د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۱

عامې روغتیا وزارت: د کرونا ویروس د مثبتو پېښو د ثبت لړۍ متوسط حالت کې ده


په کرونا اخته کس
په کرونا اخته کس

‎ د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي، په دې هېواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو د ثبت لړۍ متوسط حالت کې ده.

د دې وزارت مرستیال وايي، د کرونا ویروس د پېښو ثبت د تېرو اوونیو په پرتله کم شوی دی.

د دې وزارت د معلوماتو پر بنسټ هغه سمپلونه به چې په روژې میاشت او د کوچني اختر په اوونیو کې اخیستل کېدل له ۵۰ فیصدو څخه زیاد به‌یې مثبت و، خو دغه شمېر اوس په مراتبو راکم شوی دی.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي، د درې شاخصونو پر بنسټ لکه د سمپلونو د ټسټ او په روغتونو کې د 'کووېډ-۱۹' ناروغانو د بستر کېدو شمېر، دغه‌شان هغه کسان چې د دې ویروس علایم لري، خو روغتونونو ته کمه مراجه کوي دا ویروس اوس متوسط حالت غوره کړی دی.

د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري مرستیال شفیق‌الله شهیم
د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري مرستیال شفیق‌الله شهیم

د عامې روغتیا وزارت مالي او ادارې مرستیال شفیق‌الله شهیم د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د چنګاښ ۰۳» په کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال وویل: "هغه مقایسه چې موږ کړې د کرونا ویروس پېښې د روژې او اختر په اوونیو کې زیاتې وې، خو دغه لړۍ اوس په متوسط حال کې ده. موږ هیله‌مند یو چې دغه لړۍ همداسې روانه وي او په راتلونکو اوونیو کې بېخي کم شمېر ته ورسېږي. هغه شمېر چې اوس‌یې موږ په ورځني ډول ترلاسه کوو هیله بخښونکی دی."

خو د عامې روغتیا وزارت دغه هیله‌مندي د خلکو له همکارۍ سره تړلې ده.

د عامې روغتیا وزارت ویاند اکمل سمسور چې په همدې خبري ناسته کې ګډون درلود وویل، که خلک روغتیايي سپارښتنې جدي ونه‌نیسي ممکن د مثبتو پېښو شمېر بیا ځلې ډېر شي.

هغه زیاته کړه: "که موږ احتیاط وکړو او د عامې روغتیا وزارت سپارښتنې جدي وګڼو ممکن ښه لور ته روان شو او پېښې به هم کمې شي، که خلک احتیاط ونه‌کړي، نو د دې شاهدان به هم واوسو چې پېښې بیا زیاتې شي."

دا هیله بخښونکې خبرې داسې مهال کېږي چې تازه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول افغانستان کې ۳۲۴ مثبتې پېښې ثبت شوي چې له ډلې یې ۲۰ کسه مړه شوي دي.

خو په همدې موده کې بیا ۴۱۹ کسه بېرته روغ شوي دي.

له تازه ثبت شویو پېښو سره په ټول هېواد کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ټولې ۲۹ زره او ۴۸۱ ته ورسېدې چې له ډلې یې ۶۱۸ کسه مړه او شااوخوا ۱۰ زره کسان بېرته روغ شوي.

ارشیف
ارشیف

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې اوس‌مهال په ټول افغانستان کې ۲۶۵ د تنفس مصنوعي ماشینونه شته چې دغه شمېر به راتلونکې یوې میاشت کې ۹۰۰ ته ورسېږي.

دغه وزارت وايي، تر اوسه‌یې د کرونا ویروس د مبارزې په هدف د حکومت له لوري له ځانګړو شویو ۱۵ میلیونه ډالرو نه شااوخوا ۱۳ لګولي دي، دغه د حکومت له لوري له ۱۰۰ میلیونه افغانیو نه چې هغه هم کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره له ملي بودجې ځانکړې شوې وې ۳۶ میلیونه‌یې مصرف شوې دي.

XS
SM
MD
LG