د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۷

ولسي جرګه: حکومت دې د باور رایې اخیستنې لپاره د کابینې نوې غړي ور وپېژني


ولسي جرګه
ولسي جرګه

د افغانستان ولسي جرګې له حکومته غواړي چې د نوې کابینې غړي ژر تر ژره دغې جرګې ته ور وپېژني.

د دغې جرګې لومړي مرستیال محمد مېرزا کتوازي ازادي راډیو ته وویل چې حکومت باید په وزارتونو کې د سرپرستۍ لړۍ ته د پای ټکی کېږدي.

د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ تر سیاسي هوکړې وروسته اوس مهال د افغانستان ولسي جرګه ټینګار کوي چې نوي نوماند وزیران باید ژر تر ژره د باور رایې د ترلاسه کولو لپاره یادې جرګې ته ور وپېژندل شي.

د دغې جرګې لومړي مرستیال محمد مېرزا کتوازي د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په وزارتونو کې د سرپرستانو د کار دوام لوی سرخوږی جوړ کړی او ټینګار یې وکړ چې دغه فرهنګ باید نور پای ومومي.

هغه زیاته کړه: " باید ژر تر ژره نوې کابینه معرفي شي، کله چې کابینه له ولسي جرګې د باور رایه ترلاسه کړي وزیران به د ولسي جرګې غړیو ته ځواب ویونکي وي چې له دې سره به له یوې خوا په کارونو کې پرمختګ وشي او له بلې خوا به د قانون په چوکاټ عمل وشي."

دا خبرې داسې مهال مطرح کېږي چې د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله تر منځ له څو میاشتنیو کړکېچونو او چنې وهلو وروسته یو ه سیاسي هوکړه رامنځته شوه.

د دغې هوکړې پر بنسټ عبدالله عبدالله د ملي مصاحې د عالي شورا مشر شو او د کورنیو چارو وزارت په ګډون ١١ مهم وزارتونه ورکړل شوي دي.

په ورته وخت کې د ولسمشر ویاند لطیف محمود وایي، ولسمشر غني په یو پراخ بنسټه سیاسي حکومت معتقد دی چې د خلکو د ارادې ممثل وي.

لطیف محمود معاون سخنگوی ریاست جمهوری افغانستان
لطیف محمود معاون سخنگوی ریاست جمهوری افغانستان

هغه وویل: "د افغانستان جمهور رئیس په یو پراخ بنسټه حکومت معتقد دی، داسې حکومت چې د خلکو د ارادې ممثل وي، مشارکت او پلورالیسم یو اصل دی، ورستي اقدامات د ملي اجماع د پیاوړتیا بیانوونکي دي، دا په حقیقت کې د لوړي په ورځ د افغان ولسمشر ژمنه وه او مونږ د یو ځواب ویونکي حکومت لپاره اساسي ګامونه اخیستي دي."

خودا چې حکومت به کله ولسي جرګې ته د کابینې غړي ور معرفي کوي نوموړي یي په اړه مشخص څه ونه ویلي.

د یوشمېر سرپرستانو له لوري د وزارتونو اداره کېدل تو له هغو ستونزو شمېرل کېږي چې د افغانستان ملي شورا په کراتو پرې انتقاد کړی.

د ملي وحدت حکومت پرمهال د یوې اوږدې مودې لپاره وزارتونه او حکومتي ادارې د سرپرستانو لخوا اداره کېدلې.

خو ولسمشر غني د لوړي په مراسمو کې ژمنه وکړه چې ژر تر ژره به وزیران مشخص او د باور رایې د خپلولو لپاره ولسي جرګې ته ور معرفي کړي، هغه ژمنه چې تر اوسه یې عملي بڼه خپله کړې نه ده خپله کړې خو د یو شمېر وزارتونو او ملي امنیت ریاست لپاره کسان نوماند کړي دي.

XS
SM
MD
LG