د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۳ وری ۱۳۹۹ کابل ۰۳:۲۰

افغانستان

د روانې میاشتې له پیله تر اوسه ۴۵ زره افغان کډوال له ایرانه راستانه شوي

د اسلام کلا بندر

د هرات د کډوالو او راستیندونکو چارو د ریاست چارواکي وايي، په ایران کې د کرونا وایروس د خپرېدو له کبله د کب د میاشتې د پیل راهېسې تر اوسه شا او خوا ۴۵ زره افغان کډوال له دې هېواده د اسلام کلا بندر له لارې هرات ته راستانه شوي دي.

د دې ادارې رییس جاوید نادم د شنبې په ورځ د ازادي راډیو ته وویل: "د کب د میاشتې له لومړنۍ نېټې څخه په ایران کې د کرونا وایروس خپرېدل زیات شوي، تر اوسه پورې زموږ شا او خوا ۴۵ زره هېوادوال په خپله خوښه له ایران راستانه شوي دي، خوشبختانه تر اوسه مو د کرونا مشکوکې پېښې نه دي لرلي، یوازې د پنجشنبې په ورځ یوه مشکوکه قضیه وه چې ناروغ په اسلام کلا کې له صفري نقطې د امبولانس په وسیله هرات ته انتقال شو."

د افغانستان روغتیايي چارواکي اندېښمن دي چې هغه افغان کډوال چې له ایران راستنیږي ښايي له ځان سره افغانستان ته د کرونا وایروس ولېږدوي.

تر اوسه پورې یوازې د افغانستان په هرات ولایت کې په کرونا وایروس د اخته کېدو شپږ پېښې ثبت شوې او دا چې دا ولایت د ایران سره د تګ راتګ په لومړۍ کرښه کې دی، د کرونا د خپرېدو له جدي خطر سره مخ کې ګڼل کیږي.

ایران په نړۍ کې یو له هغو څو هېوادونو څخه دی چې د کرونا وایروس تر ټولو زیات ځپلی دی.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

هلمند کې ماین چاودنې ۸ ملکي وګړي وژلي

د هلمند نقشه

د هلمند په نهر سراج ولسوالۍ کې اته ملکي وګړي وژل شوي او دوه ټپیان دي.

د هلمند د امنیه قوماندانۍ ویاند په یوه خبرپاڼه کې نن وویل چې د دې کسانو موټر په ماین الوتی دی.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د چاودنې په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

کومې ډلې لا د دې پېښې مسؤلیت نه‌دی اخیستی.

افغانستان کې له سیاسي سیالانو د ملګرو ملتونو امنیت شورا غوښتنه

افغان ولسمشر محمد اشرف غني او سیاسي سیال‌یې عبدالله عبدالله

د ملګرو ملتونو سازمان امنیت شورا په افغانستان کې له سیاسي سیالانو وغوښتل چې "سره راټول شي" او له طالبانو سره د خبرو په بشپړولو دې د دغه هېواد د اوږدې او پُر مصرفه جګړې په پای ته رسولو کې مرسته وکړي.

د امنیت شورا غونډه پرون د وېډیو کنفرانس له لارې جوړه شوې وه.

د غونډې ګډونوالو ته په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازولۍ مرستیالې او د یوناما مسؤلې انګریډ هېډن وویل چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني او سیاسي سیال‌یې عبدالله عبدالله باید د دغه هېواد په تاریخ کې له دې حساسې شېبې ښه ګټه واخلي.

د هغې په حواله په یوه بیان کې راغلي: "داسې برېښي چې افغانستان یوې ټاکونکې شېبې ته رسي."

د متحده ایالاتو په مشرۍ د ائتلاف د مداخلې له پیل شاوخوا دوه لسیزې وروسته، اوس‌مهال د اسلامي جمهوریت لپاره دا پوښتنه راپورته کېږي. ایا د دوی مشران کولای شي د تل‌پاتې سولې د ترلاسه کولو لپاره له طالبانو سره په معنی خبرو کې برخه واخلي؟"

د فبرورۍ په ۲۹مه د امریکا او طالبانو ترمنځ تړون وشو.

