د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۶

د روغتیا وزارت تازه اقدام؛ خصوصي روغتونونه کولای شي د کرونا تشخیص او درملنه وکړي


ارشیف
ارشیف

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وایي له نن وروسته ټول خصوصي روغتونونه کولای شي د 'کووېډ-۱۹' ناروغانو د درملنې او تجرید په برخه کې فعالیت وکړي.

‎دا لومړی ځل دی چې د افغانستان عامې روغتیا وزارت په دې هېواد کې ټولو خصوصي روغتونونو ته د کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د فعالیت اجازه ورکوي.

‎ د دغه وزارت سرپرست وزیر احمد جواد عثماني د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د غبرګولي ۲۲» د یوې خبري ناستې پر مهال وویل اړتیا نه‌شته چې ټولو خصوصي روغتونونو ته دې د فعالیت جلا جلا جوازونه ورکړل شي.

ښاغلی عثماني زیاتوي: "تر نن پورې د خصوصي روغتیایي سکټور لاس له کرونا سره د مبارزې په برخه کې قطع شوی و، خو سر له نن څخه زه د هېواد د روغتیایي مسؤل په توګه اعلان کوم چې له دې وروسته ټول خصوصي روغتونونه د 'کووېډ-۱۹' ناروغانو د تشخیص او درملنې د فعالیت اجازه لري‌، اړتیا نه‌ده چې ټولو کلینیکونو او روغتونونو ته دې د فعالیت جلا جلا جوازونه ورکړل شي."

ډاکتر احمد جواد عثماني
ډاکتر احمد جواد عثماني

ښاغلی عثماني وایي دا خصوصي روغتونونه باید د عامې روغتیا وزارت طرزالعمل او لارښوونې په پام کې وساتي او د هغه په اساس باید فعالیت وکړي.

‎د نوموړي په خبره، نوره اړتیا نه‌شته چې خصوصي روغتونونه دې 'کووېډ-۱۹' ناروغانو ته د محرقې تشخیص ووایي.

‎احمد جواد عثماني زیاته کړه، په هېواد کې ټول وګړي د کرونا ویروس د لابراتواري معایناتو د مالي لګښت ملي توان نه‌لري، نو اړتیا ده چې ‌‌‌‌‌‌ډاکتران د کلینیکي معایناتو په اساس ناروغان تشخیص کړي.

‎دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هغو خصوصي روغتونونو چې د کرونا ویروس اخته کسانو تشخیص کاوه د عامې روغتیا وزارت‌یې فعالیتونه ځنډولي و.

‎په ورته وخت کې د روغتیا نړیوال سازمان وایي تر دا مهاله‌یې افغانستان ته ۶،۵ میلیونه ‌‌‌‌‌‌ډالرو په لګښت روغتیایي تجهیزات برابر کړي چې تر راتلونکو څو ورځو به د دې لګښت کچه تر ۷۰ میلیونه ورسوي.

ریک پیپرکورن
ریک پیپرکورن

‎په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان مشر ریک پیپرکورن په دغې غونډه کې وايي: "موږ تر اوسه د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ته د ۶،۵ میلیونه ‌‌‌‌‌‌ډالرو په لګښت روغتیایي تجهیزات ورکړي چې نیم د روغتیا نړیوال سازمان او نیم نور یونېسف اخیستي، پوهېږو چې دا ‌‌‌‌‌‌ډېر کم دي، خو دا یو نړیوال کړکېچ دی، خو باید ووایم چې تر راتلونکو څو ورځو به له ۶۰ تر ۷۰ میلیونه لګښت نور تجهیزات هم چې اخیستل شوي افغانستان ته به راورسېږي."

‎ټاکل شوې نن مازدیګر هم له ترکیې نه افغانستان ته د روغتیایي اسانتیاوو او وسایلو یوه محموله راورسېږي.

بل‌خوا حکیم الکوزی د روغتیا وزارت له لوري لویې څارنوالۍ ته معرفي شوی دی.

حکیم الکوزی
حکیم الکوزی

حکلیم الکوزي د کرونا ویروس د درملو د جوړېدو دعوه کړې وه، خو د عامې ورغتیا وزارت ویلي چې د ښاغلي الکوزي په جوړو شویو درملو کې نشه‌يي توکي کارول شوي او د ګټې پر ځای يې خلکو ته ډېر تاوان رسېږي.

خو د کرونا پر وړاندې د مبارزې افغان بنسټ مشر سردار محمد همدرد ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل د حکیم الکوزي جوړ شوي درمل‌يې تر دې دمه نږدې درې نیم لکه کسانو ته رسولي چې ګڼ‌يې د کرونا په ناروغۍ اخته و او د همدې دوا په وسیله رغېدلي دي.

XS
SM
MD
LG