د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۵

افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۲۷،۸۷۸ ته ورسېد


افغان جاپان کې په کویډ-۱۹ اخته کس
افغان جاپان کې په کویډ-۱۹ اخته کس

په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته شویو کسانو شمېر نژدې اته ویشت زره شو.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت شمېرې ښيي چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دغه ویروس ۳۴۶ تازه پیښې ثبت شوي دي.

تراوسه له دغه ویروسه څه باندې یو نیم زره کسان افغانان روغ شوي او نژدې پنځه نیم سوه نور مړه شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست احمد جواد عثماني نن هرات ولایت ته د خپل سفر پر مهال وویل، د کرونا ویروس لا هم مخ په زیاتېدو دی.

هغه زیاته کړه: "د کرونا ویروس له وضعیته زمونږ ارزونې ښيي چې مونږ د ویروس اوج یا څپانده کېدو ته نژدې یو، امکان شته چې راتلونکو یو-دوو میاشتو کې ویروس په همدې کچه وي او بیا یې خپرېدل ورو ورو کم شي."

کابل لومړی او هرات دویم ولایت دی چې د کرونا ویروس ډېرې پیښې لري.

XS
SM
MD
LG