تر دغه تړون څو ورځې وروسته په کابل کې ولسمشر اشرف غني لوړه وکړه او اخوا پخواني اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم چې د انتخاباتو پایله نه‌وه منلې د تحلیف مراسم پر ځای کړل او د ولسمشرۍ دعوه‌یې وکړه.

امریکا د همدغو سیاسي کړکېچونو او په یوه ټول‌شموله حکومت د اشرف غني او عبدالله عبدالله د نه‌جوړېدو لپاره له افغانستان سره د خپلو یو میلیارد ډالرو مرستو د بندولو اعلان وکړ.

د افغان ولسمشر اشرف غني او د هغه د سیال عبدالله عبدالله ترمنځ د روغې جوړې لپاره امریکا، لوېدیځ ډیپلوماتان او یو شمېر افغان سیاستوال هڅې کوي.

هرات کې د اوبلن ګاز بيه ټیټه شوه

ارشیف، هرات کې دوه نجونې د اوبلن ګازو د ډبو د لېږدولو پر مهال.

په هرات کې د اوبلن ګاز بيه ټیټه شوې ده.

د هرات د والي وياند جېلاني فرهاد نن ازادي راډیو ته وويل چې دغه اقدام له مستهلکينو د ملاتړ کمېټې او له احتکار او ګران پلورنې سره د مبارزې کمېټې په هڅو ترسره شوی.

دغه کمېټه د هرات د والي د مرستيال تر مشرۍ لاندې فعاليت کوي.

ښاغلی فرهاد وایي، د اوبلن ګازو د واردوونکو خصوصي برخې له فعالينو سره په همغږۍ او تفاهم کې یې پرېکړه کړې چې يو کيلو اوبلن ګاز په ۴۰ افغانۍ وپلورل شي.

د اوبلن ګاز واردوونکو د خصوصي برخې فعالانو هم دغه پرېکړه تأييده کړې ده او اعلان‌یې کړی چې د خلکو د اړتيا وړ اوبلن ګاز به په ټاکلې بيه وړاندې کړي.

نامعلومو کسانو لغمان کې د یوه بڼ ۴۰۰ ونې اره کړي

په لغمان کې د باغ اره شوې ونې.

نا معلومو کسانو په لغمان کې د یوه مېوه لرونکي بڼ ۴۰۰ ونې اره کړي دي.

د لغمان د والي ویاند اسدالله دولت‌زي ازادي راډيو ته وویل چې پرون شپه د لغمان د مشالې کمر په سیمه کې نامعلومه کسانو د ملا دراني د بڼ ۴۰۰ بېلابېل ډوله مېوه لرونکي ونې چې تازه په مېوې راغلي و، اره کړي دي.

دولت‌زي وویل دا بڼ د لغمان د کرنې ریاست په همکارۍ جوړ شوی و.

ښاغلی دولت‌زی وایي چې تر اوسه د پېښې عاملین نه‌دي معلوم خو په خبره‌یې چې د کشفي ارګانونونو له خوا په دې اړه څېړنې پیل شوي.

د لغمان د کرنې ریاست مسؤلینو دغه کړنه غندلې او دا یې د کرنې سکټور د پرمختګ د دښمنانو کار بللی دی.

اخوا په کابل کې د ولسمشر اشرف غني ویاند صدیق صدیقي په خپله فېس‌بوک پاڼه د لغمان د همدغه بڼ د پرې شویو ونو د عکسونو په اچولو لیکلي چې: "زموږ د وطن په وړاندې تر دې حده دښمني، جهالت او کرکه؟"

د ولسمشر ویاند ویلي چې د لغمان والي باید د دې جنایت د عاملینو په پېژندلو کې له حده زیاته هڅه وکړي.

'نړیواله ټولنه باید افغانستان سره د کرونا مخنیوي لپاره مرسته وکړي'

کرونا

نړیواله ټولنه باید له افغانستان سره د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره مرسته وکړي.

د ماشومانو د خوندیتوب د نړیوالې ادارې (سېف د چلډرن) مشر تیموتي بیشیپ دا غوښتنه پرون د یوې خبرپاڼې له لارې وکړه.

