د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۴

د پکتیکا ملکي روغتون طبي کارکونکو د دندو پرېښودو ګواښ وکړ


آرشیف
آرشیف

د پکتیکا د ملکي روغتون ډاکتران او نور طبي کارکونکي خبرداری ورکوي چې که کاري چاپېریال ورته برابر نه شي، له دندو به استعفا وکړي.

د ښرنې د ملکي روغتون رييس ډاکتر چنار وايي چې هر وخت خپلسري کسان روغتون ته ورځي او له ډاکترانو سره سپک چلند کوي.

ده دا هم وویل چې پرون د روغتون ۱۱۲ کارکوونکو په ډله ییز ډول استعفاوې وړاندې کړې وې خو د قومي مشرانو په غوښتنه یې خپله پرېکړه وځنډوله.

د پکتیکا د عامې روغتیا ریاست ريیس او نورو چارواکو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG