د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۶

د امریکا په سویل او لویدیځ کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو زیاتوالی


نوې مثبتې پیښې د متحد ایالتونو په درویشت ایالتونو کې زیاتې شوې دي.
نوې مثبتې پیښې د متحد ایالتونو په درویشت ایالتونو کې زیاتې شوې دي.

د کرونا ویروس پېښې د امریکا د متحد ایالتونو په سویل او لویدیځ کې په زیاتېدو دي او په دې هېواد کې د دې وَبا د تلفاتو شمېر تر یولک او شل زرو واوښت.

نوې مثبتې پیښې د متحد ایالتونو په درویشت ایالتونو کې زیاتې شوې دي.

په تکساس، ارازونا، جورجیا، فلوریدا او څو نورو ایالتونو کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ډېر شوی دی.

په تېرو اوو ورځو کې د اوسطو مثبت پېښو شمېر اووه ویشت زرو ته رسېدلی دی چې له دې سره بېرته د مثبتو پېښو شمېر د مې میاشتې د لومړیو وختونو سطحې ته رسېدلی دی، چې هغه وخت د متحد ایالتونو په اکثرو سیمو کې بندیزونه لګیدلي وو.

د یو شمېر وړاندوینو له مخې په تېرې یوې نیمې میاشتې کې د بندیزونو له لرې کېدو سره به د کرونا ویروس مثبتې پېښې زیاتې شي.

XS
SM
MD
LG