په افغانستان کې د دې ادارې ویاندې مریم عطایي تېره شپه ازادي راډیو ته وویل: "ښاغلي تیموتي ویلي دي چې افغانستان له کرونا سره د مبارزې لپاره د نړیوالې ټولنې مرستې ته اړتیا لري. لکه څرنګه چې په دې خبرپاڼه کې راغلي دي، د جګړو په ترڅ کې د افغانستان روغتیایي سیستم خراب شوی او دلته ښه طبي تجهیزات نه‌شته."

د افغانستان روغتیا وزارت ویلي دي چې له کرونا سره د مبارزې لپاره میلیونونو ډالرو ته اړتیا لري.

د دې وزارت ویاند وحیدالله مایار پرون په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، تر اوسه ۱۵ میلیونه ډالر دوی ته سپارل شوي دي. د ده په وینا په افغانستان کې په کرونا ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۱۸۷ ته رسېدلی دی.

په افغانستان کې د کرونا ویروس ۱۹۶ مثبتې پېښې

په هرات کې د کرونا پېښې ۱۴۳ تنو ته رسېږي.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وایي، د کرونا مثبتې پېښې په هېواد کې ۱۹۶ ته ورسېدې.

د دې وزارت ویاند وحید مایار تېر ماښام وویل چې دا شمېرې وروسته تر دې لوړې شوې چې د نویو ۲۱ تنو پایله مثبته شوه. د کرونا تر ټولو ډېر ناروغان په هرات کې دي چې هلته ۱۴۳ تنو ته رسېږي.

په دې ترڅ کې تمه ده چې نن یوه اندازه طبي تجهیزات له چین څخه افغانستان ته راورسېږي.

د عامه او ستراتېژیکو چارو په برخه کې د افغانستان د ولسمشر سلاکار وحید عمر پرون ناوخته ازادي راډیو ته وویل چې له دې وسایلو څخه به د کرونا ناروغانو د تشخیص او درملنې لپاره استفاده وشي.

هغه زیاته کړه: "د طبي تجهیزاتو محموله له چین څخه چې له کرونا ناروغۍ سره د مبارزې لومړی مرکز و، افغانستان ته رارسېږي."

د لومړي ځل لپاره کرونا ویروس د چین په ووهان ښار کې وپېژندل شو او بیا د افغانستان په ګډون د نړۍ ګڼو هېوادو ته خپور شو.

ننګرهار کې ځیني کارګران: اولادونه به مو له لوږې ومري

ارشیف

که څه هم په جلال‌اباد ښار کې د کرونا ویروس له وېرې پخوانۍ ګڼه ګوڼه نه‌ترسترګو کېږي او لوی کاروبارونه درېدلي او د ښار ډېره برخه‌یې تړل شوې، خو ډېری خلک لا هم هره ورځ د ښار واټونو او چوکونو ته د کار روزګار د پیدا کولو او خپلې کورنۍ ته د نفقې د ګټلو لپاره د کار په تمه راوځي.

دغه خلک وایي، له کومې ورځې چې ښار تړل شوی، له هغې راهیسې یې مزدوري ورکه شوې او اندېښمن دي چې که خپل ورځنی ژوند همداسې مخ پر وړاندې یوسي، نو د کرونا پر ځای به‌یې اولادونه له لوږې ومري.

دوی وایي، حکومت بې له دې چې د خوار او غریب په اړه فکر وکړي او د دوی ژوند وسنجوي، په ښار یې بندیزونه لګولي دي.

د دوی په خبره، مخکې له دې چې ښار او کار وتړل شي، باید د نادارو خلکو د کار او نفقې لپاره‌یې له مخکې چمتووالی نیولی وی.

یو تن وویل: "زموږ دا دوهمه هفته وشوه چې دلته راځم او کار نه‌وي، ۱۰ کسان راترغاړه دي، کار روزګار نه‌شته بس دغلته وږي تږي ناست یوو او یو بل ته ګورو نو نور به څه وکړو؟"

د ننګرهار والي وایي چې هېڅ‌څوک له لوږې نه‌مري، خو د ښار په تړلو سره غواړي چې د سلګونه خلکو د مړینې مخه ونیسي.

