د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۳

هشت صبح: بې‌کابینې حکومت هېڅکله نه‌شي کولای له ستونزو سره مبارزه وکړي


کابل ورځپاڼې
کابل ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په نننیو ګڼو کې تر ډېره د سولې او د کابینې د ځنډ موضوع را اخیستې ده.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې ولسي جرګې ته د باور رایې د اخیستلو په موخه د نوې کابینې په ورپېژندلو کې د ځنډ موضوع را اخیستې او لیکلي چې دا مسئله په داسې یوې کړکېچنې موضوع بدله شوې چې معلومه نه‌ده کله به پای ومومي.

د سرمقاله لیکونکي په باور چې افغان حکومت ته اوس‌مهال د سولې پروسه لومړیتوب لري، نو ځکه د کابینې د ورپېژندلو موضوع شا ته پرېښې ده.

خو د سرمقاله لیکونکي په باور، کوم حکومت چې کابینه ونه‌لري هېڅکله نه‌شي کولای چې له ستونزو سره مبارزه وکړي او خلکو ته منظم خدمات وړاندې کړي.

د سرمقالې په وروستۍ برخه کې ټینګار شوی، که چېرې حکومت د پارلماني رخصتیو له ختمېدو سره کابینه معرفي نه‌کړي د خلکو اندېښنې به لا زیاتې شي.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې د سولې په پروسه کې د ځنډ او رامنځته شویو خنډونو ته په اشارې د امریکا په سیاست نیوکه کړې او لیکلي چې "امریکا لا هم دوه مخې لوبه کوي."

ورځپاڼې همدارنګه په حکومتي چارواکو هم تور پورې کړی چې یو مخ د سولې مخالف دي، نو له همدې امله هڅه کوي چې خنډ او ستونزې جوړې کړي چې له همدې امله د خپل واک د تداوم هڅه کوي او له هر لوري هڅه کوي چې د سولې د خبرو د پیل مخه ونیسي.

درېیمه موضوع چې ورځپاڼې د ځنډ اساسي لامل بللی هغه دا دی هغه د طالبانو دریځ دی.

سرمقاله لیکونکي ټينګار کړی چې طالبان له یوه اړخه ډېر وچ او سخت دریځ لري چې په‌کې هېڅ ډول بدلون نه‌راځي.

د سرمقاله لیکونکي په باور، ترڅو چې یو پراخ ولسي فشار رامنځته نه‌شي او ښکېل اړخونه مجبور نه‌کړي، متأسفانه نه‌یوازې د سولې په برخه کې به کوم محسوس پرمختګ ونه‌شي، بلکې جګړه به لا زیاته شي.

  • اطلاعات روز

اطلاعات روز ورځپاڼې په خپل تحلیلي مطلب کې د سولې په پروسه کې د سعودي عربستان په رول بحث کړی.

ورځپاڼې لیکلي، کوم نفوس چې سعودي عربستان په پاکستان لري کولای شي چې د سولې په پروسه کې رغنده رول ولري.

ورځپاڼې دا موضوع هم مطرح کړې چې سعودي دا مهال له طالبانو ملاتړ کوي او په دې پروسه کې د دوی رول د پوښتنې وړ دی چې ایا سعودي به صادقانه رول ولوبوي او کنه.

XS
SM
MD
LG