د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۱

افغان حکومت د کابینې د پاتې وزارتونو لپاره نوماند وزیران اعلان کړل


ارګ
ارګ

جمهور رییس محمد اشرف غني د بېلابېلو فرمانونو له لارې د کابینې د پاتې وزارتونو نوماند وزیران اعلان کړل.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د دوشنبې په ورځ په یوې خبري غونډه کې وویل، دا کسان به ډېر ژر د ملي شورا ولسي جرګې ته د باور رایې اخیستو لپاره معرفي شي.

انور الحق احدي د کرنې او مالدارۍ وزارت بشیر احمد ته ینج د کار او ټولنیزو چارو وزارت، نثار احمد غوریاني د صنعت او سوداګرۍ وزارت، قدرت الله ذکي ټرانسپورت وزارت، معصومه خاوري د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت، محب الله صمیم د سرحدونو او قبایلو وزارت، فضل احمد معنوي عدلیې وزارت، نور رحمان اخلاقي د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چاور وزارت او دغه راز عباس بصیر د لوړو زده کړو وزارت ته دنوماندانو په توګه معرفي شوی دي.

د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي د دوشنبې په ورځ په دې اړه په یو خبري کنفرانس کې وویل: "د هېواد جمهور رئیس محمد اشرف غني د جلا فرمانونو له لارې د کابینې پاتې غړي په لاندې ترتیب سره د باور رایې اخیستلو لپاره د افغانستان ولسي جرګې ته معرفي کوي."

صدیق صدیقي
صدیق صدیقي

ښاغلي صدیقي دا هم وویل چې سید منصور نادري د سولې چارو کې د دولت وزیر په توګه ټاکل شوی دی.

جمهور رئیس محمد اشرف غني د لوړې په مراسمو کې تر دوه اوونیو د نوي حکومت د تشکیل خبره وکړه، خو هغه مهال د عبدالله عبدالله او د ده ترمنځ د ټاکنیزو ناندریو او له هغې وروسته د دواړو طرفو ترمنځ د سیاسي هوکړې له مخې د کابینې جوړښت هغه څه و چې بلاخره حکومت یې له شاخوا شپږو میاشتو ځنډ وروسته نن په بشپړولو وتوانېده.

په ورته وخت کې د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړي دغه جرګې ته د پاتې نوماند وزیرانو د معرفي کولو له پرېکړې هرکلي کوي.

د دې جرګې د تقنیني فرمانونو د کمېسیون مشر غلام فاروق نظري د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو وویل، له دې کار سره به حکومتي کارونه تر ډیره کچه منظم شي.

هغه زیاته کړه: "افغان ولسمشر چې کابینه بشپړه کړه ډېر نیک کار یې وکړ موږ یې هرکلی کوو، موږ به هم شایسته سالارۍ، توان او استعداد ته په کتو سره دوی ته د باور رایه ورکړو او که کومو کسانو ته مو د باور رایه ور نه کړه له حکومته غوښتنه کوو چې ژر تر ژره دې نور کسان موږ ته معرفي کړي."

ښاغلی نظري وايي، که په معرفي شویو نوماندانو کې دوه تابعته کسان موجود وي د اساسي قانونو له مخې به هغو ته د باور رایه ورنه کړل شي.

افغان حکومت په داسې حال کې د کابینې پاتې غړي ولسي جرګې ته معرفي کوي چې اوس مهال د دغه جرګې غړي د اوړي په رخصتیو بوخت دي.

XS
SM
MD
LG