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل وایي، سمه ده چې ناچاري او ستنونزې به وي، خو دا چې د کرونا د مرګوني ویروس مخنیوی شوی وي، مجبور دي چې د ښار ځینې هټۍ او د ګڼې ګوڼې ډک ځایونه بند کړي.

د یادونې وړ ده چې په ننګرهار سربېره له تېرو څو ورځو راهیسې د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د خوراکي توکو د کمښت او بیو لوړېدو په اړه اندېښنې داسې مهال زیاتې شوي چې څه موده وړاندې جمهور رئیس محمد اشرف غني خلکو ته ډاډ ورکړی و چې افغانستان د هېڅ ډول لومړنیو موادو له کمښت سره مخ نه‌دی.

سرچینه: د ملي امنیت د جندر برخې ټپي شوې رئیسه مړه شوه

ارشیف

د افغانستان د ملي امنیت ریاست یوه سرچینه ازادي راډیو سره په خبرو کې تأییدوي چې د دغه ریاست د جندر رئیسه جنرال شرمیلا فروغ مړه شوې ده.

دغه سرچینې ونه‌غوښتل چې د موضوع د حساسیت له کبله خپل نوم واخلي، خو زیاته‌یې کړه چې په دې اړه به د دغه ریاست له‌خوا ډېر ژر اعلامیه خپره شي.

ویل کېږي چې جنرال شرمیلا فروغ تېره ورځ د یو مقناطیسي ماین په چاودنه کې چې د دې په موټر کې ځای پر ځای شوی و سخته ټپي شوه چې نن‌یې ساه ورکړه.

سرچینې وویل چې د پېښې د عاملینو د نیولو لپاره د دوی هڅې روانې دي، خو په ډاګه‌یې نه‌کړه چې دا د چا کار کېدلای شي.

امنیتي چارواکي: لغمان او ننګرهار کې ۶ وسله‌وال طالبان وژل شوي

ارشیف

په ختیځ کې د ملي اردو چارواکي په ننګرهار او لغمان کې د ۶ وسله‌والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي.

د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مسؤلان ادعا کوي چې په تېرو دوو اوونیو کې په ننګرهار او لغمان کې د وسله‌والو طالبانو له لوري د افغان ځواکونو پر پوستو ۱۰ وسله‌والې حملې شوي چې د دوی له‌خوا په شا تمبول شوي دي.

د یادې قول اردو ویاند هارون یوسفزي وویل، د ننګرهار په شېرزادو کې وسله‌وال له افغان ځواکونو سره په نښته کې د یادې ډلې د یو قوماندان چې په منصور مشهور و، وژل شوی او پنځه ملګري یې ټپیان شوي دي.

هغه زیاته کړه په ورته مهال د لغمان په علیشنګ او الینګار ولسوالیو کې هم د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ نښته شوې چې پر مهال‌یې ۵ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.

ښاغلي یوسفزي وویل: "تېرو دوو اوونیو کې د وسله‌والو طالبانو ۱۰ ډله‌ییز بریدونه په شا تمبول شوي، طالبانو په تېرو دوو اوونیو کې د ننګرهار په شېرزادو او د لغمان په الینګار ولسوالیو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په پوستو بریدونه کړي چې افغان زړورو سرتېرو ورسره جګړه پیل کړه چې په شېرزادو کې د طالبانو یو قوماندان وژل شوی او پنځه ټپیان شوي او د لغمان په علیشنګ او الینګار کې پنځه طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي."

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

'ننګرهار روغتون کې مړ شوی کس په کرونا ویروس اخته نه‌و'

د ننګرهار نقشه

د ننګرهار عامې روغتیا مسؤلین وایي، د هغه ناروغ د معایناتو نتیجه منفي راغلې چې د کرونا ویروس شکمنې نښې یې درلودې او تېره ورځ په روغتون کې مړ شو.

د ننګرهار د عامې روغتیا ویاند ظاهر عادل نن سې شنبه د وري په ۱۲مه ازادي راډيو ته وویل چې یاد ناروغ ۶۵ کلن وو او د شکر او زړه د ناروغۍ له امله‌یې ساه ورکړې.

