د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۸

کابل کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو څو چنده زیاتېدل او د خلکو بې پروايي


د کارته نو سیمه چې د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته شوې ده.
د کارته نو سیمه چې د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته شوې ده.

که څه هم په افغانستان کې د کرونا ویروس له کبله د مړینې شمېر ورځ تر بلې په زیاتېدو دی، خو لا هم په کابل کې قرنطین جدي نه نیول کېږي.

په کابل کې د واټو د سر پلورونکي وايي، بې‌وسۍ او ولږې اړ کړي چې په کور کې د پاتې کېدو پر ځای د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره بازار ته را ووځي.

د کابل د کارته نو بازار کې د نورو عادي ورځو په څېر د بیا تمدید شوي قرنطین او د روغتیا وزارت لارښوونو ته د پام کولو هېڅ څرک نه لیدل کېږي.

۲۰ کلن حیات الله په همدې بازار کې د لېمو شربت پلوري.

دی وايي، روزګار اړ کړی چې بازار ته راووځي.

هغه زیاتوي: "کرونا مو نه وژني، خو ولږه به مو وژني، کار روزګار مو ښه نه دی، د ډوډۍ پیسې نه لرو، په کرایي کور کې اوسېږم، خو کرایه نه لرم، ډېرې مرستې پټې شوې، بې‌وسو ته هېڅ هم چا ور نه کړل، نه شم کولای چې ځان قرنطین کړم."

خو یوازې حیات الله نه دی په لسګونه نور د واټونو د سر پلورونکي هم شته چې دا بازار یې په پیر او پلور ګرم دی.

دوی وايي، په خپلو سترګو ویني چې خلک کرونا وژني، خو دوی نه وېرېږي، ځکه له بې وزلۍ بل لوی خطر نشته.

د کابل ښار پر سړک یو پلورونکی
د کابل ښار پر سړک یو پلورونکی

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت یو ځل بیا ورځ تر بلې په کرونا ویروس د اخته کسانو په شمېر کې د زیاتېدو له امله خبرداری ور کوي.

د دې وزارت د روغتیايي خدمتونو مرستيال وحید مجروح د دوشنبې په ورځ رسنیو ته په استول شوي ویډیوي پیغام کې په تېرو ۲۴ ساعتونو په کرونا ویروس د نویو ۵۷۵ تنو له اخته کېدو خبر ورکړی دی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د رسمي شمېرو له مخې، اوسمهال په ټول هېواد کې په کرونا ویروس ۲۰۹۱۷ تنه اخته دي چې له ډلې ۳۶۹ مړه شوي او ۲۱۷۱ تنه نور رغېدلي دي.

په ورته وخت کې د کابل والي محمد یعقوب حیدري د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د درې نورو میاشتو لپاره د تمدید شوي قرنطین عملي کېدو لپاره هلې ځلې روانې دي، خو خلک دې اصولو ته غاړه نه ږدي.

د کابل والي محمد یعقوب حیدري
د کابل والي محمد یعقوب حیدري

ښاغلی حیدري خبرداری ور کوي که خلک روغتیايي لارښوونو ته پام و نه کړي، حکومت به په جدي ډول اقدام وکړي.

هغه زیاته کړه: "موږ د پولیسو او ټرافیکو په ګډون خپل څارونکي ټیمونه په ښار کې په دنده ګمارلي، تر دوو ورځو نورو هم توصیه کوو، خو که چېرې له هغې وروسته خلک پام و نه کړي، بیا تګلاره لرو چې له مخې به یې هغوی جریمه شي، کوم چې لارښوونې نه عملي کوي، دوی که هر څوک وي، هټۍ وال او یا هم عادي خلک، جریمه به شي. "

که څه هم نیوکه کېږي چې حکومت قرنطین اعلانوي، عملي کولی يې نشي خو د کابل والي وايي، د خلکو له مرستې پرته، حکومت د هېڅ یوې تګلارې په عملي کولو کې هم بریالی کېدای نه شي.

په ورته وخت کې د کابل د انتاني روغتون ډاکټر اسدالله عصمت ټینګار کوي چې خلک باید کرونا جدي وګڼي او د دې وژونکي ویروس له کبله د انساني ناورين مخه ونیسي.

XS
SM
MD
LG