د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۰

ولسي جرګه: د کرونا وایروس د خپرېدو مخنیوي لپاره د حکومت اقدامات کافي نه دي


د ولسي جرګې د عمومي تالار یو انځور
د ولسي جرګې د عمومي تالار یو انځور

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د کرونا وایروس د مخنیوي په خاطر یې د لا زیات خپراوي په موخه جدي هلې ځلې پیل کړي دي خو ولسي جرګه یې کافي نه بولي.

د عامې روغتیا وزارت وايي، په کرونا وایروس د اخته شویو کسانو لپاره په فردي ډول د قرنطین امکانات په لاس کې نه لري او له خلکو غواړي چې د دې وایروس د مخنیوي په خاطر له دوی سره همکاري وکړي.

د عامې روغتیا وزیر فېروزالدین فېروز چې د یک‌شنبې په ورځ د ولسي جرګې غونډې ته وربلل شوی و وویل، دوی هڅه کوي چې د کرونا وایروس د مخنیوي او تر خوا یې د دې وایروس د لا خپرېدا د مخنیوي په خاطر خلکو ته ښه امکانات برابر کړي.

د عامې روغتیا وزیر فېروزالدین فېروز
د عامې روغتیا وزیر فېروزالدین فېروز

هغه زیاته کړه: "په هرات کې په کرونا د اخته کسانو لپاره یو سل بستریز روغتون جوړ شو او هڅه کېږي چې پر دې وایروس د اخته کسانو د شمېر په ډېرېدو سره، درې سوه بستره نور هم په دې ولایت او هغو ولایتونو کې چې ایران سره ګډه پوله لري، جوړ شي، د سکین لپاره زیات کسان ګمارل شوي، څو هغه کسان چې له پولو را اوړي، معاینه شي. "

ښاغلی فېروز زیاتوي، تر اوسه په ټول افغانستان کې ۱۶ تنه په کرونا وایروس اخته شوي چې ۱۱ یې په هرات، ۳ یې په سمنګان، ۱ په بلخ او ۱ بل په کاپیسا ولایت کې دي.

ولسي جرګې د یک‌شنبې په ورځ د عامې روغتیا وزیر سربېره، د کورنیو چارو، کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو، بهرنیو چارو، د سرحدونو او قبایلو چارو او همدا ډول پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارتونو مسوولان ور بللي وو، څو د کرونا وایروس پر وړاندې د شوي چمتووالي په اړه معلومات ورکړي.

دې غونډه کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مرستیال فریدون بارکزي وویل، له ایران څخه راستانه شوي کډوال نه یوازې هرات کې تم دي، بلکې نورو ولایتونو ته هم تللي چې دا خپله د کرونا وایروس د خپرېدو خطر ډېروي.

بل لورته بیا د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي وايي، ډېری کډوالي په ایران کې د کرونا وایروس له وېرې په خپله خوښه افغانستان ته راځي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي

ښاغلی بلخي په سرحدونو کې د روغتیايي امکاناتو په ډېرولو ټینګار کوي.

بلخي زیاته کړه: "د دې لپاره چې د کډوالو بېرته راستنېدنه زیاته شوې، باید روغتیايي ټیمونه هلته زیات شي، ځکه هلته محدودې دستګاوې لرو چې په دې سره په یوه ورځ کې د لس زره کسانو معاینه سخت کار دی، دا شمېر باید زیات شي. "

ولسي جرګې ته په ځواب کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست هارون چخانسوري وویل، د افغانستان ټولو ډیپلوماټیکو ادارو ته لارښوونه شوې چې له هغو افغان کډوالو سره چې له روغتیايي ستونزو سره مخ کېږي، لازمه همکاري وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست هارون چخانسوري
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست هارون چخانسوري

خو د ولسي جرګې یو شمېر غړي د حکومت له‌خوا د کرونا وایروس پر وړاندې اوسنۍ هلې ځلې کافي نه بولي او زیاتوي، هغو ولایتونو ته باید زیات امکانات برابر شي چې له ایران سره په پوله پراته دي.

دا په داسې حال کې چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې د کرونا ۵ مثبتې پېښې ثبت شوي او حکومت په ټولو مناسبتي غونډو او نورو را ټولېدونو بندیز لګولی.

د افغانستان حکومت همدا ډول ټول ښوونیز نظام د وري میاشتې تر ۳۰مې نېټې ځنډولی او له خلکو یې هم غوښتې چې خپلې روغتیا ته پام زیات کړي.

XS
SM
MD
LG