د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۹

خوست ته د نړیوال روغتیايي سازمان طبي بسته ورسېده


ارشیف
ارشیف

خوست ولایت ته د کرونا ویروس په وړاندې د مبارزې لپاره د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د طبي توکو بستې ورسېدې.

د خوست روغتیايي مسؤلان وايي چې له دغو موادو به د خوست په مرکز او ولسوالیو کې تر شپږ نیم زره زیات کسان ګټه واخلي.

د خوست د روغتیا رئیس حبیب شاه انصاري نن جمعه ازادي راډیو ته وویل: "د نړیوال روغتیايي سازمان (WHO) له‌خوا ۱۳ کېټونه چې هر یو يې د ۵۰۰ ناروغانو لپاره د تداوۍ ظرفیت لري، د موسمي ناروغیو او بېړنیو پېښو لپاره رارسېدلي چې د پلان مطابق به ناروغان ورڅخه استفاده وکړي."

په خوست کې په کرونا ویروس ۳۳۹ مثبتې پېښې ثبت شوي چې له دې جملې ۱۰ کسان مړه شوي او ۲۰ نور روغ شوي دي.

د خوست له سپېرې ولسوالۍ پرته په ټولو ولسوالیو کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

XS
SM
MD
LG