د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۳ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۰۲

افغانستان کې د کرونا ویروس ۳۱۰ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې

ارشیف
ارشیف

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، تېرو ۲۴ ساعتونو کې په کرونا ویروس د اخته کسانو ۳۱۰ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت وايي، که څه هم افغانستان اوس‌مهال په کرونا ویروس د اخته کېدونکو کسانو د شمېرو د ګراف له مخې، مخ پر لوړ روان دی، خو که خلک د روغتیا پالانو لارښوونو ته پام وکړي، کېدای شي 'کوویډ-۱۹' ناروغي کنټرول شي.

د دې وزارت د ویاندې مرستیالې معصومې جعفري د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، مخ پر ماسک پوښل، د ټولنیز واټن مراعت او په صابون سره د لاسونو پرېمینځل په کرونا ویروس د اخته کسانو د شمېر له را کمولو سره مرسته کوي.

هغه زیاته کړه: "موږ د کرونا ویروس د لا پراختیا په حال کې یوو، دا اوج د اختر په شپو او ورځو کې د خلکو له‌خوا د قرنطین نه مراعت کولو سره سم پیل شو، خو اوس شمېرې ثابتې دي، که خلک روغتیايي لارښوونو ته پام وکړي، تر راتلوونکو دوه میاشتو کېږي چې د مثبتو پېښو شمېر را کم شي، خو باید په ټینګار سره ووایم چې د شمېرو کموالی د خلکو له‌خوا د روغتیايي لارښوونو مراعتولو سره تړلی دی. "

دا په داسې حال کې ده چې تازه د عامې روغتیا سرپرست وزیر ویلي چې تر راتلوونکو ۲ میاشتو پورې به افغانستان کې کرونا ویروس لا زیات شي.

ارشیف
ارشیف

د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، تېرو ۲۴ ساعتونو کې په کرونا ویروس د اخته کسانو ۳۱۰ مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې په دې سره په افغانستان په کرونا ویروس د ټولو اخته کسانو شمېر ۲۹زره ۱۳۴ ته ورسېد.

د دې وزارت د چارواکو له قوله، له دې ناروغۍ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۷۷ تنه رغېدلي، خو ۱۲ تنه نور بیا مړه شوي دي.

عامې روغتیا وزارت داسې مهال په افغانستان کې د کرونا ویروس د لا پراختیا خبره کوي چې پرون د افغانستان د ملي راډیو ټلویزیون یو خبریال نوید عظیمي په دې ناروغۍ د اخته کېدو وروسته ومړ.

د ښاغلي عظیمي خپلوان وايي، هغه له تېرو ۱۰ ورځو راهیسې په دې ناروغۍ اخته و.

خو د عظیمي پلار بیا وايي، د زوی د روغتیايي ټیسټونو وروسته یې معلومه شوه چې هغه محرقه دی، خو د 'کوویډ ـ۱۹' ناروغۍ ټولې نښې یې هم درلودې.

بل لورته بیا یو شمېر روغتیاپالان وايي، په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر له هغو ډېر پورته دی، کوم چې یې د عامې روغتیا وزارت خپروي.

د داخله ناروغیو یو متخصص ډاکټر جمشېد خورشید په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "هغه شمېرې چې د عامې روغتیا وزارت یې اعلانوي، د هغو کسانو په پرتله چې په دې ناروغۍ اخته دي، ډېرې کمې دي، ځکه اوس د عامې روغتیا وزارت له‌خوا د سمپولونو اخیستل کم شوي دي او ډېری خلک په ولایتونو کې د کرونا نښې لري، خو هیڅ پام ور ته نه کېږي."

ډاکټر خورشید ټینګار هم کوي چې خلک بايد روغتيايی سپارښتنو ته پام وکړي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG