د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۱

'کرونا ویروس سره مبارزه کوونکو روغتیايي کارکوونکو ته معاشونه نه‌دي ورکړل شوي'


ارشیف، هرات کې د کرونا ویروس ناروغانو لپاره ځانګړي شوي روغتون کې روغتیايي کارکوونکي.
ارشیف، هرات کې د کرونا ویروس ناروغانو لپاره ځانګړي شوي روغتون کې روغتیايي کارکوونکي.

‎ افغانستان کې روغتیايي کارکوونکو ته پر وخت معاشونه نه‌دي رسېدلي.

‎ یو شمېر روغتیایي کارکوونکي چې کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې فعالیت کوي ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته‌یې ویلي چې له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

‎خو عامې روغتيا وزارت مسؤلین وایي ډېریو دغو کارکوونکو ته معاشونه رسېدلي.

‎د دوی یو شمېر ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو سره په خبرو کې وویل چې له دوه یا درې میاشتو راپدېخوا یې تنخواګانې نه‌دي اخیستي او له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

‎د ارزګان ولایت د ولایتي روغتون سر طبیب ‌‌‌‌‌‌ډاکتر نورالله په دې اړه ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل: "دوه میاشتې کېږي چې نه ما او نه هم زموږ په روغتون کې نورو ‌‌‌‌‌‌ډاکترانو معاشونه اخیستي، موږ له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ یو."

‎ښاغلی نورالله وایي، د روغتیایي تجهیزاتو له کمښت سره هم مخ دي او په وار وار یې له چارواکو سره دا ستونزې شریکې کړې دي.

د کابل افغان-جاپان روغتون کې روغتیايي کارکوونکي په کرونا ویروس اخته کس ته د لارښوونې پر مهال.
د کابل افغان-جاپان روغتون کې روغتیايي کارکوونکي په کرونا ویروس اخته کس ته د لارښوونې پر مهال.

‎ډاکتر عبدالغفار سعید بیا په پکتیا ولایت کې کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د عامې روغتیا ولایتي مسؤل دی، دی وایي تر اوسه‌یې هېڅ ‌‌‌‌‌‌ډول منظور شوی امتیاز نه‌دی ترلاسه کړی.

‎ښاغلی سعید زیاتوي: "له پیل نه تر دې دمه چې موږ له عامې روغتیا ریاست سره دغه مسؤلیت اخیستی، کوم امتیاز چې د وزارت له لوري موږ ته منظور شوی تر اوسه مو نه‌دی ترلاسه کړی."

‎د لوګر ولایت د عامې روغتیا ریاست مشر رسول ثمر هم مني چې د کرونا په برخه کې روغتیایي کارکوونکو ته لا هم معاشونه نه‌دي رسېدلي.

‎دا په داسې حال کې ده چې په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم له درې میاشتو راپدېخوا هغو روغتیایي کارکوونکو ته چې د عامې روغتیا وزارت له لوري د 'کووېډ-۱۹' ناروغانو د تشخیص او درملنې په برخه کې کار کوي معاشونه نه‌دي ورکړل شوي چې له جدي اقتصادي ستونزو سر ټکوي."

‎د دوی په خبره، په دې وروستیو کې افغان حکومت ته کرونا ویروس سره د مبارزې په هدف د نړیوالې ټولنې او نړیوال روغتیایي سازمان له‌خوا مرستې رارسېدلي، خو لا د دوی ستونزې ته رسېدنه نه‌ده شوې.

‎خو د افغانستان عامې روغتیا وزارت مرستیال ویاندې معصومې جعفري ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل: "د معاشونو په برخه کې باید ووایم چې ځینو دغو کارکوونکو خپل قراردادونه نه‌و لاسلیک کړي او یا یې هم بانکي حسابونه نه‌درلودل، نو ځکه‌یې تنخواګانې نه‌دي ترلاسه کړي، وزارت په دې برخه کې په جریان کې دی، خو د تجهیزاتو په برخه کې وایم چې دا مهال په روغتونونو کې تجهیزات شته، کومو روغتونو کې چې کم دي هغه وخت نیسي، خو ټولو ته به ورسېږي."

‎دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې په روغتونونو کې د اکسیجن د کمښت ترڅنګ له ځینو نورو روغتیایي اسانتیاوو د کمښت او ان د نه‌موجودیت له امله هم شکایتونه شوي دي.

د کابل افغان-جاپان روغتون کې روغتیايي کارکوونکي په کرونا ویروس د اخته کس د درملنې پر مهال.
د کابل افغان-جاپان روغتون کې روغتیايي کارکوونکي په کرونا ویروس د اخته کس د درملنې پر مهال.

روغتیاپالان وايي کرونا ویروس سره د ښې مبارزې په هدف باید لازم وسایل او تجهیزات د روغتونونو په واک کې ورکړل شي او دغه‌شان د ډاکترانو ستونزو ته هم په خپل وخت رسېدنه وشي.

مخکې تر دې د افغانستان د طبي شورا رئیسې نسرین اوریاخېل یو شمېر رسنیو ته په خبرو کې ویلي و، کوم ډاکتران چې کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې کار کوي له میاشتو راهیسې معاشونه نه‌دي ورکړل شوي چې دې ستونزې د دوی پر روحیه اغېز کړی دی.

XS
SM
MD
LG