د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۳

ولسي جرګه: د نوې کابینې ځیني غړي په فساد ککړ دي، رایه نه‌ورکوو


د افغانستان د ملي شورا ولسي جرګه
د افغانستان د ملي شورا ولسي جرګه

د افغانستان ولسي جرګه وايي، د حکومت له لوري د نوې معرفي شوې کابینې یو شمېر غړي تکراري او ځيني په فساد ککړ دي چې له دغې جرګې به د باور رایې خپلې نه‌کړي.

د ولسي جرګې لومړي نائب مېرزا محمد کټوازي د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د غرګولي ۱۵» ازادي راډيو ته وویل چې د نوې کابینې یو شمېر غړي د فساد دوسیې لري.

د ښاغلي کټوازي په وینا په دغو کسانو کې یو هم محمود کرزی دی چې تر اوسه د کابل‌بانک په قضیه کې ښکېل پاتې شوی.

هغه زیاته کړه: "موږ په دې تړاو جدي غبرګون لرو، که حکومت داسې کسان معرفي هم کړي له ولسي جرګې به رایه ترلاسه نه‌کړي، په حکومت مو غږ هم دا دی چې داسې کسان لکه چې ښار جوړونې وزارت ته معرفي کړي، تر دې ډډه وکړي، ځکه دوی اوس هم فساد قضیه کې ښکېل دي، خو موږ به د ده قضیه وڅېړو چې د کابل‌بانک پورونه‌یې ورکړي که ورباندې پاتې دي."

مېرزا محمد کټوازی
مېرزا محمد کټوازی

دا په داسې حال کې ده چې ولسشمر محمد اشرف غني محمود کرزی د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د نوماند او سرپرست وزیر، ډاکتر محمد جواد عثماني د عامې روغتیا د نوماند او سرپرست وزیر، حسینه ساپۍ د ښځو چارو وزارت د نوماندې او سرپرستې وزیرې او اجمل احمدي د افغانستان بانک د عمومي رئیس په توګه رسماً معرفي کړي دي.

د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال دوا خان مینه‌پال له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې نوې کابینه د وړتیاوو له مخې غوره شوې ده.

د ولسمشر ویاند مینه‌پال
د ولسمشر ویاند مینه‌پال

له بلې خوا محمود کرزی په ځان لګېدلي تورونه ردوي او وايي، د کابل‌بانک پورونه‌یې پرې کړي دي.

نوموړي نن پنجشنبه له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل: "د کابل‌بانک موضوع حل شوې ده، کومې قرضې چې ما اخیستې وې، ټولې مې له ټکټانې سره ورکړې دي، یعنې زه لومړنی کس وم چې هم مې اصلي قرضه ورکړې ده او هم د دوی ټکټانه، نو که چېرې ولسي جرګه اسناد غواړي اسناد به وروړو."

د کابل‌بانک د قضیې په اړه لومړنۍ علني محاکمه د ۲۰۱۲ میلادي کال په نومبر میاشت کې جوړه شوه چې په‌کې شیر خان فرنود او خلیل‌الله فروزي دواړه په پنځو پنځو کلونو بند محکوم شول، خو د استېناف محکمې یې بیا د بند موده ۱۰-۱۰ کلونو ته زیاته کړه.

خلیل‌الله فروزي یو ځل په ۱۳۹۴ لمریز کال کې د لنډې مودې لپاره خوشې شو، څو د سمارټ سیټي ښارګوټي د جوړولو قرارداد لاسلیک کړي او ده د قرارداد د لاسلیک پر مهال وویل، هڅه کوي چې د دغې پروژې له ګټې نه د کابل‌بانک پور پرې کړي.

د کابل‌بانک د دوسیې د تعقیب پر مهال دا هم روښانه شوه چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي ورور محمود کرزی او د پخواني ولسمشر د لومړي مرستیال مارشال فهیم ورور حسین فهیم هم د کابل‌بانک په مالي بحران کې ښکېل دي، خو دوی کله هم محکمې ته حاضر نه‌‎شول او دا مهال محمود کرزی وايي، ټول پورونه‌یې ورکړي او په دې اړه اسناد هم لري.

محمود کرزی
محمود کرزی

هڅه مو وکړه څو په دې اړه د کابل‌بانک د تصفیې له کمېټې او لویې څارنوالۍ سره خبرې وکړو، خو دوی له څه ویلو ډډه وکړه.

XS
SM
MD
LG