د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۸

عبدالله: له دندو د ځینو حکومتي چارواکو د لېرې کېدو په اړه اطلاع نه لرم


د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله
د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله

اجرائیه رئیس وايي، له دندو د ځینو حکومتي چارواکو د لېرې کېدو په اړه اطلاع نه لري.

د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وايي، د وزیرانو په کچه وروستۍ ټاکنې یو سیاسي تصمیم دی.

ده د دوشنبې په ورځ د وزیرانو شورا د ناستې په پیل کې وویل، د ځینو حکومتي چارواکو د لېرې کېدوپه اړه په جریان کې نه دی او په خبره یې چې دا کار شرموونکی دی.

ده وویل:

"د خواشینۍ ځای دا دی، کله چې تغییرات راځي، خلک او وزیران د ټولنیزو شبکو له لارې خبرېږي، یوه ورځ دوه ورځې اوازه شي او بله ورځ یې حکم خپور شي، د نړۍ په کوم ځای کې دود دی چې په دې توګه اجرات وشي، زه د اجرائیه رئیس په توګه خجالت کاږم، کله چې د وزیر صاحب دنده یې ختمه شوې وه او له مایې وپوښتل چې تاسې په جریان کې یاست، ورته مې وویل، قطعاً په جریان کې نه یم."

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ پخوانی وزیر شهزادګل اریوبی او د اوبو او برښنا وزارت پخوانی سرپرست محمد ګل خلمي له دندو لېرې شوي دي.

د ولسمشر د حکم په اساس، فهیم هاشمي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د سرپرست وزیر په توګه د باور رأیو د خپلولو په خاطر ولسي جرګې ته پېژندل شوی دی.

دغه شان تازه د افغان ولسمشر په حکم عبدالتواب بالاکرزی د لوړو زده کړو وزارت د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.

اجرائیه رئیس دغه شان په دغه ناسته کې وویل چې دا مقرریانې په انتخاباتي فضا کې ترسره شوې دي.

خو د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې د ولسمشر له خوا تول اقدامات د هغو صلاحیتونو پر بنسټ دي چې قانون هغه تسجیل کړي دي.

د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي
د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي

"تول اقدامات چې د ولسمشر له خوا کېږي، د هغو صلاحیتونو پر بنسټ دي چې په قانون کې یې په اړه ویل شوي دي، په ورته وخت کې کومې اندېښنې چې د ولسمشرۍ نوماندان مطرح کوي، ولسمشر هر ډول هغه رغووونکي بحث ته چمتو دی چې له انتخاباتو سره مرسته وکړي."

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټيم تېره اوونۍ هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي وو چې د ولسمشرۍ د نوماندانو د وروستي نوملړ تر اعلان وروسته باید د دولتي مامورینو د لېرې کولو او مقررۍ په برخه کې د ولسمشر صلاحیتونه له ځنډ پرته محدود شوي وای.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG