د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۰

روغتیا وزارت: افغانستان کې د کویډ-۱۹پېښې تر دوو میاشتو زیاتوالی مومي


افغان جاپان روغتون کې په کرونا ویروس اخته کس مړی شوی.
افغان جاپان روغتون کې په کرونا ویروس اخته کس مړی شوی.

د افغانستان د عامې روغتیا سرپرست وايي، تر راتلونکو دوه میاشتو به د هېواد په کچه د کویډ-۱۹ ناروغۍ زیاتوالی دوام ولري او له هغې وروسته به د دغه ویروس په شدت کې کموالی راشي.

ورځ تربلې د افغانستان په کچه د کویډ-۱۹ ویروس خپرېدا جدي کېږي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سرپرست احمد جواد عثماني هرات ته د سفر پرمهال وویل، چې د خلکو په همکاري به کرونا ویروس ته ماته ورکړي.

نوموړی وړاندوینه کوي، چې تر راتلونکو دوو میاشتو به په کرونا د اخته کېدو کچه لوړېږي.

هغه زیاته کړه: "هغه ارزونه چې موږ یې له کرونا ویروس نه لرو، داده چې موږ اوس نږدې د کرونا په اوج کې یو، امکان لري، تر یو یا دوو میاشتو نور هم په همدې حالت کې وي او بیا به خپل نزولي سیر اخلي."

د عامې روغتیا وزارت د مشرتابه د پرېکړې له مخې له ټولو روغتونونو او روغتیايي مرکزونو نه به له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره استفاده کېږي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، چې نړیوال بانک له لوري ۱۰۰ میلیونه ډالر به د روغتیا نړیوال سازمان او یونیسیف له لوري د روغتونونو او لابراتوارونو د تجهیز په برخه کې ولګول شي.

احمد جواد عثماني
احمد جواد عثماني

نوموړی زیاتوي چې له کویډ-۱۹ سره د مبارزې په حکومتي بودجه کې له ۱۵ میلیونو ډالرو د وزارت په حساب یوازې اته لکه ډالر پاتې دي.

عثماني زیاتوي: "تر اوسه چې د حکومت له لوري د عامې روغتیا وزارت ته کومه ۱۵ میلیونه ډالري بودجه ورکړل شوې، ۱۲ میلیونه یې د وینټلاټور د زرو دستګاه و په اخیستو مصرف شوې، شااوخوا ۳ میلیونه یې د ولایتونو د عامې روغتیا ریاستونو ته لېږل شوې او اوس مهال د وزارت په حساب کې اته لکه ډالر پراته دي."

د افغانستان په کچه هرات هغه ولایت دی چې لومړی په کې کرونا ویروس خپرو شو او تېره اوونۍ په دغه ولایت کې د کرونا د تشخیص د کېټونو له نشتوالي په دغه ولایت کې د کرونا د تشخیص لاراتوارونه وتړل شول.

د هرات د والی مرستیال داوود هاشمي د عامې روغتیا له سرپرست وزیر سره په ګډه خبري ناسته کې وویل، چې په دغه ولایت کې لابراتوارونو فعالیت له سره پیل کړی.

هغه وايي: "د کرونا افت له پیل سره سم د ولایت د مقام مشرتابه او روغیتايي سکتور هڅې پيل کړې، چې په ټول هرات کې خلکو ته په اساسي او ښه ډول خدمتونه وړاندې کړي."

د بې پولې ډاکټرانو له سازمان سره په هرات ولایت کې له کرونا سره د مبارزې سل بستریز روغتون د تجهیز تړون د عامې روغتیا وزارت د سرپرست په حضور کې لاسلیک شو او ټاکل شوې، چې دغه روغتون تر راتلونکو دوو اونیو تجهیز شي.

د هرات اوسېدونکي له حکومت غواړي چې دغه ولایت ته له کرونا سره د مبارزې په برخه کې جدي پام وکړي.

دوی وايي، چې ورځ تر بلې په دغه ولایت کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر زیاتېږي چې ورسره د مړینې کچه هم لوړېږي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې د کرونا ویروس له امله ۲ کسان مړه شوي ۳۴۶ نور پرې اخته شوي چې له دې سره په ټول افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ۲۷۸۷۸ تنو ته ورسېدې.

XS
SM
MD
LG