د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۴

د افغانستان عامې روغتیا وزارت حکیم الکوزی عدلي او قضایي ارګانونو ته معرفي کوي


حکیم الکوزی
حکیم الکوزی

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وایي د حکیم الکوزي د درملو د وېشلو د بندولو مکتوب‌یې کورنیو چارو وزارت ته استولی او دی عدلي او قضایي ارګانونو ته معرفي کوي.

‎‎د دغه وزارت سرپرست او نوماند وزیر احمد جواد عثماني د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د غبرګولي ۲۱» د یوې خبري ناستې پر مهال وویل چې د دوی او د روغتیا نړیوال سازمان روغتیایي متخصصينو دا ثابته کړې چې د حکیم الکوزي هغه دارو چې د کرونا ویروس د درملنې لپاره‌یې جوړ کړي په‌کې د نشه‌یي توکو ترکیب دی، نو ځکه‌یې اوس د کار د بندېدو لارښونه هم کړې ده.

ښاغلی عثماني زیاتوي: "د دغه حکیم دارو مو چک کړل، لابراتوار کې معلوم شول چې نهه ‌‌‌‌‌‌ډوله نشه‌یي او تسکین ورکوونکي توکي يې په ترکیب کې وو، نو پرېکړه دا شوه چې ما پرون د کورنیو چارو وزارت ته مکتوب لاسلیک او ورواستوه چې د دغه حکیم کار بند کړي."

ډاکتر احمد جواد عثماني
ډاکتر احمد جواد عثماني

‎حکیم الکوزي وړاندې ویلي چې په ټول هېواد کې یې شاوخوا یو لک کسانو باندې د ده د لاس جوړ شوي دارو وېشلي او ادعا کوي چې د 'کووېډ-۱۹' ناروغان ورسره ښه شوي دي.

خو د حکیم الکوزي په مشرۍ د کرونا پر وړاندې د مبارزې افغان بنسټ وایي چې د ولسي جرګې د شکایتونو کمېسیون د غوښتنې پر بنسټ‌يې د راتلونکې یکشنبې تر ورځې پورې خپل فعالیتونه ځنډولي دي.

‎د دغه بنسټ مطبوعاتي مسؤل سمېع‌الله ابراهيمي ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل: "پرون مو د ولسي جرګې شکایتونو کمېسیون کې د روغتیا وزارت له یو پلاوي سره یوه ناسته درلوده هلته پرېکړه وشوه چې د راتلونکې اوونۍ د یکشنبې تر ورځې فعالیت وځنډاوه، په همدې ورځ به له صحي کمېسیون سره یوه ناسته هم ولرو، دا چې د روغتیا وزارت وایي چې په دې دوا کې نشه‌یي توکي دي موږ یې ردوو."

‎ښاغلی ابراهیمي وایي حکومت اوس د ولسي جرګې د شکایتونو کمېسیون د پرېکړې خلاف عمل کړی او غوښتنه کوي چې د عامې روغتیا وزارت دې دا مسئله ورسره د خبرو له لارې حل کړي.

عامې روغتيا وزارت ته د حکيم الکوزي د همکارانو ګواښ
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:38 0:00

د افغانستان عامې روغتیا وزارت دا هم وويل چې له شپږو خصوصي شرکتونو سره چې اکسيجن تولیدوي تړون لاسلیک کړی تر څو په کرونا ویروس اخته هغو کسانو ته چې ساه بندي لري او د اکسیجن له کمښت سره مخ دي هغوی ته اکسیجن بالونونه ورسوي.

‎د ښاغلي عثماني په خبره، له دغو خصوصي شرکتونو سره د تړون له مخې یاد شرکتونه به دوی ته ۱۵۰ زره بالونه اکسیجن برابر کړي.

د عامې روغتیا وزارت د تازه معلوماتو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۱،۱۲۸ مشکوکو پېښو سمپلونه ټسټ شوي چې له دې شمېر څخه ۶۸۴یې مثبت دي، ۲۱ کسان مړه او ۳۲۴ بېرته رغېدلي دي.

‎ په دې سره په ټول افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې له ۲۲ رزو واوښتې.

XS
SM
MD
LG