د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۳

روغتیا وزارت ولایتونو ته د درملو او طبي تجهیزاتو د وېش لړۍ پیل کړه


ارشیف
ارشیف

د افغانستان عامې روغتیا وزارت ولایتونو ته د هغو درملو او طبي تجهیزاتو د وېش لړۍ پیل کړه چې مرسته کوونکو هېوادونو له کرونا ویروس سره د مبارزې په هدف دغه هېواد ته ورکړي دي.

د عامې روغتیا سرپرست وزیر احمد جواد عثماني پرون په دې اړه یوه غونډه کې چې یو شمېر بهرني ډیپلوماتان هم په‌کې وو، وویل، لومړي ګام کې مرکز کابل او ۱۶ ولایتونو ته ۷۰ ټنه درمل او تجهیزات لېږي.

ښاغلي عثماني وویل، کله چې دغه اکمالات بشپړ شي، ورپسې به پاته نور ولایتونه هم له دغو مرستو برخه‌من شي.

په دغو طبي تجهیزاتو او درملو کې وزارت یوازې د اکسیجن د کېټونو یادونه کړې چې د دوی په خبره، د کمښت ستونزه به‌یې تر یوه ځایه ورسره هواره شي.

په دې وروستیو کې د کابل او ولایتونو په روغتونونو کې د 'کووېډ-۱۹' ناروغانو د زیاتوالي له کبله پرله‌پسې شکایتونه وشول چې اکسیجن او نور امکانات یا کم او یا هم بېخي خلاص دي.

افغانستان کې په رسمي توګه د کرونا ویروس نږدې ۲۹ زره پېښې ثبت شوي، خو اندېښنې دا دي چې نارسمي شمېر له دې څو برابره زیات دی.

XS
SM
MD
LG