د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۷

لاتینه امریکا کې د 'کووېډ-۱۹' مثبتې پېښې له یو نیم میلیون واوښتې


برازیل کې په کرونا ویروس د اخته کسانو د درملنې روغتون
برازیل کې په کرونا ویروس د اخته کسانو د درملنې روغتون

په لاتینه امریکا کې د 'کووېډ-۱۹' مثبتې پېښې له یو نیم میلیون واوښتې او د دغې ناروغۍ د مړینې د شمېر له کبله برازیل نن تر بریتانیا مخکې شو.

په برازیل کې یوازې پرون له دې کبله ۱،۲۳۹ کسان مړه شول چې په یوه ورځ کې د مړینې دا کچه ډېره لوړه ګڼل کېږي.

په لاتینه امریکا کې برازیل د کرونا ویروس د ودې په مرکز بدل شوی، حال دا چې د جنوبي امریکا په نورو هېوادونو کې هم د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ پېښې او له کبله‌یې مړینې د زیاتېدو په حال کې دي.

له دې وړاندې بریتانیا دوهم هېواد و چې له امریکا وروسته‌یې د 'کووېډ-۱۹' له کبله ډېر تلفات درلودل، خو اوس له دې اړخه برازیل دوهم ځای خپل کړ.

پرون د جون په ۱۱مه په برازیل کې د کرونا ویروس ۳۰ زره نوې پېښې ثبت شوې چې په دغه هېواد کې په دې ویروس د اخته شویو ټول شمېر ورسره نږدې اته لکه او درې زره شو.

برازیل کې د کرونا ویروس له امله د مړو شویو کسانو ډله‌ییز قبرونه
برازیل کې د کرونا ویروس له امله د مړو شویو کسانو ډله‌ییز قبرونه

یو شمېر نورو هېوادونو کې هم دغه ویروس مخ په بره روان دی، سره له دې چې مخنیوي ته‌یې هڅې کېږي.

په روسیه کې پرون د 'کووېډ-۱۹' پېښو شمېر له پنځه لکو واوښت او ایران کې د دغه ویروس پېښې ۱۸۰ زرو ته ورسېدې.

اوکراین کې بیا پرون ۶۸۹ مثبتې پېښې ثبت شوې چې په دغه هېواد کې په ورځني ډول (د خبرداري د کچې) زیاتوالی بلل شوی دی.

د کرونا د پېښو له زیاتوالي او د دغه ویروس د ودې په اړه د روغتیا نړیوال سازمان له خبرداري سره سره یو شمېر هېوادونه د لګول شویو بندیزونو د نرموالي په حال کې دي.

سټیفن منوچین
سټیفن منوچین

د امریکا د خزانې وزیر سټیفن منوچین ویلي، که چېرې د کرونا ویروس دوهمه څپه هم پرې راشي، متحده ایالات به اقتصادي فعالیتونه له سره پيل کړي.

نوموړي ویلي "که چېرې اقتصاد بند شي، دا به ډېرې ویجاړۍ رامنځته کړي".

د امریکا د خزانې د وزیر دغه څرګندونې داسې مهال راځي چې له تېرې مارچ میاشتې راهیسې د امریکا د ونډو بازارونه بدې ورځې ګالي او د شمېرو له مخې، د کرونا ویروس له پيله څه باندې ۴۴ میلیونه امریکایان له دندو لیرې شوي دي.

امریکا کې د تېرې مې میاشتې په وروستیو کې د څو ورځې رخصتیو پر مهال ګڼ شمېر خلک بهر ووتل، له دې سره بېرته هلته د کرونا ویروس پېښو زور واخیست او له دې کبله روغتونونو کې د خلکو بسترېدل زیات شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، افریقا کې هم کرونا ویروس د چټکې خپرېدا په حال کې دی.

د جانز هاپکنز پوهنتون تازه شمېرې ښيي چې په نړیواله کچه اووه نیم میلیونه کسان په کرونا ویروس اخته شوي او تر اوسه له دې کبله څه باندې څلور لکه او ۲۰ زره کسان مړه شوي دي.

په امریکا کې په کرونا ویروس اخته کس روغتون ته د لېږدولو پر مهال
په امریکا کې په کرونا ویروس اخته کس روغتون ته د لېږدولو پر مهال

د لاتینې امریکا او کریبین جزیرې لپاره د ملګرو ملتونو اقتصادي کمېسیون وېره ښودلې چې اوسنی بحران به په دغې سیمه کې تاریخي اقتصادي رکود رامنځته کړي.

چارواکو اندېښنه ښودلې چې په دې سیمه کې به کرونا ویروس لوږه، بې‌وزلي، بې‌کاري او د پور اخیستنه زیاته کړي.

په اروپا کې شمېرې ښيي کرونا ویروس مخ په کمېدو دی، پرېکړه شوې چې راتلونکې دوشنبه د جون په ۱۵مه د ۲۷ هېوادونو پولې یو د بل په مخ خلاصې شي.

له بالکان هېوادونو سره به د جولای په لومړۍ نېټه د اروپایي هېوادونو پولې پرانیستل شي.

له دې سره به اروپا د نړۍ له یو شمېر هغو هېوادونو سره هم ګام پر ګام تګ راتګ ازاد کړي چې کرونا ویروس په‌کې کنټرول وي.

XS
SM
MD
LG