د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۷

افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۲۸۰۰۰ ته رسېدلی


ارشیف
ارشیف

د افغانستان روغتیا وزارت وايي په افغانستان کې په کرونا ویروس یا کوویډـ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۲۸زرو ته نږدې شوی دی.

په دې ناروغۍ تر اوسه په افغانستان کې د شا و خوا ۵۵۰ کسانو مړینه او د ۷۶۰۰ نورو کسانو د رغېدو خبر تایید شوی دی.

ځینې کسان فکر کوي، چې په کرونا ویروس د اخته او مړو شمېر ښايي څو برابره زیات وي.

ډاکټران خلکو ته سپارښتنه کوي، چې خلک دې له دغه وژونکي ویروس څخه د خوندیتوب لپاره روغتيايي سپارښتنې جداً په پام کې وساتي.

صالح محمد صالح په کابل کې له ډاکټر رحیم هلال سره پر همدې موضوع مرکه کړې ده.

په پیل کې یې ورڅخه پوښتلي، چې فکر نه کوئ په افغانستان کې به په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر هغه څه زیات وي چې روغتیا وزارت یې اعلانوي؟

د مرکې د اورېدو لپاره لاندې لینک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:49 0:00


XS
SM
MD
LG