دا کس د ننګرهار اوسېدونکی وو.

د ښاغلي عادل په خبره، د دغه ۶۵ کلن سړي معاینات د مارچ په ۲۸مه کابل ته لېږل شوي وو چې تېره شپه ناوخته‌یې پایله له دوی سره شریکه شوه. ده وویل د ناروغ سړي مړی نن د هغه کورنۍ ته وسپارل شو.

مخکې خلکو اندېښنه څرګنده کړې وه چې ښايي دغه ناروغ د روغتیایي کارکوونکو د بې‌غورۍ او په وخت د تشخیص نه‌کېدو له امله مړ شوی وي.

په ننګرهار کې تر اوسه د کرونا ویروس په تړاو ۷ پېښې ثبت شوي چې ۶یې منفي او یوه‌یې مثبته ده.

تخار کې د غیر مسئوله وسله‌والو نښته کې ۳ ملکیان وژل شوي

د تالقانو ښار یوه څنډه- ارشیف

د تخار ولایت په کلفګان ولسوالۍ کې د غیر مسئوله وسله‌والو په نښته کې ۳ ملکیان وژل شوي دي.

د تخار د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالخلیل اسیر د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې تېر ماښام د کلفګان ولسوالۍ په خان دستمال سیمه کې د دوو غیر مسؤله قوماندانانو د کسانو ترمنځ په نښته کې ۳ ملکي کسان ووژل شول.

ښاغلي اسیر زیاته کړه چې دولتي ځواکونه د دغو غیر مسؤله وسله‌والو د نیولو په هدف سیمې ته لېږل شوي، خو غیر مسؤل کسان له سیمې تښتېدلي دي.

ده وویل چې د کلفګان ولسوالۍ د خان دستمال سیمې اوسېدونکو د اعتراض په توګه د بدخشان-تخار لویه لاره د ټرافیکو پر مخ وتړله د او د دې پېښې د عاملینو د مجازات غوښتنه‌یې وکړه.

چارواکي: کندز کې ۶ طالبان او یو د ملي اردو سرتېري وژل شوي

ارشیف

د کندز په دشت ارچي ولسوالۍ کې په وسله‌واله نښته کې د ملي اردو د یوه سرتېري او ۶ طالب وسله‌والو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی.

ځايي چارواکي وايي چې تېره شپه وسله‌والو طالبانو د دشت ارچي ولسوالۍ په قولق سیمه کې د دولتي ځواکونو پر پوستو حمله وکړه چې د سهار تر درې نیمو بجو روانه وه.

د دشت ارچي ولسوال نصرالدین سعدي د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د وري ۱۲» ازادي راډيو ته وویل چې تېره شپه ۱۲ بجې د طالبانو حمله پیل شوه او په نتيجه کې يې یو د ملي اردو سرتېری ووژل شو او درې نور ټپيان شول او همداراز ۶ وسله‌وال طالبان ووژل شول.

ده زیاته کړه: "د شپې پر ۱۲ بجو دښمن پر امنیتي ځواکونو حمله وکړه چې تر درې څلورو بجو يې دوام وکړ، په دې حمله کې زموږ د امنیتي ځواکونو یو کس شهید شو او درې ټپیان دي او د مخالف لوري ۶ کسان ووژل شول."

ښاغلي سعدي زیاته کړه چې نوي ځواکونه د مرستې لپاره ورسېدل او طالبان له سیمې ووتل.

طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.

ارزګان چارواکي: د ښاروالۍ عواید ۶۰ فیصده زیات شوي

د ارزګان نقشه

د ارزګان چارواکي وایي، تېر لمریز کال د مرکز ترینکوټ د ښاروالۍ عواید، د وړم کال په نسبت، شااوخوا ۶۰ فیصده زیات وو.

د ترینکوټ ښاروال نعمت‌الله بختیار پرون دوشنبه ازادي راډیو ته وویل، د دوی د تېر کال عواید په تېره یوه لسیزه کې تر بل هر کال زیات وو.

