د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۶

ولسي جرګه د اوړي رخصتۍ وروسته نوماند وزیرانو ته د باور رایه ورکوي


ولسي جرګه
ولسي جرګه

د افغانستان ولسي جرګې وايي، د زمري یا اسد میاشتې په پیل سره د اوړي رخصتیو ته ځي او د رخصتیو په تمامېدو سره به نوماند وزیرانو ته د باور یا نه باور رایه ورکړي.

د ولسي جرګې لومړي مرستیال محمد میرزا کټوازي د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل حکومت په تېرو څو اوونیو کې جرګې ته د نوماند وزیرانو په پېژندلو کې په خپلې ژمنې عمل ونه کړ.

په وزارتونو کې به د سرپرستی دوام د ولسي جرګې د اوړې د رخصتیو تر پایته رسېدو دغه شان روان وي.

د ولسي جرګې ادارې پلاوی وايي، د جرګې غړي به د اساسي قانون پر بنسټ د اسد په لومړۍ نېټه د اوړي رخصتي پیل کړي او یوه نیمه میاشت وروسته کله چې بېرته له رخصتیو راستانه شي که د حکومت د کابینې لېست بشپړ شوی وي نوماند وزیرانو ته به د باور یا نه باور رایه ورکولو لپاره صندوقونه کېږدي.

د دې جرګې لومړی مرستیال محمد میرزا کټوازي د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل،حکومت په ورستیو څو اوونیو کې دوی ته د نوماند وزیرانو د پېژندنې برخه کې په خپله ژمنه عمل ونه کړ.

محمد میرزا کټوازی
محمد میرزا کټوازی

هغه زیاته کړه: "موږ ولسمشر سره د نوې کابینې د معرفۍ په اړه خبرې وکړې، هغه وویل چې دې برخه کې یې خپل کار کړی او په ډاکټر عبدالله فشار راوړئ چې په کابینې کې د خپلې ونډې نوماند وزیران در وپېژني، خو ډاکټر عبدالله تر اوسه نه دی توانېدلی چې د دغه لېست ولسمشرۍ ماڼۍ ته وسپاري."

حکومت څه موده وړاندې ویلي و چې ډیر ژر به نوماند وزیران د د باور رایې اخیستلو لپاره ولسي جرګې ته ور وپېژندل شي.

که څه هم د حکومت په دې ژمنې څو اوونۍ اوښتي ،خو تردې دمه ولسي جرګې ته نوماند وزیران نه دې ورپېژندل شوي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني دوه اوونۍ وړاندې ویلي و چې د مصالحې ملي عالي شورا مشر عبدالله عبدالله لخوا دنوماند وزیرانو نه معرفي کول دا بهیر ځنډولی دی.

خو ملي مصالحې عالې شورا کې یو شمېر سرچینو له دې وړاندې ازادي راډیو ته ویلي وه چې ښاغلي عبدالله دغه لېست ولسمشرۍ ماڼۍ ته استولی دی.

له ډېرو هڅو سره، ولسشمرۍ ماڼۍ او د ملي مصالحې عالي شورا په دې اړه تازه نظر څرګند نه کړ.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې پخوانی غړی او سیاسي فعال خالد پښتون وايي، ولسي جرګې ته د نوماند وزیرانو د پېژندلو په لړۍ کې ځنډ په وزارتونو کې د کارنو بهیر پڅ کړی دی.

خالد پښتون
خالد پښتون

هغه زیاتوي: "لومړی ستونزه دا چې د اسنادو څېړلو او نوماند وزراتونو ته رایې ورکول ۲۰ ورځې نیسي، له دې سره ډېر مهم کارونه ځنډول شوي او نور هم ځنډېږي او دا د هېواد په کچه لویه ستونزه ده، نیمه کابینه د نوماند وزیرانو او نیمه هم د پخوانیو وزیرانو لخوا اداره کېږي."

افغانستان کې د وزارتوو او مهمو ادارو سرپرستي هغه ستونزه ده چې تل جدي انتقادونه پرې شوي.

د افغانستان ملي شورا او عام خلک وايي، په ډېریو مواردو کې سرپرستان ځواب ویوونکي نه دي او د کارونو د پرمخ بیولو او پروژو په پلې کولو برخه کې نا غېړي او بې پروایي کوي.

XS
SM
MD
LG