شریعت ټینګښت دی، عنوان، نوم، لوحه او داسې نور دا هغه څه دي چې بحث پرې کېدای شي، مذاکراتي ټیمونه ناست دي په دې به بحث وکړي چې د راتلونکي لپاره څه ښه مناسبه بلل، خو زموږ هدف د شریعت نافذول دي."

که څه هم د طالبانو له‌خوا د نظام د بدلون له ورځې ۲۴ کاله تېرېږي او طالبانو د سولې خبرو په پیل کې په اسلامي امارت ټینګار کاوه، خو اوس لیدل کېږي چې د طالبانو په ګډون ټولې خواوې دې پایلې ته رسېدلي چې د راتلونکي نظام څرنګوالي باید د خلکو له غوښتنو سره سم او د افغانستان له نننیو واقعیتونو سره جوړ وي، هغه څه چې د سولې خبرو په پایله کې به روښانه شي.

XS
SM
MD
LG