د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۸

په افغانستان کې د 'فساد' تر سیوري لاندې، کرونا ویروس سره مبارزه!


ارشیف
ارشیف

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي، په دې وزارت کې د فساد په اړه د غیر مؤثقو راپورونو خپرېدل به د بهرنیو مرستو د کمېدو سبب شي.

که څه هم دا هېواد د کرونا وبا له سخت پړاوه تېرېږي او ورځ تر بلې په‌کې په دې ویروس د اخته کسانو شمېر هم مخ په ډېرېدو دی، تازه له دې ویروس سره د مبارزې لپاره په ځانګړي شویو امکاناتو کې د پراخ فساد راپورونه ورکول کېږي.

د دې وزارت مسؤلان وايي، په روغتیا وزارت کې د فساد د شویو راپورونو په اړه څېړنه پیل شوې ده او ژر به‌یې پایلې له خلکو سره شریکې شي.

پرون د افغانستان لویې څارنوالۍ د عامې روغتیا وزارت د ګدام یو کارکوونکی د ۸۰ زره امریکايي ډالرو د رشوت اخیستو په تور لاس په لاس ونیوه.

پر دې وزارت د تنفس د مصنوعي الاتو د غلا تور هم پورې شوی دی.

ارشیف
ارشیف

خو اوس د وزارت چارواکي د دې دواړو موضوعاتو په اړه د څېړنو له پیل خبر ورکوي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند اکمل سمسور د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د چنګاښ ۰۴» په یوه خبري غونډه کې وویل، د فساد په اړه شوې ادعاوې څېړي.

هغه زیاته کړه: "په وزارت کې دننه یوه کمېټه جوړه شوې. دا کمېټه نن ګودام ته تللې څو دا موضوع وڅېړي. د هغه راپور په اړه چې پژواک خپور کړی، باید ووایم چین موږ ته هېڅ وخت ۳۲ دستګاوې نه‌دي راکړي، یوازې ۴ دانې یې راکړي چې دوه‌یې د کندهار د کرونا ویروس د مبارزې او دوه‌یې د هرات له کرونا سره د مبارزې روغتون کې دي."

خو د پژواک خبري اژانس مشر دانش کړوخېل چې پاکستان ته‌یې د وینټیلاټورونو د قاچاق په اړه راپور خپور کړی وايي، کافي اسناد شته چې وښيي دا تنفسي الې قاچاق شوې دي.

هغه وویل: "موږ کافي اسناد لرو چې متأسفانه ښيي هغه وینټیلاټورونه چې مرسته شوي، لومړی ثبت شوي نه‌دي، بیا ویستل شوی دي. له دې پرته نور کافي اسناد شته چې ثابتوي دا ستونزه شته."

دا په داسې حال کې چې دې موضوع ته په غبرګون کې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح په خپله ټویټرپاڼه ولیکل "د مصنوعي تنفس الې نه‌دي چاق شوي، غوږ مو وساتئ او په پیشو پسې مه‌ځغلئ."

په افغانستان کې داسې مهال له کرونا سره د مبارزې لپاره په ځانګړې شویو امکاناتو کې د فساد راپورونه خپرېږي چې یوازې تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دې ویروس ۲۳۴ نوي اخته شوي دي.

په دې سره په ټول افغانستان په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۲۹ زره ۷۱۵ ته ورسېد چې له دې شمېر ۹ زره ۸۶۹ رغېدلي او ۶۳۹ مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG