د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۴

ولسي جرګه: حکومت دې ژر خپله کابینه د رأی اخیستنې لپاره راوپېژني


د افغانستان د ملي شورا ولسي جرګه
د افغانستان د ملي شورا ولسي جرګه

د افغانستان ولسي جرګه له حکومت غواړي چې هر څه ژر خپله کابینه د رایې اخیستو لپاره ور وپېژني.

د افغانستان د نوي حکومت له جوړېدو نږدې څلور میاشتې تېرېږي، خو لا یې هم خپله کابینه ولسي جرګې ته د باور رایې اخیستو لپاره نه ده ور پېژندلې.

د حکومت همدې کار ولسي جرګه په غوصه کړې او خبرداری ورکوي، که حکومت په لنډو ورځو کې کابینه ور معرفي نه کړي، سرپرست وزیران بې صلاحیته کړي.

د ولسي جرګې دویم مرستیال عباس ابراهیم زاده وايي، حکومت په تېرو څو میاشتو ۳ ځله ژمنه کړې چې کابینه به د باور اخیستو لپاره ور معرفي کوي، خو په خپلو ژمنو یې وفا نه ده کړې.

هغه زیاته کړه: "که تر راتلوونکو څو ورځو خپله کابینه معرفي نه کړي او په راتلوونکې بیا دا کار وکړي، ولسي جرګه به یې تالار ته پرې نه ږدي.، همدا ډول سرپرست وزیران به سلب صلاحیت او لاسلیک به یې بې اعتباره اعلان کړي."

خو ښکاري چې په ولسي جرګه د دې موضوع په اړه په داخل کې هم له کړکېچ خالي نه ده.

د ولسي جرګې دویم منشي حجت الله خردمند د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، هغه ډول چې اړینه ده ولسي هم پر حکومت د کابینې د معرفي کولو لپاره لازم فشار نه دی راوستی.

خردمند وايي: "انشاالله راتلوونکو ورځو کې موږ د ولسي جرګې په تالاره کې یوه ډله‌ییزه پرېکړه کوو، موږ به له حکومت وغواړو چې هر څه ژر وزیران ولسي جرګې ته وپېژني، په دې کې هېڅ شک نه‌شته چې په اوسني وضعیت کې حکومت نا مشروع دی."

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې نږدې هره ورځ په ټولنیزو رسنیو کې د بېلابېلو کسانو له‌خوا د نوې کابینې په نوم لیسټونه خپرېږي چې په کې د وزیرانو، معینانو او د خپلواکو ادارو لپاره د نویو ګمارل شویو کسانو نومونه ذکر شوي وي.

خو ارګ بیا دا ډول لیسټونه جعلي بولي او وايي، د کابینې پر تشکیل کار روان دی.

دوا خان مینه پال
دوا خان مینه پال

د ولسمشر د ویاند مرستیال دوا خان مینه‌پال وايي: "د کابینې په معرفۍ حکومت کار کوي، په دې برخه کې یو شمېر سرپرست وزیران معرفي شوي او نور به هم معرفي شوي، کابینه به د ټول افغانستان د سیمو، خلکو، ژبو او قومونو استازولي وکړي."

ولسمشر محمد اشرف غني د خپلې لوړې په مراسمو کې تر دوه اوونیو د نوي حکومت د تشکیل خبره وکړه، خو له ټاکنیزو را ولاړ سیاسي جنجال د دې سبب شو چې دا بهیر وځنډېږي.

اوس یو شمېر اندېښنې پر دې دي چې کېدای شي ولسمشر غني او د مصالحې عالي شورا ريیس عبدالله عبدالله د کابینې لپاره په معرفي کېدونکو اشخاصو ډېر وخت ونیسي.

XS
SM
MD
LG