د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۶

افغانستان کې د 'کووېډ-۱۹' ناروغانو پلاسما تراپي؛ روغ شوي دې د وینې بانګ ته لاړ شي


ارشیف، د وینې د پلاسما یو مرسته کوونکی
ارشیف، د وینې د پلاسما یو مرسته کوونکی

په کرونا ویروس د اخته کسانو درملنې لپاره نوې طریقه!

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي، روانه اوونۍ به د کرونا ویروس څخه د روغ شویو کسانو څخه د وینې راټولېدنې بهیر پیل شي.

دغه وزارت وايي، هغه کسان چې له کرونا ویروس څخه روغ شوي د هغوی د وینې له پلاسما څخه به هغه ناروغانو ته چې په سخت وضعیت کې دي، استفاده وکړي.

د دغه وزارت چارواکي وايي، تر اوسه دغه طریقه په کابل، هرات او بلخ ولایتونو کې کارول شوې او پایله‌یې هم تر یو حده ښه ده، خو هغه کسان چې له کرونا رغېدلي، دغه وزارت په پام کې لري روانه اوونۍ له همدغه کسانو وینه واخلي او د وینې مرکزي بانک ته‌یې ورټوله کړي.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت له ټولو هغه کسانو څخه چې له کرونا روغ شوي دي غواړي تر څو د سختو ناروغانو د ښه کېدو په هدف د وینې بانک ته د وینې ورکړې په هدف لاړ شي.

پلاسما د انسان په بدن کې د وینې ۵۰ فیصده برخه ده، دغه ۵۰ فیصده مایع په خپل ترکیب کې لي پيډ، مالګه او پروتین لري.

د مرسته شوې وینې پلاسما
د مرسته شوې وینې پلاسما

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند اکمل سمسور له ازادي راډيو سره په خبرو کې وايي، له هغې وروسته چې دغه وینه راټوله شوه، راتلونکې اوونۍ به په افغان-چاپان او علي جناح روغتونونو کې تطبیق شي.

ښاغلی سمسور زیاتوي: "زموږ غوښتنه له هغه کسانو څخه چې د کرونا ویروس څخه بېرته روغ شوي دا ده چې د وینې بانک ته لاړ شي او له خپلو هېوادوالو سره چې په کرونا اخته شوي د وینې ورکړې له لارې مرسته وکړي، د وینې بانک ته دې راشي تر څو موږ یې وینه نورو ناروغانو ته چې وضعیت‌یې سخت دی، تطبیق کړو."

د ښاغلي سمسور په خبره، د افغانستان عامې روغتیا وزارت غواړي له دې کار سره یو ساینسي مطالعه ترسره کړي او په پایله کې یې پیدا کړي چې د وینې پلاسما په ناروغانو څه ډول اثر پرېښودلی شي.

له کرونا ویروس څخه روغ شوي کسان اړ دي چې ۳۵۰ سي سي وینه ورکړي، خو پوښتنه دا ده ایا ټول هغه کسان چې له کرونا روغ شوي کولای شي وینه ورکړي؟

د افغانستا عامې روغتیا وزارت ویاند وايي، هغه کسان چې د کرونا (پي سي ار) ټست‌یې مثبت وي او له یوې اوږدې مودې وروسته بېرته روغ شي، ټست‌یې هم بیا ځلي منفي وي کولای شي وینه ورکړي، خو د هغه په خبره هغو کسانو ته لومړیتوب ورکول کېږي چې د وجود دفاعي سیستم‌یې قوي وي.

  • هم‌مهاله بله پوښتنه دا ده چې ایا کولای شو د وجود د انټي باډي معلومولو لپاره په دې شوي ټیټ باور وکړو؟

ښاغلی سمسور وايي: "هغه ستونزه چې نه‌یوازې په افغانستان کې، بلکې په ټوله نړۍ کې شته هغه د کېټونو جوړښت دی چې دومره د اعتبار وړ نه‌دی، هغه کسان چې د وجود انټي باډي یې منفي وي په دې معنی نه‌ده چې د وجود د وینې پلاسما کې یې اڼټي باډي نه‌شته."

د افغانستان عامې روغتیا وزارت همداراز له هغه کسانو څخه چې د وینې انټي باډي یې مثبت تشخیص شوې وي، خو کرونا ناروغي یې تېره کړې وي او هغه کسان چې د وینې د انټي باډي تسټ‌یې منفي وي له دواړو مرحلو وینه راټولوي او ټسټ کوي یې که هر مرحله د کرونا ناروغانو د رغېدنې لپاره مرسته وکړي ترې استفاده کوي.

د وینې د انټي باډي ټسټ یوازې په کابل، هرات او بلخ ولایتونو کې په هغه روغتونونو کې کېږي چې د کرونا ویروس لپاره ځانګړي شوي، خو ځيني خصوصي روغتونونه هم دغه ټسټ د پیسو په مقابل کې ترسره کوي.

له دې وړاندې د بلخ ولایت د عامې روغتیا ریاست ویلي و، له کرونا ویروس د روغ شویو کسانو د وینې پلاسما یې په شپږ کسانو تطبیق کړې چې پایله‌یې ښه وه.

د کابل په افغان-جاپان روغتون کې ډاکتران په کرونا ویروس اخته ناروغانو ته د لارښوونې پر مهال
د کابل په افغان-جاپان روغتون کې ډاکتران په کرونا ویروس اخته ناروغانو ته د لارښوونې پر مهال

خو په کابل کې د علي جناح روغتون رئیس محب‌الله بارکزی وايي، تر اوسه‌یې د وینې پلاسما په دوه ناروغانو تطبیق کړې، خو پایله‌یې د قناعت وړ نه‌ده.

نوموړی وايي، هغه ناروغان چې حجرې او سږي یې خراب شوي وي تر ډېره د وینې پلاسما ورته ګټه نه‌شي رسولای.

ښاغلی بارکزی زیاتوي: "تر اوسه یوازې ۲۰ فیصده مو نتیجه ترلاسه کړې، خو اړتیا ده چې په ډېرو ناروغانو دغه پروسه وازمایل شي، په یو یا دوه ناروغانو نه‌شو کولای سمه نتیجه ترلاسه کړو، مثلاً که یو ناروغ ډېر یې وضعیت خراب وي او ټول سږي او حجرې یې خرابې شوې وي د وینې پلاسما ورته ګته نه‌شي رسولای."

اسد ژرفبین
اسد ژرفبین

په هالند کې د داخله ناروغیو د ټولنې غړی اسدالله ژرفبین په دې باور دی که د کرونا ویروس څخه جوړ شويو کسانو د وینې له پلاسما څخه نورو ناروغانو ته استفاده وشي دا یوه ښه لاره ده د دې لپاره چې دغه چاره شاوخوا ۱۰ کاله وړاندې هم په یو شمېر هېوادونو کې چې هغه مهال هم ورته ناروغۍ رامنځته شوې وې ناروغانو ته کارول شوې او پایله‌یې هم ورکړې وه.

په چین هېواد کې په دې وروستیو کې له دې طریقې استفاده شوې، خو د ښاغلي ژرفبین په خبره، تر اوسه په دې برخه کې یوه جامع څېړنه نه‌ده شوې.

نوموړی په ټینګار سره وايي، د وینې له پلاسما څخه باید په علمي توګه استفاده وشي او له دې لارې باید د جانبي عوارضو لکه زېړی او اچ ای وي د انتقال مخه ونیول شي.

XS
SM
MD
LG