هغه زیاته کړه: "د ۱۳۹۷ ل کال په وروستیو شپږو میاشتو کې د ترینکوټ ښاروالۍ عواید ۳۴ سلنه زیات شوي و چې په ۱۳۹۸ل کال کې د ښاروالۍ په عوایدو کې ۶۵ فیصده زیاتوالی راغی. په تېرو ۱۰ کلونو کې د ترینکوټ ښاروالۍ عواید له ۱۰ تر ۱۱ میلیونو افغانیو نه‌وو اضافه شوي."

د ترینکوټ ښـاروال وایي، دوی پـه ۱۳۹۸ل کال کې نـږدې ۲۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي. ښاروال د عوایدو د زیاتېدو یو علت د تعرفو د سیستم معیاري کـول، د فزیکي پیسو پر ځای په انلاین بڼه مالي خدمات، له هټۍوالو د تېرو ۷ کلونو د مالیې ټولول، لـه دولتي او غیر دولتي ادارو د پورونـو ټولول او نور فعالیتونه وګڼل.

له پاکستان راستنېدونکي کسان تورخم کې قرنطین کېږي

تورخم دروازه

د ننګرهار والي وایي، هر هغه کس چې له تورخم دروازې دغه ولایت ته اوړي، له دوو تر درېیو اوونیو په تورخم کې قرنطین کېږي.

شاه محمود میاخېل پرون مازیګر په یوه وېډیویي پیغام کې وویل، تورخم دروازه تړلې ده او پاکستان چا ته اجازه نه‌ورکوي چې افغانستان ته واوړي.

هغه زیاته کړه: "هر څوک چې له پېښوره تورخم ته راځي، له ۱۴ تر ۲۱ ورځو په تورخم کې پاتې کېږي. دوی ته مو خیمې او مشخص ځایونه ټاکلي دي. ډاکتران، روغتیایي خدمات او امکانات ورته زموږ له‌خوا برابر شوي دي."

پاکستان، د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په هدف تورخم دروازه د مارچ پر ۱۶مه، د مسافرو پر مخ وتړله.

د مسافرو ترڅنګ پر دغه دروازه تجارتي موټرو ته هم د تګ راتګ اجازه نه‌ورکول کېږي چې دې کار سوداګرو ته سخت مالي زیانونه اړولي دي.

د پکتیکا، خوست، غزني او ننګرهار له زندانونو ۱۳۷ بندیان خوشې شوي

ارشیف

د پکتیکا، خوست، غزني او ننګرهار له زندانونو پرون ۱۳۷ تنه بندیان خوشې شول.

چارواکي وایي، دغه بندیان په زندانونو کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په موخه خوشې شوي دي. د ولسمشر د فرمان له مخې، له دې جملې ۱۶ بندیان د پکتیکا له زندانه خوشې شول.

د پکتیکا والي مجیب‌الرحمن څمکني پرون دوشنبه «۱۳۹۹ کال د وري ۱۱» په مرکز ښرنه کې رسنیو ته وویل: "د ولسمشر د فرمان پر اساس، نن دوشنبه په پکتیکا کې ۱۶ تنه محبوسین او یو معجوز د ولسمشر د لومړي فرمان پر اساس خوشې کېږي."

د دې ترڅنګ د خوست له زندانه ۳۲ او د غزني ولایت له زندانه د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۸ بندیان خوشې شول.

د ننګرهار چارواکو پرون د ۶۱ بندیانو د خوشې کېدو خبر ورکړ.

په هرات کې هم چارواکي وایي له یکشنبې ۱۴۱ تنه بندیان خوشې شوي او په پام کې ده تر ۵۰۰ پورې بندیان د دغه ولایت له زندانه خوشې شي.

حکومت تېره پنجشنبه د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره، د ښځو، ماشومانو او ناروغانو په ګډون د افغانستان له زندانونو د شاوخوا ۱۰ زره بندیانو د خوشې کېدو فرمان ورکړ.

حکومت ویلي هغه بندیان به چې د کورني او بهرني امنیت پر خلاف جرایم کړي، نه‌خوشې کېږي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG