د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۰

وحید عمر او فېروزالدین فېروز څارنوالۍ ته وپېژندل شول؛ مشرانو جرګه دا واک لري؟


(ښی) وحید عمر او فېروزالدین فېروز
(ښی) وحید عمر او فېروزالدین فېروز

د افغانستان مشرانو جرګې د حکومت دوه مهم چارواکي د کرونا ویروس د خپرېدو برخه کې د ځواب نه‌درلودلو له امله لویې څارنوالۍ ته پېژندلي دي.

دغې جرګې د عامې روغتیا وزیر په دې تورن کړی چې د کرونا ویروس مخنیوي برخه کې کمزوري او د 'کووېډ-١٩' ناروغانو ته‌یې سمه پاملرنه نه‌ده کړې.

له دې سره جرګه د يوې دولتي کمېټې له‌خوا د کرونا ویروس خپرېدو په اړه د عامه پوهاوي برخه کې د ٢٧ میلیونه افغانیو لګښت د پوښتنې وړ یادوي.

د مشرانو جرګې د شکایتونو اورېدو کمېسیون مشر زلمي زابلي د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د غويي ۱۱» ازادي راډیو ته وویل د عامې روغتیا وزیر فېروزالدین فېروز او د ولسمشر ځانګړی استازی وحید عمر یې څو ځلې د دې موضوع د وضاحت لپاره غوښتي، خو هغوی ځواب ویلو ته نه‌دي حاضر شوي.

زلمی زابلي
زلمی زابلي

ښاغلی زابلی زیاتوي: "دوی د مشرانو جرګې درېیو مکتوبونو ته اعتنا ونه‌کړه بالاخره مشرانو جرګې دا پرېکړه وکړه چې دا دواړه ښاغلي لویې څارنوالۍ ته وروپېژني چې اساسي قانون او پارلماني اصول‌یې تر پښو لاندې کړي او ناستې ته نه‌دي راغلي."

خو د افغانستان عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار وایي د روغتیا وزیر افغانستان کې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله د مشرانو جرګې ناستې ته نه‌دی ورغلی.

ښاغلی مایار وايي: "نن‌یې د عامې روغتیا وزیر هغې ناستې ته غوښتی و چې یوه لویه ناسته وه، کله چې د عامې روغتیا وزیر د لویو ناستو مخالف دی، نو ګډون نه‌کول یې هم یو منطقي لامل دی."

وحیدالله مایار
وحیدالله مایار

آقای مایار افزود: "امروز وزیر صحت عامه را در نشستی خواستند که یک تجمع است. وقتی که وزیر صحت عامه خلاف تجمعات است، اشتراک نکردنش هم یک دلیل علمی و مسلکی دارد."

وحید عمر مشاور روابط عامه و استراتژیک رئیس جمهور در این باره اظهار نظر نکرده، اما پیش از این از مصرف ۲۷ میلیون افغانی برای آگاهی‌دهی درباره شیوع ویروس کرونا در یک نشست ولسی جرگه، دفاع کرده بود.

د ولسمشر د عامه او ستراتېژیکو اړیکو سلاکار وحید عمر په دې اړه له نظر ورکولو ډاډه وکړه، خو له دې وړاندې یې د ولسي جرګې یوې ناسته کې د کرونا ویروس خپرېدو کې د عامه پوهاوي برخه کې د ٢٧ میلیونه افغانیو لګښت په اړه سپناوی ورکړی و.

په ولسمشرۍ ماڼۍ کې یوه سرچینه چې نه‌غواړي نوم‌یې واخیستل شي، وایي دا چې د عامې روغتیا وزیر مشرانو جرګې ته د نه‌تګ لپاره منطقي روغتیايي دلایل درلودل، نو ځکه وحید عمر هم دې غونډې ته حاضر نه‌شو.

په ورته وخت کې ځیني حقوق‌پوهان وایي په هغو مواردو کې چې حکومتي چارواکي دې ناستو ته نه‌ورځي، مشرانو جرګه د دې واک نه‌لري چې دا کسان څارنوالۍ ته وروپېژني.

د حقوق‌پوهانو د ټولنې مرستیال سبحان مصباح وایي چې وحید عمر د ولسمشر سلاکار دی، هغه اړ نه‌دی چې ملي شورا او په ځانګړې توګه مشرانو جرګې ته ځواب ووایي.

ښاغلی مصباح زیاتوي: "په هېڅ صورت باید وحید عمر مشرانو جرګې ته لاړ نه‌شي. عمر له ولسمشر څخه استازولي کوي او مشرانو جرګه نه‌شي کولای ولسمشر ځواب ویلو لپاره وغواړي."

خو د مشرانو جرګې د شکایتونو کمېسیون مشر زلمی زابلي وایي د اساسي قانون په اساس د کابینې هر وزیر باید د ملي شورا ناستو ته ځواب ووایي.

هغه د وحید عمر په اړه وویل چې ښاغلی عمر د ولسي جرګې ناستې ته راغی، خو د قناعت وړ ځوابونه‌یې وړاندې نه‌کړل.

د ښاغلي زابلي په وینا مشرانو جرګه په همدې دلیل غواړي چې هغه د سناتورانو قناعت ترلاسه کړي.

سید اکرام افضلي
سید اکرام افضلي

په ورته وخت کې د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ ویلي چې د کرونا سره مبارزه کې د ځانګړي شویو پیسو برخه کې د فساد او د حکومت مدیریت او څار کمزورتیا په اړه اندېښمن دي.

د دې بنسټ اجرائیوي مشر سید اکرام افضلي په وینا د افغانستان مالي برخه او په ځانګړې توګه ملي بودجه کې روڼتیا تر دې کچې نه‌ده چې د افغانستان خلکو غوښتنې او په ځانګړې توګه د کرونا ویروس خپرېدو بحران کې ځواب ویونکي وي.

XS
SM
MD
LG