د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۸

د افغانستان ولسي جرګه: د عامې روغتیا پخوانی وزیر دې ممنوع‌الخروج شي


د افغانستان ولسي جرګې تالار
د افغانستان ولسي جرګې تالار

په افغانستان کې د کرونا ویروس خپرېدو او له دې ویروس سره د مبارزې په برخه کې د ډېرې بودجې ځانګړي کولو سره په عامې روغتیا وزارت کې د فساد موضوع توده شوې ده.

که څه هم ځیني وخت سیمه‌ییزې رسنۍ په دغه وزارت کې د فساد په اړه راپورونه خپروي، خو د ولسي جرګې د مرکزي تفتیش کمېسیون غوښتنه کړې چې د عامې روغتیا پخوانی وزیر دې ممنوع‌الخروج اعلان شي.

د دغه کمېسیون منشي سیمین بارکزۍ ازادي راډيو ته وویل چې د کمېسیون د موندنو په اساس فېروزالدین فېروز د دندې پر مهال د عامې روغتیا وزارت د خریدارۍ او قرادادونو په برخه کې یو شمېر موارد شته چې باید وڅېړل شي.

ښاغلی فېروز وايي چې د ممنوع‌الخروجۍ دنده د ولسي جرګې نه‌ده.

مېرمن بارکزۍ وویل چې د خریداریو او قرادادونو په برخه کې د مرکزي تفتیش کمېسیون موندنې د وزارت له اسنادو سره مطابقت نه‌درلود، نو له همدې امله کمېسیون تصمیم ونیو چې ښاغلی فېروز ممنوالخروج اعلان کړي.

سیمین بارکزۍ
سیمین بارکزۍ

مېرمن بارکزۍ زیاتوي: "کمېسیون او زموږ همکارانو چې پلټنې وکړې، د قرادادونو په ځینو برخو کې لیدل شوي، هغه خریدارۍ چې وزارت له لوري شوي او هغه څه چې کمېسیون پیدا کړي خپلو کې سمون نه‌لري، نو له همدې امله تر هغې چې راپور نه‌وي بشپړ شوی، هغه‌یې ممنوع‌الخروج کړی."

د اغلې بارکزۍ په وینا د ولسي جرګې اداري پلاوي د عامې روغتیا د پخواني وزیر د ممنوع‌الخروجۍ مکتوب اړوندو بنسټونو ته لېږلی.

نوموړې زیاتوي چې د ولسي جرګې د مرکزي تفتیش کمېسیون استازي به تر یوې اوونۍ خپلو پلټنو ته دوام ورکوي.

خو د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي چې د عامې روغتیا د پخواني وزیر د ممنوع‌الخروجۍ په اړه تر اوسه هېڅ رسمي مکتوب دغه وزارت ته نه‌دی رسېدلی.

په ورته وخت کې د افغانستان عامې روغتیا پخواني وزیر فېروزالدین فېروز له لوري ازادي راډیو ته په استولي پیغام کې راغلي چې له قانوني پلوه د یو کس ممنوع‌الخروج اعلانول د ولسي جرګې کار نه‌دی، بلکې دا د لویې څارنوالۍ دنده ده.

د افغانستان عامې روغتیا پخوانی وزیر فېروز الدین فېروز
د افغانستان عامې روغتیا پخوانی وزیر فېروز الدین فېروز

ښاغلی فېروز زیاتوي چې دا پرېکړه د یو کس له لوري نیول شوې او له قانون سره سم چمتو یم چې ځواب ووایم.

په ورته وخت کې د افغانستان لویې څارنوالۍ په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول افغانستان کې د کرونا ۷۶ مثبتې پېښې ثبت شوې چې له امله‌یې ۲۱ کسان مړه شوي او ۴۲۵ تنه ورنه رغېدلي.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې تر اوسه په ټول افغانستان کې ۳۵ زره ۷۰ تنه په کرونا اخته شوي، ۱،۱۱۵ تنه ورنه مړه شوي او همدا شان ۲۲ زره ۸۸۱ تنه ورنه ښه شوي دي.

XS
SM
MD
LG