د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۲۷

اشرف غني: طالبان او ملاتړي یې لاهم د 'فتحې په کاذب روایت' باور لري


جمهور رئیس محمد اشرف غني
جمهور رئیس محمد اشرف غني

جمهور رئیس محمد اشرف غني وايي چې طالبان او ملاتړي یې لاهم د "فتحې په کاذب روایت" باور لري.

ښاغلي غني د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د تلې ۳۰» ولسي جرګې ته د کابینې د ۲۸ غړو (۲۶ نوماند وزیرانو او دوو رئیسانو) په معرفي غونډه کې چې لومړي مرستیال امرالله صالح، دوهم مرستیال سرور دانش، د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب او ځینو نورو چارواکو هم حضور درلود وویل، طالبان امریکایان نه‌وژني، خو په افغانانو بریدونه کوي.

ښاغلی غني زیاتوي چې طالبان نه‌یوازې اوربند ته غاړه نه‌ږدي، بلکې د هېواد په بېلابېلو برخو کې لا نورې جدي حملې ترسره کوي.

جمهور رئیس غني وايي: "له بده مرغه طالبان او ملاتړي یې تاوتریخوالي ته دوام ورکوي، په هلمند، غور او د هېواد په نورو برخو کې د طالبانو وروستۍ حملې ښکاره کوي چې دوی لا هم د فتحې په کاذب روایت باور لري."

طالبانو تر دې دمه د جمهور رئیس د خبرو په اړه کوم غبرګون نه‌دی ښوولی.

جمهور رئیس ټینګار وکړ چې نړیواله ټولنه په یو غږ د افغانستان له جمهوري دولت ملاتړ کوي.

ښاغلي غني زیاته کړه چې له رامنځته شوي فرصت، سولې بهیر، د نړیوالې ټولنې له ملاتړ، شته ظرفیتونو، کورنۍ سرچینو، د افغانستان له جفرافيايي موقعیت او نورو نه باید ښه استفاده وشي.

محمد اشرف غني د ولسي جرګې د یوې ښځینه وکیلې، اعتراض ته په غبرګون، د طالبانو ډلې اوربند ته د غاړه نه‌ایښودو د څرنګوالي په اړه داسې وویل: "خورې! ولاړه شه له مولوي صاحب هبت‌الله نه وپوښته چې چېرته پټ دی، ولې افغانان وژني؟ مننه چې په امریکایانو حمله نه‌کوي، نو په موږ ولې حملې کوي، ایا هغوی د دوی زامن نه‌دي؟ هره ورځ‌یې موږ جوړوو، دوی (طالبان) یې ورانوي، راځئ ازاد بحث وکړو."

جمهور رئیس غني او د ولسي جرګې رئیس میر رحمان رحماني د کابینې د معرفۍ په غونډه کې د ګډون پر مهال
جمهور رئیس غني او د ولسي جرګې رئیس میر رحمان رحماني د کابینې د معرفۍ په غونډه کې د ګډون پر مهال

په همدې حال کې د ولسي جرګې رئیس میر رحمان رحماني وايي چې د اساسي قانون له مخې نوې تشکیل شوې ادارې باید د ولسي جرګې له لوري تصویب شي او دولتي ادارې باید ولسي جرګې ته ځواب ویونکې وي.

جمهور رئیس محمد اشرف غني د لوړې په مراسمو کې ژمنه کړې وه چې تر دوو اوونیو به د کابینې غړي د باور رایې اخیستو لپاره ولسي جرګې ته معرفي کوي، خو د ښاغلي غني دا ژمنه اووه میاشتې وروسته عملي شوه، د جمهور رئیس ننني بحثونه تر ډېره د نوماند وزیرانو د معرفي کېدو پر ځای د سولې په خبرو او د نړیوالې ټولنې په ژمنو راڅرخېده.

XS
SM
MD
LG