د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۰

اروپايي ټولنه: د بین‌الافغاني خبرو بریا ته باید لازم وخت ورکړل شي


د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د بین‌الافغاني خبرو پرانیست غونډه
د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د بین‌الافغاني خبرو پرانیست غونډه

په داسې حال کې چې په قطر کې بین‌الافغاني خبرې روانې دي، اروپايي ټولنه وايي هغه وخت رارسېدلی چې د افغانانو ترمنځ خبرو ته درناوی وشي او د دې خبرو یوې ښې نتیجې او بریا ته باید لازم وخت ورکړل شي.

رولاند کوبیا پر ټویټر په یوه بیان کې چې تېره شپه خپور شو لیکلي، دا خبرې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت ترسره کېږي او په خونه کې هېڅ بهرنی نه‌شته. ښاغلي کوبیا لیکلي، دا وضعیت (د افغانانو په مشرۍ او مالکیت خبرې او د هېڅ بهرني نشتوالی) به تر هغه وخت دوام وکړي چې دواړه لوري په ګډه له بهرنیانو څخه مرسته وغواړي.

د اروپايي ټولنې استازی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د افغانستان دولت او طالبانو مرکچي پلاوي له څه باندې ۴۰ ورځو راهیسې په دوحه کې دي، خو تر اوسه‌یې د مذاکراتو د اجنډا پر طرزالعمل موافقه نه‌ده کړې او په عین حال کې په جګړو کې هره ورځ خلک وژل کېږي. دې وضعیت خلک خورا زیات اندېښمن او بې‌حوصلې کړې دي.

د افغانستان دولت او طالبانو مرکچیان وايي د مذاکراتو د طرزالعمل پر څرنګوالي یوې نتیجې ته د رسېدو لپاره خبرې لاهم روانې دي.

د افغانستان دولت د مرکچي پلاوي غړي رسول طالب رسنیو ته ویلي دي چې د اختلافي مواردو په اړه بیا هم د دواړو خواوو ترمنځ بحثونه شوي.

ښاغلی طالب وايي: "موږ باید بالاخره پر داسې یوه متن موافقې ته ورسېږو چې دواړو لورو ته د منلو وړ وي او د دواړو خواوو اندېښنې او نظریې په پام کې ونیسي او په متن کې ځای ورکړي، خو د دې کار لپاره ډېر وخت نه‌لرو. دا بحث باید ژر تر ژره ختم کړو څو د اجنډا اصلي مسایلو ته چې په تېره اوربند او د جګړې بندېدل دي، ورسېږو."

په قطر کې له طالبانو سره د خبرو لپاره افغان مرکچي پلاوی
په قطر کې له طالبانو سره د خبرو لپاره افغان مرکچي پلاوی

بل‌خوا په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم پرون پنجشنبه ازادي راډیو ته وویل چې د دواړو لورو د تماس ډلو ترمنځ خبرې روانې دي، خو هغه زیاته کړه چې د ۴۰ کلنې جګړې ختمول وخت غواړي.

ښاغلی نعیم زیاتوي: "دا ستونزې د یوې دوو ورځو، یوه کال یا د دوو او ۱۰ کلونو ستونزې نه‌دي دا د ۴۰ کلونو ستونزې دي. د دې ستونزو حل وخت او بحثونو ته اړتیا لري چې دا ټول موږ عملاً احساسوو او موږ ژمن یو چې هومره چې په وس مو پوره وي، ډېر ژر به یوې نتیجې ته ورسېږو."

په داسې حال کې چې د اروپايي ټولنې استازی او په دوحه کې مرکچیان د ستونزو د حل لپاره د وخت خبره کوي، افغانان د سولې په خبرو کې پرمختګ غواړي ځکه هره ورځ پر ۴۰ کلنې جګړې نورې ورځې ورزیاتېږي او نور وګړي وژل کېږي.

په دې ترڅ کې د افغانستان دفاع وزارت پرون وویل چې د کندز ولایت پر امام صاحب ولسوالۍ د طالبانو د حملې پلان‌یې شنډ کړی او طالبانو ته‌یې درنه مرګ‌ژوبله اړولې ده.

همداراز د ارزګان چارواکو وویل چې په ګېزاب ولسوالۍ کې ۱۷ طالبان په یوه هوايي حمله کې وژل شوي او د تخار ولایت چارواکو وویل چې د مرکز تالقان په هزار لق سیمه کې پر یوه جومات په هوايي حمله کې ۱۲ ماشومان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG