د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۹

برازیل کې د کرونا ویروس له کبله د مړیو شمېر ۵۰۰۰۰ ته ورسېد


ارشیف
ارشیف

برازیل په سویلي امریکا کې لومړنی هېواد دی چې د کرونا ویروس له کبله په کې د مړینو شمېر ۵۰ زرو ته رسېږي او تر یو میلیون زیات کسان په کې په دې وبا اخته شوي دي.

د برازیل د روغتیا وزارت یوازې پرون په خپل هېواد کې د یوزرو ۲۲ تنو د مړینو اعلان وکړ.

برازیل په لاتینه یا سویلي امریکا کې تر ټولو ګڼ نفوسه هېواد دی.

د دغه هېواد د وګړو شمېر ۲۱۱ میلیونو ته رسېږي او د کرونا ویروس لومړنۍ پېښه یې د فبرورۍ په ۲۶ تأیید کړه.

د جمعې په ورځ په دغه هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر یو میلیون تنو واوښت.

متخصصان وايي چې په برازیل کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر دې خورا ډېر دی ځکه چې د ټېسټ یا ازمېښت وسایل هر ځای نه‌شته.

ارشیف
ارشیف

د برازیل پر ښي اړخي ولسمشر اییر بولسونارو د کرونا ویروس د بحران په وړاندې د اقداماتو په خاطر ډېر انتقادونه کېږي.

ده ټولنیز واټن بابېزه ګڼلی او هغه یې په دې خاطر چې د کار او روزګار مخه نیسي، تر ویروس خطرناک بللی دی.

د دې هېواد په لسګونو ښارونو کې د روان جون په یوولسمه سوداګریز مرکزونه بېرته پرانیستل شول.

اوس د امریکا له متحده ایالاتونو پرته تر بل هر هېواد د کرونا مثبتې ېېښې په برازیل کې ډېرې ثبت شوي دي.

په متحده ایالاتونو کې په کرونا ویروس یولکو نولس زره ۶۵۴ تنه مړه شوي او ۲ میلیونه او ۲ لکه تنه پرې اخته شوي دي.

خو په متحده ایالاتونو کې اوس د کرونا ویروس د خپرېدو شدت کم شوی دی.

د جان هاپکینز پوهنتون پر اساس پرون شنبه پر له پسې لسمه ورځ وه چې په دغه هېواد کې په کرونا تر زرو تنو لږ کسان مړه شول.

خو د امریکا په اکثرو ایالاتونو کې د بندیزونو د لېرې کېدو او د کاروبار د بیا پیلېدو له کبله وېره ده چې د کرونا ویروس د خپرېدو دوهمه څپه خپره شي.

روغتیايي چارواکي، دا اندېښنه هم لري چې ممکن کرونا ویروس د هغو پراخو مظاهرو له لارې هم خپور شي چې د توکمپالنې پر ضد په وروستیو اوونیو کې په امریکا کې روانې دي.

ډونالډ ټرمپ
ډونالډ ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اوکلاهاما په ټولسا کې د انتخاباتي کمپاین په لړ کې د کرونا ویروس پر ضد د خپلو اقداماتو دفاع وکړه.

ده دا هم وویل چې هر څومره ډېر ټېسټونه چې اخیستل کېږي په هماغه اندازه د کرونا ویروس د مثبتو پېښو زیات شمېر معلومېږي او د دې لپاره ده له چارواکو غوښتي چې ازمېښتونه یو څه ورو کړي.

XS
SM
MD
LG