د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۵

'د نړیوال بانک مرسته به د دغه بانک د چوکاټ په رڼا کې ولګول شي'


نړیوال بانک
نړیوال بانک

په افغانستان کې د کرونا په ضد مبارزې اضطراري کمېټه وایي، په دې هدف ورسره د نړیوال بانک شوې مرستې به د دغه بانک د چوکاټ په رڼا کې ولګول شي.

د دغې کمېټې ویاند محمد هدایت تېر ماښام په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "دا داسې مرستې دي چې یو ځل نه‌کېږي، بل دا چې دا مرستې په مستقیمه توګه افغان دولت ته هم نه‌ورکول کېږي، دا پیسې د نړیوالو مرسته کوونکو او هغو مېکانیزمونو په رڼا کې لګول کېږي چې دغه بنسټونه‌یې لري، دولت یوازې دومره غوښتنه لري چې پر دغو مرستو څارنه وکړي او لومړیتوبونه ورته مشخص کړي."

نړیوال بانک په دې وروستیو کې له افغانستان سره د کرونا ویروس د مبارزې او اقتصادي او مالي برخو کې د اصلاحاتو په هدف ۴۰۰ میلیونه ډالره مرسته اعلان کړه.

XS
SM
MD
LG